روغتیا

د ځیرک موبایل کارول مو حافظه له خطر سره مخ کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶ وږي، ۱۳۹۹ل): روغتیا پوهانو خبرداری ورکړی، د ځيرک موبایلونو زیات استعمال یو شمېر جانبي عوارض لري، چې ورسره حافظه د معلوماتو ساتلو وړتیا له منځه وړي.

د روسیې پوهانو په وینا، ځیرک موبایلونه د حافظې پر وړتیا سخت اغیز کوي، د وخت او عادت په تېرېدو سره حافظه د معلوماتو او حقایقو ساتلو وړتیا ورکوي، ددې لامل په یاداشتي څيزونو کې د حافظې پرځای له موبایل او د نیويګریشن سیستم څخه کار اخیستل دي، کوم چې پر حافظې د تکیې پرځای له نیویګریشن مرسته اخلي او د موبایل له لارې معلوماتو ته لاسرسی لري او په دې سره د حافظې پرځای دېته رجوع کیږي او د حافظې د رول ظرفیت محدودوي.

پوهانو د حافظې ښه کولو لپاره د ځینې مشقونو ترسره کولو غوښتنه کړې، تر څو د هیرولو ستونزې مخنیوی وشي او په وګړو کې د معلوماتو د خوندي کولو وړتیا پیاوړې شي.

د څیړنو او بېلا بېلو مطالعاتو د پایلو له مخې هغه ماشومان چې د ځیرک موبایل استعمال عادي دي او په فعاله توګه یې کاروي ددوی غږیز او لید حواس سوکه ځواب وایي، په لیکلو کې تیروتنې کوي او د کار کولو وړتیا شاخصونه یې ټيټیږي.

له دې وړاندې هم یو شمېر څیړنو په ډاګه کړې چې د موبایل زیات استعمال او ددې شعاعې د سترګو خرابوالي سربېره ذهن ته هم خورا زیات زیان رسوي، ددې لپاره پوهان غوره مشقونه د ۲۰-۲۰ فارمولې استعمال ګڼي، یعنې هر ۲۰ دقیقې وروسته د ۲۰ ثانیو لپاره ۲۰ میتره لرې کتل او یا سترګې پټول دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx