
خبریال او شنونکي ته لنډه توصیه!!!
لیکنه: مفتي احسان الله
د مشهور صحابي سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه زوی “عمر” له خپل پلار څخه د څه شي غوښتلو اراده لرله، نو د عادت پر خلاف يې د حاجت له يادولو مخکې څه مقدماتي خبرې وکړې، بیا یې خپل حاجت وړاندي کړ. کله چې له خبرو خلاص شو پلار یې ورته وویل: زویه! خبرې دې خلاصې شوې؟ هغه ورته وویل: هو.
سعد خپل زوی ته وویل: تا ته خو زه هر شی درکوم او چې څه دې غوښتي هغه مې در کړي، خو چې ستا دا (مقدماتي) خبرې مې واوریدلې، ما ته د رسول الله ﷺ خبره رایاده سوه چې ما پخپله ور څخه اوریدلې وه، هغه صلی الله علی وسلم وفرمایل: داسي خلک به وي، چې په ژبو به داسي خوراک کوي، لکه غوا چې له زمکي څخه خوراک کوي. سيكون قوم يأكلون بألسنتهم كما تأكل البقر من الأرض. مسند أحمد
له روايته داسې برېښي لکه د زوی چالاکې چې سعد بن وقاص رضي الله تعالی عنه چندان خوند ورنه کړ نو دا حدیث یې ځکه ورته بیان کړ.
د حدیث د شرحي په باره کې امام مناوي رحمه الله تعالی وایي: د غوا په څېر پر ژبه خوراک دوه معناوې لري، یعني د دوی د روزي ګټلو ذریعه به ژبه وي، لکه غوا چې په ژبه ځان مړه وي. بله دا لکه غوا چې د پستو، زیږو، خوږو، ترخو وغيره خوراک توپیر نه کوي ګډوډ یې سره نغاړي او خوري يې، دا خلک به هم په ژبه داسي څه راټوله وي، چې په هغه کې به د حلال او حرام په منځ کې فرق نه کوي. فیض القدیر
په یاد روایت کې معاصر خبریال، لیکوال، شنونکي او د خواله رسنیو کارکوونکو ته یو غوره نصیحت دی، ډیر ځله ځيني خلک د اشغال په پلوي د حق په وړاندي خپله ژبه د دې لپاره ډیره تونده کاروه وي، چې خپل معاش واخلي، او ځيني هغه خلک چې منصبونه لري، هغوی هم د باطل په پلوي او دحق په مقابل کې اظهار رايي ځکه کوي، چې بیا يې منصب له خطره سره مخ کیږي، الله دي وکړي، چې زموږ مسلمانه او افغانه طبقه واپس بېرته خپل مسیرته را ستنه شي.