نړۍ

شاهد: حکومت راسره د مذاکراتو په نوم چل کړی، ځواب به يې په چاودنو او بريدونو ورکوو

نن ټکی اسيا: د پاکستاني طالبانو وياند شاهدالله شاهد وايي، چې د لومړي وزير ميا نواز شريف حکومت د مذاکراتو په نوم دوی سره چل کړی او دوی به د نوموړې دوکې غاښ ماتوونکی ځواب په چاودنو او بريدونو ورکوي.

شاهد زیاته کړه، چې د پاکستاني پوځيانو په بمباريو کې يوازې ۱۲ طالبان وژل شوي او نور يې ټول ولسي وګړي وژلي دي.

شاهد بي بي سي اردو سره په خپلو خبرو کې و ويل، چې د پاکستاني طالبانو مشر ملافضل الله اوس هم د پاکستان قبايلي سيمو کې دی او هغه وخت، چې افغانستان کې هم و نو د حکومت تر اثر لاندې ځمکه کې نه و او تر اوسه يې له هيڅ حکومت څخه څه مرسته نه ده ترلاسه کړې او نه به يې لاسه کړي.

د پاکستان لو مړي ميا نواز شريف د خپل حکومت له پيله اعلان وکړ، چې پاکستاني طالبانو سره به خبرې اترې کوي او له دې لارې دغه لانجه ختموي.
په دې اړه د دواړو لوريو لخوا مرکچيان هم وټاکل شول او درې څلور مياشتې مذاکرات او جګړه دواړه روان وو.

بيا يو شمېر مخورو او علماوو له پاکستاني طالبانو وغوښتل، چې د حکومت پر ضد خپل عمليات ودروي. پاکستاني طالبانو د نوموړو مشرانو غوښتنو په درنښت حکومت سره څلوېښت ورځنی اور بند اعلان کړ.

د اور بند پر مهال د پاکستاني طالبانو وياند شاهدالله شاهد څو ځل رسنيو سره په خپلو څرګندونو کې و ويل، چې د پاکستان پوځ او استخبارات اوربند ته درناوی نه کوي او اوس هم د دوی ملګري نيسي او وژني يې، مګر دوی خپل اعلان شوي اوربند ته په درناوي له صبر او زغمه کار اخلي.

د څلويښت ورځني اوربند په ختمېدو پاکستاني طالبانو يو ځل بيا حکومت سره خپل اوربند پای ته ورساوو.

دغه مهال پاکستاني جيټ طيارو د پاکستان قبايلي سيمو کې هوايي بريدونه پيل کړل او خلکو کې وېره ترهه خپره شوه او څه موده وروسته د پاکستان پوځ رسما د “ضرب عضب” په نوم پوځي عمليات اعلان کړل.

د پاکستان پوځ تر اوسه د سلګونو پاکستاني طالبانو او د هغوی د پلويانو د وژلو ادعا کوي، مګر د پاکستاني طالبانو وياند شاهدالله شاهد وايي، چې د دوی ټول ملګري په سمڅو او پټځايونو کې خوندي دي او د پاکستان پوځ يوازې ولسي خلک وژني.

د صلاح الدين ايوبي په نوم عمليات

وړمه ورځ يو شمېر پاکستاني سرچينو و ويل، چې پاکستاني طالبانو د حکومت پر ضد “صلاح الدين ايوبي” په نوم عمليات اعلان کړي او ډېر ژر به د پاکستاني حکومت پر خلاف پراخ وسله وال بريدونه او چاودنې پیل شي.

د پاکستاني طالبانو وياند شاهدالله شاهد هم بي بي سي اردو سره په خپلو څرګندونو کې حکومت ته ګواښ کړی، چې دوی سره يې د مذاکراتو په نوم دوکه کړې او ډېر ژر به د نوموړې دوکې غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x