شعـــــرونه

ټول یې ارمانجن دي او د ټولو ده ارمان سوله

الفت جان

ټول یې ارماجن دي او د ټولو ده ارمان سوله
خدایه ته په برخه کړې دګران افغانستان سوله

لپې یې نیولی دی ستا در ته ذوالجلاله تل
غواړي په ژړا مو درنه واړه ماشومان سوله

ختمه کړي کفري دیمکراسي له دې وطنه مو
راولي دسپین شرعي نظام سره هر آن سوله

لمانځې بې په مینه که یې راغله تر انګړ سوله
خوښه هر افغان ته ده په مثل دخپل ځان سوله

ستړی ستړی ژوند یې کړه په امن نور بدل ربه
ستړی ستړی ژوند ته یې دوا کړي او درمان سوله

خپور چې دخوښۍ څادر وې دې مظلوم ملت باندي
څومره به مزه کړي بیا په کلیو او بیابان سوله

نوم چې یې په مات قلم الفت غزل کې راولې
وایي هـــــــر وګړی ورته آه قربان قربان سوله
ـــــــــــــــــــــــــ
الفت جان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx