نظــر

غازي او مصلح حقاني! / ظریف افغان

د ستر غازي او مصلح، مرحوم مولوي جلال الدین حقاني (رحمه الله) په اړه مې چمتو شوی مستند ولید. مستند ډېر عالي ترتیب شوی. د مرحوم حقاني صاحب د ژوند ګڼ پړاوونه یې په کې تاریخ ته په پوره امانتدارۍ سپارلي. چا چې پر دغه مستند خواري کړي، خدای دې اجرونه ورکړي. دا یو ستر دَین و. دا پر تاسو د ولس او تاریخ پور و. دا ولس حق لري چې خپل اتل او محسن وپېژني. که دغه وړ تاریخي دَینونه او پورونه ادا نه شي، شونې ده چې سبا ډېر بوتلان د اتلولۍ ادعا وکړې، ډېرې جعلي څېرې ډېرې لویې دعوې وکړي.

د ارواښاد مولوي جلال الدین حقاني شخصیت دومره پراخ او وسیع دی، چې هر لیکوال ته مشکله ده چې د ژوند ټول اړخونه يې راونغاړي او حق یې ادا کړي. حقاني صاحب جهادي مشر و، عالم و، داعي و، مصلح و، د ولس د جرګې مرکې سړی و، د قربانۍ، مهربانۍ، جود او سخا او اخلاص دنګ څلی و. زه چې دا کرښې لیکم، حیران یم له کومه یې پيل کړم. دې سړي خو تاریخونه جوړ کړي. یوه دوې لاسته راوړنې نه دي…بلکې ژوند یې د لاسته راوړنو او ویاړونو کتاب دی.

مخلص مجاهد

حقاني رحمه الله څوارلس کاله د خلقي وحشت او شوروي اشغال پر ضد لکه یو رښتیني او مخلص مجاهد وجنګېد. حقاني جهاد وکړ او معاملو ته یې شا کړه. له دومره اوږدې مبارزې وروسته یې په رڼو سترګو لیدل چې د ده د قربانیو ثمره اسلامي انقلاب ضایع کېږي؛ خو ده ټوپک ته لاس ورنه وړو، بلکې د خپل جهاد انډیوالانو ته یې ننواتي وکړل، عذرونه وکړل، لمن یې ورته وغوړوله چې مه کوئ، هم ځانونه تباه کوئ، هم وطن تباه کوئ…مه کوئ د جهاد ویاړ مه بدناموئ! حقاني له وحشت ډک کابل کې، د کورنۍ جګړې وحشي لوبغاړو ته کله ارګ، کله لوېدیز کابل، کله چاراسیاب ته له خپلو مصلحو ملګرو سره سفرونه کول. خو د قدرت او واک په نشه مستو د ده ننواتي ونه منل.

خدای جل جلاله طالبان پیدا کړل او کابل یې د تنظیم جنګۍ له وحشیانو خلاص کړ. حقاني صاحب له خپل ټول لویوالي سره د طالبانو په حکومت کې د اقوام او قبایلو وزارت کې په ټول اخلاص سره خدمت کاوه. د طالبانو په وخت کې د خوست د ولایت یوه کارمند راته ویل چې حقاني صاحب په خپله د ځینو خلکو د کارونو لپاره ولایت ته راته. موږ ورته عذر کاوه چې تاسې مه راځئ، یو خط رالېږئ هر څه به کېږي. حقاني صاحب ویل نه، زه په خپله درځم چې خلک دا نظام له زړه ومني او اطاعت يې وکړي!

مهربانه مشر

د ګردېز په فتحه کې د رژیم سلګونه جنګیالي د حقاني صاحب د مجاهدینو په لاس اسیرانېږي. خو حقاني صاحب یې د ټپیانو علاج کوي او بیا ټولو ته څه خرڅ ورکوي او خوشې کوي يې. د یوه اسیر سترګه ټپي وي. پټۍ يې پرې لګوې وي. حقاني صاحب لکه یو مهربان مشر د هغه د وضعیت پوښتنه کوي. له ورایه په کې درد او اخلاص او خپلو خلکو سره مینه او مهرباني ښکاري.
په خپله وايي چې په اسیرانو کې هغه ډګروال هم و چې ماته به یې په بیسیم کې ښکنځلې کولې، خو زه یې شفاخانې ته د علاج لپاره استوم. اسیرانو سره په نېک او انساني رفتار کې حقاني صاحب ډېر مهربانه او مشفق و.

امارت سره د ژمنتیا څلی!

حقاني صاحب تېر جهاد کې یو ستر نوم و. بې مثاله نړیوال شهرت یې درلود. خو کله یې چې کابل کې ولیدل چې د ده د جهاد د دورې ملګري د قدرت او ثروت په راټولولو کې اخته دي او د دې لپاره پر هېڅ هم هیله نه کوي، له طالبانو سره ملګری شو. له طالبانو سره د حقاني صاحب ملګرتیا په حقیقت کې د سویل حوزې ولایتونه طالبانو ته بې له کومې جګړې سوغات شول.

سره له ټول ستروالي يې د طالبانو په حکومت کې په یوه عادي ماموریت کې خدمت ته اوږده ورکړه. ځان ته یې هېڅ ډول جاه و جلال و نه غوښت. خو کله چې پر افغانستان امریکایانو یرغل وکړ، تر ډېرو ډېر ټینګ د مشر ملا صاحب مرحوم انډیوالۍ ته ودرېد او د هغه په مشرۍ یې تر ډېرو ښه جهاد او مبارزه وکړه او بې مثاله قربانۍ یې ورکړې. ان د جهاد د پیل لپاره یې مرحوم ملا صاحب ته حال ولېږه او د تشکیل او هدایت غوښتنه یې ترې وکړه!

د امریکایانو په تمویل چلېدونکو رسنیو ډېر تبلیغات وکړل چې «حقاني شبکه» له امارته جلا جوړښت وښيي. د انس حقاني په وروستۍ لیکنه کې د حقاني صاحب له خولې لیکل شوي چې امریکایانو پر افغانستان له برید وړاندې حقاني صاحب ته ویلي و چې که د افغانستان په اشغال کې ورسره مرسته وړي واک به ورکړي خو ده ونه منله!

حقاني صاحب ته په دې تاوجنه مرحله کې د یرغلګرو له خوا ډېر پیشنهادونه وشول، حقاني صاحب لکه یو حقاني مبارز امارت سره خپله ژمنتیا په ډېرو سختو او ځپونکو شرایطو کې وپالله. د حقاني صاحب مجاهدینو دې ټولو پیشنهادونو ته هېڅ ارزښت ورنه کړ او امارت سره پر خپلې کړې ژمنې ټینګ پاتې شول. دا سخت امتحان و. تبلیغات، امتیازات او قدرت هغه څه و چې د ډېرو شیخ الحدیثانو، ملایانو او پروفیسرانو ایمانونه ولړزول…خو دې وسپنیز عزم او راسخ ایمان ته بې ارزښته ول!

زه حکومت ته کاندید نه یم!

حقاني صاحب لکه نوم یې حقاني انسان و. د وفا او اخلاص یو بې بدیله څلی و. هېڅکله یې د قدرت غوښتنه نه ده کړې. د جهاد له بریا وروسته چې د ډېری پخوانیو جهادیانو ټول هم و غم قدرت او ثروت و، حقاني له دې هر څه لاپروا و.

د مجاهدینو ترمنځ د واک وېش بحث تود و. خبریال ترې د ده د کاندیدۍ پوښتنه کوي، بې له ځنډه د خبریال خبره يې په خوله کې وروچه کړي «زه حکومت ته کاندید نه یم!».

د مجاهدینو د حکومت د کابینې تشکیل په اړه چې پوښتل کېږي، په ډېرو ساده او صریحو الفاظو ورته وايي چې کابینه او اشخاص مهم نه وي، مهمه دا ده چې د اتحاد او اتفاق لامل شي. حقاني صاحب خو پوهېده چې نورو ته ټول معیار او پيمانه یو وزارت لرل او نه لرل و.

صالح خلف

مرحوم مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله نېکمرغه پلار و چې نېکمرغه خلف یې په ځان پسې پرېښود. د حقاني صاحب بچیان د قربانۍ، مبارزې، اخلاص، رښتینولۍ او ادب څلي دي.

د حقاني پلار رښتیني حقاني بچیان دي. د امریکايي اشغال پر ضد دغو صالحو خلفو د خپل صالح سلف لار په نه تعریفېدونکې حماسې او مبارزې سره وپالله. حقاني صاحب هم نور جهاد ته لېږل هم یې خپل زامن او خپله. په دې سخته مبارزه کې يې څلور ګل مخي زامن د رب حضور ته نذرانه کړل. د کورنۍ سرتورې يې هم د شهیدانو د کتار شوې.
په دغو نادرو قربانيو حقاني صاحب د خپلې لارې حقانیت او اصالت لا ثابت کړل.

دردوونکی وفات

د «ستر غازي او مصلح» په مستند کې تر ټولو دردوونکې صحنه د دغه ستر انسان د وفات او تدفین ده. له وفات وروسته د حقاني صاحب د مبارک صورت په لیدو سره دا ایة خولې راځي «يا أَيَّتُهَا النَّفْسُ الْمُطْمَئِنَّةُ ارْجِعي‏ إِلى‏ رَبِّكِ راضِيَةً مَرْضِيَّةً فَادْخُلي‏ في‏ عِبادي وَ ادْخُلي‏ جَنَّتي‏».

د سیمې او نړۍ په کچه یو ستر مومن، مبارز او مجاهد جنازه ده….د قبر کینلو شروع یې زوی کوي. شپه ده. تتې رڼاګانې دي. ولې؟ ځکه چې د دې عظیم انسان آن د جنازې مراسم هم هدف و…هره شېبه د یوې بدې پېښې احتمال و.

اوس که وطن ازاد وای، خپلواکي وای، دا بدمرغه دښمنان نه وای….اوس به زرګونو مجاهدینو او عامو افغانانو او د اسلامي نړۍ میلمنو د دې ستر مبارز په جنازه کې ګډون کړی و او په څومره سترو او شاندارو مراسمو کې به یې جنازه شوې وای. خو الله تعالی ته به همدا منظوره وه.

ستر حقاني رحمه الله په سپينه ږیره، ناروغیو کمزوری کړی بدن، د تېر او اوسني جهادونو ټپونو سره داسې مهال د خپل رب پر ولور وکوچېد چې تر ځان وړاندې یې د ستر رب جل جلاله دربار ته خپل څلور تنکي، ګلي مخي بچیان نذرانه کړي و.

خو دا انسان مړ نه دی. حقاني اوس یو سپين ږیری او کمزوری وجود نه دی. حقاني یوه لار ده، یو فکر دی، یوه مبارزه ده. دا فکر چې ژوندی وي، هېڅ یرغلګر به دې خاورې ته په بده ونه ګوري.
حقاني (رحمه الله) ولاړ. په ډېر ویاړ او وقار ولاړ. یو ویاړلی انسان ابدي شو. یو نه تکرارېدونکی اتل د خپل رب مېلمه شو!

اللهم أسكنه فسيح جناتك اللهم تقبله قبولا حسنا ..

اللهم اغفر له وارحمه وعافه واعف عنه يارب العالمين

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx