افغانستان

امریکا په افغانستان کې خپل اشغالګر عسکر د «آزادۍ» جنګیالي بللي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶ وږي، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ طالبانو ته د افغان ملي جنګیالو خطاب کوي، تازه  ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په افغانستان کې خپل اشغالګر عسکر د آزادۍ جګړه ماران بللي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په تازه مرکه کې ویلي، چې امریکايي عسکرو په افغانستان کې جنګي جرمونه نه دي ترسره کړي، بلکې دعوه یې کړې چې هغوی د «آزادۍ» جګړه مخته وړې ده.

نوموړي د جرمونو د نړیوالې محکمې «هاګ» هغه تورونه رد کړي، چې له مخې یې امریکايي عسکر په افغانستان کې په جنګي جرمونو کې ککړ بلل شوي وو.

پومپیو ویلي، له همدې امله د جرمونو له غړو سره همکاري نه کوي، ځکه دده په خبره چې عسکرو یې په افغانستان کې د آزادۍ جګړه کړې ده او ادعا کوي چې نړیوالې محکمې په امریکايي عسکرو د  دروغو تورونه لګولي دي.

نوموړ دغه څرګندونې وروسته ترهغه کوي چې څو ورځې وړاندې د جرمونو نړیوالې محکمې یا هاګ اعلان وکړ چې غواړي په افغانستان کې د امریکايي او نورو بهرنیو عسکرو د جنګي جنایتونو په تړاو څېړنه وکړي؛ خو دا کار یې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپیو له غبرګون سره مخ شو او د یادې محکمې پر څارنوالې او هغو کارمندانو چې غوښتل یې افغانستان ته د څېړنو لپاره سفر وکړي بندیزونه ولګول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په داسې مهال خپلو افغانستان کې خپل اشغالګر پوځیان د آزادۍ جنګیالي بولي، چې د روان کال مارچ میاشت کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د طالبانو د سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره په تیلیفوني خبرو کې طالبانو ته د قوي خلکو خطاب کولو ترڅنګ ویلي ؤ، چې مونږ پوهیږو تاسو د خپلې لپاره جګړه کوئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
دوکتور غروال

بلی تاسی د خپلو غلامانو په واسطه د ملت د قتلونو لپاره افغانستان ته راغلی یاستۍ او دا د تاسو کاؤبایانو په نظر سره ازادی نومول کیږی او همدارنګه د ستاسو موجودیت کښی مو ملت د خپلو غلامانو په واسطه ګروګان ساتلۍ دی ، دتاسو دیموکراسی اوازادی بابولانو باندی نور افغان ملت نشۍ غولیدلۍ ، نور بس کړی دا ظلمونه او پریږدۍ افغان ملت چی خپله یو افغانی ملی حکومت جوړ کړی!!!!!

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx