نړۍ

کراچي: زوروري چاودنی مرګ ژوبله واړوله

(نن ټکی اسیا سپټمبر۲۰۱۱/۱۹) نن سهار د اوو بجو او دیرشو دقیقو په شاوخوا کي د کراچی ښار د ډیفنس په سیمه کي  دکراچی ښار د جرمونو په وړاندي دمبارزي دمسؤل چودري اسلم د کور ومخته زوروره چاودنه وشوه چي له امله يې تر اوسه د اتو کسانو دوژل کیدو خبر ورکړل شوی دي او زیات شمیر نور ژوبل شوی دي.

 

عیني شاهدان وایی چاودنه دومره زوروره وه چي د نژدي پرتو کورونو دروازي او هنداري یی هم ماتي کړي، او نژدی ولاړ زیات موټری یی هم ویجاړ کړی دي، دچاودني ځای ته څیرمه زیات شمیر د شخصي ښونځیو وداني پرتي ديي  چي داکثرو ودانیو بامونه ، کړکی اودروازي ماته شوی دی عیني شاهدان وایی په سیمه له لسو  څخه تر ۱۵ پوري کورونه ډیرزیانمن شوی دي، اوهمدارنګه ۱۲ عرادي موټرپه مکمله توګه له منځه تللی دی.

دچاودني اصلی هدف چودري اسلم روغ پاتی شوی ده نوموړي وایی دچاودني پروخت په کورکی ویده وم، یوه لور اویوه خوښینه یی ژوبل شوی دي، له خبري رسنیو سره دخبروپرمهال اسلم چودري زیاته کړه دپاکستاني طالبانو له لور ي ورته دمرګ ګواښ شوی  وو.

نوموړي زیاته کړه ویره اچونکو ته به هغه سبق ورکړم چي دهغوي سل کاله وروسته نسلونه به یی هم یاده وي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x