افغانستان

غزني کې ۶ دولتي عسکر له وسلو سره طالبانو ته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶ وږي، ۱۳۹۹ل): د غزني ولایت مرکز اړوند آرزو سیمه کې ۶ تنه دولتي عسکر له خپلو او مهماتو سره طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپلې ټویټر پاڼې د تسلیم شوو دولتي عسکرو انځورونه خپاره کړي او زیاته کړې یې ده، دغه کسان پرون د شنبې په ورځ د جګړې پرمهال په ارزو سیمه ورته تسلیم شوي، چې د طالبانو لخوا ورته هرکلی ویل شو دی.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې طالبانو ته د دولتي عسکرو د تسلیمۍ لړۍ چټکه شوې؛ خو په روانه میاشت کې دا لومړی ځل دی چې د غزني ولایت په مرکز کې د جګړې پرمهال دولتي عسکر له خپلو وسلو سره طالبانو ته تسلیمیږي.

د روان کال فبروري میاشتې په ۲۹ د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې توافقنامې له لاسلیک او دولتي منسوبینو ته د طالبانو د مشر شیخ هبة الله اخندازده لخوا د عامې بښنې له اعلان وروسته په زیات شمېر کې دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیمیږي، تیره میاشت هم شاوخوا ۸۰۰ دولتي عسکر او منسوبین طالبانو ته تسلیم شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx