نظــر

شل کلنه سوله؛ او زما او د صدیق حامد بېلګه اسرې!

استاد محمد زمان مزمل

څو کاله مخکې د خدای بخښلي سردار صمد حامد زوی صدیق حامد عمرې ته تللی وه په راتګ کې یې د خپل سپېڅلي سفر د سپېڅلو خاطرو په لړ کې ما او حاجي عبدالغفور صاحب ته یې وویل:

د کعبې په جوار کې مې خپل خدای ته په عاجزانه ډول دا تکرار کړه چې له جنګ ډیر ستړي یو، زموږ ملت ته یوه شل کلنه سوله ورکړه چې لږ مو دمه پوره شي بیا دې خوښه چې له هر چا سره مو جنګوې ومو جنګوه.

هغه دوران او ددې انتیکې دعا خاطره مې له خاطره نه وځي موږ ورته وویل دا ښه دعا او بېلګه اسره ده، ولې موږ خپله بله دعا ستا د دعا سره بدرګه لیږو:

لویه خدایه زموږ هېواد ته شل کلنه سوله راوله هیله ده دا د خپل ملت په پردو وژونکي او دا د خپل ملت پخپلو کې جنګونکي لوبغاړي ټول یا اکثریت یې پدې شلو کلو کې ستا خواته درشي او هلته به دا ملت له دغو په ټېکه برتي کونکو له شره په خپله وژغورل شي.

رښتیا هم صمد حامد صاحب یو بزرګوار سردار وه د ناټو ځواکمن حضور د امریکا بې توله ډالرو یې ذهن او تحلیل د امریکا د حضور له کاروان سره غوټه نشو کړای هغه او سردار عزیز نعیم په یو سپېڅلي تحلیل او نظر کې د بٌن له کرایې شوو سره او د ظاهر شاه بابا په رکاب کې کابل ته رانغلل.

نن چې د بٌن د غونډې سیاسي لوبغاړي یو په بل پسې ناکام او بدنام شول، نه یې جنګ ودراوه او نه یې امریکا ته نوم وګاټه، نن ټول ملت د هماغه شل کلنې سولې ارمان کوي چې صدیق حامد صاحب یې دعا او غوښتنه په حرم کې د حرم او عرش له مالکه کړې وه.

هیله ده چې د صدیق حامد د شلو کلو بېلګه اسره خدای قبوله کړې وي او د لوی خدای داد کله د بنده له پیمانې پورته او ډکه وي.

هیله ده چې خدای په افغانستان کې یوه دایمي سوله راولي او ددغو بدرنګو جګړه مارو چې څوک مو په پردو وژني او څوک مو په دروغجنو شعارو وژني خدای پاک مو له دغو خوندي وساتي.

امین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

د امریکا تر اشغال وړاندی صمد حامد چی د ظاهر شاه سره یی ښی اړیکی درلودی او د هغه غټ مشاور او همکاره و پدی ځنی خوابدی او جلا سو چی صمد حامد یی پخپله داسی بیانوی : ما و اعلیحضرت ته وویل چی دا دوه کسان ( حامد کرزی او زلمی خلیلزاد) د امریکی جاسوسان دی د دوی سره باید ځان ډیر نژدی نکړی ، خو اعلیحضرت زما خبری ته توجه ونکړه نو زه ځنی جلا سوم . بل داچی د ده د زوی دعاء دی الله تعالی نه قبلوی چی زمونږ نوی نسلونه دی شل کاله وروسته بیا… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx