روغتیا

هند کې د کرونا بدترین وضعیت؛ په یوه ورځ له ۹۰ زرو زیاتې پېښې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶ وږی، ۱۳۹۹ل): د هند د عامې روغتیا وزارت یکشنبه اعلان وکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس له ۹۰ زرو زیاتې مثبتې پېښې ثبتې کړې دي. دا د نړۍ په کچه په یوه ورځ کې د ډېرو مثبتو پېښو نوی نړیوال رېکارډ دی.

تر دې وړاندې هم هند په لومړي وار په ۷۸ زرو مثبتو ورځني پېښو سره په امریکا کې د زیاتو پېښو ریکارډ مات کړی و، دغه هېواد کې د ټولو پېښو شمېر له ۴ ملیونو پورته دی.

د هند عامې روغتیا وزارت د راپور له مخې په تېرو څلورویشت ساعتونو کې (۹۰۶۳۲) نوې پېښې ثبتې شوي او (۱۰۶۵) کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی چې په دې سره د ټولو مړو شمېر (۷۰۶۲۶) ته ورسېد.

هند کې له تیرو دوه اونیو راهیسې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر په چټکۍ سره په زیاتېدو دی.

اوسمهال هند له امریکا او برازیل وروسته دریم هېواد دی چې تر ټولو زیاتې مثبتې پېښې یې ثبتې کړي، خو د راپورونو له مخې ډير ژر به یې مثبتې پېښې له برازیل هم زیاتې شي.

د جونز هوپکنز امریکایي پوهنتون د شمېرو له مخې اوسمهال نړۍ کې ۲۷ ملیونه خلک د کرونا ښکار شوي، په داسې حال کې چې ۸۸۰ زره کسان یې قربانیان او ۱۸ ملیونه خلک بېرته روغ شوي دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx