افغانستان

له سختې جګړې وروسته طالبانو په پنجشیر کې یوه ستراتيژیکه سیمه نیولې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶ وږي، ۱۳۹۹ل): په یو بې ساري مانور کې طالبانو د پنجشیر ولایت په پریان ولسوالۍ د برید پرمهال د یوې ستراتيژيکې سیمې د نیولو خبر ورکړی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن د یکشنبې په ورځ په یو ټویټ کې څرګنده کړې، چې د پنجشیر ولایت پریان ولسوالۍ په «آریو» سیمه کې یې د دولتي عسکرو په پوستو بریدونه کړي دي او یاده سیمه یې تر خپلې ولکې لاندې راوستلې ده.

مجاهد دغه راز ویلي، چې په دغه جګړه کې ۵ تنه دولتي عسکر وژل شوي او یو بل طالبانو ژوندی نیولی دی.

دا په روان لمریز کال لومړی ځل دی چې طالبان د پنجشیر ولایت په مهمه ولسوالۍ کې یوه پراخه سیمه تر خپل کنترول لاندې راولي او حکومتي عسکر ژوندی نیسي.

دا په داسې حال کې ده چې دولتي عسکر له تیر یو کال راهیسې د فوټبال فدارسیو د پخواني مشر کرام الدین کرام په نیولو کې پاتې راغلي او دوه اونۍ وړاندې له مرکز کابل څخه استول کمانډو عسکر هم په دې ونه توانېدل ترڅو په اخلاقي فساد ککړ کرام له پنجشیر ولایت څخه محکمې ته احضار کړي.

په پنجشیر ولایت کې د طالبانو توند برید دا څرګندوي چې طالبان د بین الافغاني مذاکراتو نه مخکې خپله هغه ژمنه پلې کوي، چې په افغانستان کې د ملوک الطوایفۍ او جنګسالارۍ د پای ته رسولو لپاره ولس ته ورکړې وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

الحمدلله ، هری لوری فتحی دی خو په پنجشیر کی فتحی لا ښه خوند کوی پدیچی په امریکایی اشغال کی ډیری پنجشیریان د امریکا سره ودریدل خو اوس یی دادی اورو چی مجاهدین یی لویی ساحی فتح کوی.
آفرین طالبه چی تبعیض نلری او انتقام نه اخلی په همدی سره دی د ټولو موئمنینو زړونه خپل کړیدی .
ماشاءالله ، بریالی اوسی

Adam Khan

MASHALLAH
ALLAH MO MAL SHAS

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx