شعـــــرونه

درودونه دې بې شمېره او مدام حبیبه وي

راشد مشفق

درودونه دې بې شمېره او مدام حبیبه وي
پر تا او پر اصحابو دې سلام حبیبه وي

خولګۍ پرې معطره وي او شونډې پرې خوږې وي
جاري دې چې پرې کومه شېبه نام حبیبه وي

چې سَري ماښام وخېژي راګوري تر سهاره
د یاد سپوږمۍ دې زما د زړۀ پر بام حبیبه وي

په مینه کې دې هر یَوه ازمون ته لبیک وایو
زندان وي که پرهر وي که اعدام حبیبه وي

هغوی دې د ریښتیني عشق په راز باندې پوهیږي
چې بند دِتا د دوو سترګو په دام حبیبه وي

داستا په پیروي یاغي باغي که دهشتګر یو
پر موږ دې همېشه داسي الزام حبیبه وي

راشد مشفق دې هغه ساعت و نه وزم له خیاله
چې لاسو کې دې ډک د کوثر جام حبیبه وي

صلی الله علیه وآله وسلم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx