افغانستان

د هند او ایران دفاع وزیران د افغانستان په اړه غږېدلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶ وږي، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې په افغانستان کې د سولې تامین ته هیلي زیاتې شوې او تمه ده په نږدې ورځو کې بین الافغاني مذاکرات پيل شي؛ د هند دفاع وزیر د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه له ایراني چارواکو سره غږېدلی.

د هند دفاع وزیر «راج نات سینګ» پر خپل ټويټر لیکلي «د ایران له دفاع وزیر جنرال امیر حطامي سره مو په تهران کې له لاسته راوړنو ډکه ناسته درلوده؛ موږ د افغانستان په ګډون د سیمې پر امنیتي وضعیت او د دوه اړخیزو اړیکو په غښتلتیا خبرې وکړې.»

که څه هم د یادې ناستې جزئیات رسنیز شوي نه دي؛ خو دا لیدنه داسې مهال کېږي، چې د افغان سولې پروسه کې پرمختګ رامنځته شوی او تمه ده په نږدې راتلونکې کې د کابل مذاکراتي ټیم په دوحه کې له طالبانو سره مذاکراتو ته کښېني.

که څه هم طالبانو په بیا، بیا ټینګار کړی، چې د نړۍ د نورو هیوادونو په څېر له هند سره هم ښې او په متقابل احترام ولاړې اړیکې غواړي؛ خو هند همېشه په افغانستان کې د سولې هغه پروسه د ملاتړ وړ بللې، چې د حکومت په مشرۍ وي او ددوی له قوله، د «تېرو نوولسو کلونو لاسته راوړنې» پکې خوندي شي.

ورته مهال پاکستان بیا هند د افغان سولې پروسې مخالف ګڼي او ادعاء لري، چې یاد هیواد د افغانستان په بې ثباتۍ کې خپلې ګټې لټوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx