نبوي سیرت

مشرتابه لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم له ژوند څخه اخیستل شوی درسونه

Leadership lessons from the life of Rasoolullah (s)

لیکنه: مرزا یاور بیګ – خلاصه او ژباړه: نجیب الله شاهین

ښه مشر باید ښه صفات ولري. مشر باید زړه ور وي، پدې معنی چې د کمزورو او مظلومو ملاتړ کوونکي وي، په هر قیمت او حالت کې د حق لپاره ودریږي. ولس تل د خپلو مشرانو څخه لوړ توقعات لري نو له همدې امله مشر هم باید د لوړو صفاتو خاوند وي. مشرتابه باید د راتلونکي په هکله واضح لرلید او ستراتیژي ولري. البته یوازې لوړ خیالات یا اهداف ټاکل کفایت نه کوي بلکې ضروري ده چې خپلو لوړو اهدافو او خیالاتو ته د عملي بڼې ورکولو په خاطر واضحه او معقوله برنامه هم له ځان سره ولري. په بل عبارت لوړ خیالات باید له عمل سره مل وي او د خپلو لوړو هیلو د پوره کیدو په خاطر خلک رهنمائی کړي.

یو مشر نشي کولی چې په یوازې توګه خپلو اهدافو او برنامو ته عملي بڼه ورکړي بلکې ددې لپاره داسې پوه کسانو ته اړتیا لري چې د اهدافو په تحقق کې نیکې مشورې او مرسته ورسره وکړي. که ارمانونه څومره هم پاک، لوی او اخلاص نه ډک وي لاکن مشرتابه سره تکړه، متعهد او پوه کسان د ستراتیژي د عملي کولو لپاره موجود نه وي نو ستراتیژي یوازې تر یوې هیلې او فکرې پورې محدوده پاتې کیږي.

د مشر لپاره ضروري ده چې د نظام په جوړولو کار وکړي. دا ددې لپاره هم ضروري ده چې کیدای شي مشر د خپل پوره کوښښ باوجود خپل ارمانونه په ژوند کې پوره نه کړی شي، پدې صورت کې نیمګړي کارونه یې باید راتلونکي مشران مخته یوسي. اکثره داسې شوی چې لوی ارمانونه لویو خلکو له ځان سره ګور ته وړي او علت یې دا وي چې په نظام جوړونه یې کار نه وي کړی. د هرې بهترینې ادارې او نظام لپاره ضروري ده چې هغه د یو شخص له لوري د پرمخبیولو په ځای د یو پروسې یا میکانیزم له لارې پرمخ روانه وي ځکه چې اشخاص له مینځه ځي لاکن نظام تر ډیره وخته دوام کوي. په انساني تاریخ کې د جناب محمد صلی الله علیه وسلم پرته داسې کوم شخص ندی تیر شوی چې د ژوند په ټولو برخو کې یې مثال قایم کړی وي. له همدې امله، د مشرتابه یا لیډرشپ په برخه کې هم د پیغمبر علیه السلام ژوند زموږ لپاره بهترینه نمونه ده.

دلته هغه ځانګړتیاوې او اوصاف ذکر کوو چې یو مشر باید هغه په ځان کې نه یوازې پيدا کړي بلکې پدې برخو کې وځلیږي.

1. ایمان:

ایمان په اسلام کې د توکل په معنی دی. په قرآن کریم کې الله سبحانه وتعالی فرمايي چې:
‏‏

وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُ مَخْرَجًا وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لَا يَحْتَسِبُ وَمَن يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْرًا‏} ‏[‏الطلاق‏:‏ 2- 3‏]‏

هغه صفت چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په صفاتو کې نمایا ښکاري هغه ایمان دی. ایمان وړوکی لفظ خو لویه معنی لري او د هر انسان لپاره کیدای شي بیل مفهوم ولري. ایمان د مشکلاتو په وخت کې د صبر، د الله سبحانه وتعالی د نعمتونو په بدل کې د شکر، د خپلو ګناهونو او غلطیانو په وخت کې د الله سبحانه وتعالی نه د بښنې او توبې او په عبادت کولو سره هغه سبحانه وتعالی ته د نږدې کیدو نوم دی.
ایمان ړوند ندی څرنګه چې یې ماده پرسته د باور د مترادف لفظ په توګه کاروي بلکې ایمان هغه قوت دی چې د هغه په ذریعه انسان ته د مادیاتو نه هاخوا ښکاري. هغه څه چې د سر په سترګو نه لیدل کیږي بلکې د زړه په سترګو یې درک کولی شی.

د اوسني عصر دویم نړیوال جنګ یوه واقعه مشهوره ده چې تر شدید جنګ نه وروسته یو عسکر د خپل قوماندان نه غوښتنه وکړه ترڅو اجازه ورکړي چې د خپل ملګري عسکر جسد چې د جنګ په ډګر کې په شدید زخمي حالت کې پاتې شوی، راوړي. قوماندان عسکر ته وویل چې هغه عسکر وژل شوی، د یو مړي راوړلو پرته بله هیڅ ګټه نشته او دا هم ستا د خپل ژوند په بیه!!! لاکن عسکر په خپله خبره کلک و. اخر قوماندان هم مجبور شو او اجازه یې ورکړه، نور عسکر یې هم ورسره ملګري کړل ترڅو د اړتیا په وخت کې مرسته ورسره وکړي. څو دقیقې وروسته عسکر د خپل ملګري له جسد سره راستون شو. قوماندان پوښتنه ورنه وکړه چې آیا دا پدې ارزیده چې ته خپل ژوند د یو وژل شوی عسکر د جسد د راوړلو لپاره په خطر کې واچوې. عسکر ځواب ورکړل هو قوماندان صیب، زما تګ پدې ارزیده، کله چې هلته ورسیدم هغه لا ژوندی و، راته یې وویل چې زه پوهیږم، ته زما لپاره راغلی یې!! هغه زما انتظار کاوه او زما په غیږ کې یې ساه ورکړه.

ایمان هغه څه درښيي چې نور یې نشي لیدلی ځکه هغه بغیر د کوم دلیل څخه د مینې، اخلاص او امتنان له عینکو لیدل کوي. کله چې څوک د حق په لار کې یوازې مزل کوې او خلک یې پریږدي، پداسې وخت کې هم د حق لارویان د ایمان له امله هغه څه اورې چې نور یې نشي اوریدلی. منزل او هدف ته د رسیدو په لار کې خلک ورته دریږي او تعجب پرې کوي البته یو وخت راځي چې آهسته آهسته خلک مخ وراړوي، غوږ ورته نیسي او ورسره یو ځای کیږي، تردې چې یو لوی کاروان ورڅخه جوړ شي.

2. توبه:

توبه د الله سبحانه وتعالی د هدایت ترلاسه کولو لومړی شرط دی. توبه دا ښيي چې یاد کس مثبت بدلون غواړي. لومړی درس چې الله سبحانه وتعالی له لوري آدم علیه السلام ته وښودل شو، هغه توبه وه. آدم علیه السلام او بي بي حوا علیها السلام او ابلیس د الله سبحانه وتعالی نافرماني وکړه لاکن فرق دا و چې آدم علیه السلام او بي بي حوا سمدستي خپلې غلطۍ ته متوجه شول، توبه یې وکړه او د الله سبحانه وتعالی څخه یې بښنه وغوښته،

قَالَا رَبَّنَا ظَلَمْنَا أَنفُسَنَا وَإِن لَّمْ تَغْفِرْ لَنَا وَتَرْحَمْنَا لَنَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ .

لاکن بل لور ته ابلیس د توبې په ځای د وخت غوښتنه وکړه:

قالَ رَبِّ فَأَنْظِرْنِی إِلی یوْمِ یبْعَثُونَ.

نن هم کله چې موږ ته څوک د ګناه پریښودلو ووایی نو موږ وخت غواړو. فکر پکار دی چې کومه لاره غوره کوو د آدم علیه السلام او بي بي حوا او که د ابلیس!! په ګناه اصرار د بدې خاتمې سبب ګرځي. هیڅ یوه ګناه باید وړه ونه ګڼو ځکه چې الله سبحانه وتعالی د هر قسم ګناه څخه منع کړی یو. هر ګناه د نافرمانۍ نښه ده او دا فکر ډیر خطرناک دی چې یوه ګناه وړه وګڼلی شي. ترټولو لویه ګناه شرک ده. دا یوازنۍ هغه ګناه ده چې که څوک ددې ګناه په حالت کې مړ شي نو الله سبحانه وتعالی ورته مغفرت نه کوي. بله لویه ګناه په دین کې په هغه څه باندې عمل کول دي کوم چې زموږ د مزاج مطابق وي. په بله معنی خپلې خوښې ته د رب په خوښې ترجیح ورکول.

توبه الله سبحانه وتعالی ته د رجوع کولو په معنی ده. استغفار هغه لاره ده چې د هغه سره د الله سبحانه وتعالی مغفرت او بښنه ترلاسه کیدای شي. امام ابن قیم رحمه الله په خپل کتاب مدارج السالکین کې د توبې کولو داسې طریقه وړاندې کوي.

لومړی: سمدستي ګناه پریښودل.

دویم: د ګناه د بیا نه کولو کلکه اراده او عزم کول.

دریم: په ګناه پښیمانتیا کول او کچیرې د ګناه په صورت کې د کوم انسان حق ضایع شوی وي هغه جبیره کول.

البته د د پورته اصولو ترڅنګ باید د الله سبحانه وتعالی په ټولو احکاماتو په دوامداره توګه او استقامت سره عمل وشي. د توبه کوونکي لپاره دا هم ضروري ده چې څوک توبه نه وباسي له هغه څخه د نفرت اظهار وشي او بد وګڼلی شي او داسې کس توبې کولو ته وهڅوي او د توبې نه توبه کولو له بدو عواقبو څخه یې خبر کړي. لنډه دا چې توبه له بدو کارونو څخه د ښو کارونو، د بې اطاعتۍ څخه د اطاعت او د الله سبحانه وتعالی د غصې څخه د هغه د رحم په لور د هجرت نوم دی.

3. صبر او شکر:

الله سبحانه وتعالی په قرآن کریم کې فرمايي:

اذْ تَأَذَّنَ رَبُّكُمْ لَئِن شَكَرْتُمْ لَأَزِيدَنَّكُمْ ۖ وَلَئِن كَفَرْتُمْ إِنَّ عَذَابِي لَشَدِيدٌ. (۷، سوره ابراهیم)

د الله سبحانه وتعالی تر ټولو لوی نعمت یو چاته د توبې کولو توفیق ورکول دي او دا د الله سبحانه وتعالی فضل او کرم دی چې د توبې دروازه یې خلاصه پریښې ده. انسان څه کولی شو کچیرې الله سبحانه وتعالی د توبې دروازه تړلې وای؟ یو مسلمان چې څومره زیات د الله سبحانه وتعالی شکر کوي، دا پدې دلالت کوي چې هغه د الله سبحانه وتعالی همدومره معرفت لري او همدومره ورسره مینه لری. د شکر کولو نتیجه دا وي چې انسان د الله سبحانه وتعالی په نعمتونو راضي شي او په سکون او اطمئنان کې وي. ددې برعکس د ناشکره انسان سزا دا وي چې انسان د موجودو نعمتونو په لذت نه پوهیږي او په ذهني کرب او تکلیف کې ژوند تیروي. د قرآن کریم لومړی آیت هم د الله سبحانه وتعالی په حمد او ثنا سره پيل کیږي.

الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ (۱، الفاتحه)

صبر او شکر یو بل سره تړلي دي. د شکر متضاد کفر دی چې لویه ګناه ده. الله سبحانه وتعالی د صبر کوونکو سره د مرستې وعده کړې. د صبر طبعي عکس العمل شکر دی. صبر په اسلام کې ځانګړی تعریف لري او هغه ندی کوم چې په عامه توګه یې خلک تعریفوي، یعنې په خاموشۍ سره د مشکلاتو زغمل یې بولي. صبر پدې معنی هم ندی چې مشکلاتو سره انسان مخ وي او د مشکل د حل پر ځای مشکل زغمي بلکې د الله سبحانه وتعالی د رضا په نظر کې نیولو سره په خپل ټول قوت او امکاناتو سره د مشکل د حل لپاره کوشش وشي او بیا یې نتیجه الله سبحانه وتعالی ته پریښودلی شي. په اصل کې صابرون نه مراد مجاهدون دي. مجاهد په آرامه نه کښیني بلکې په ټول قوت سره د الله سبحانه وتعالی په لار کې کوشش کوي او د ټولو کوششونو او آمادګۍ وروسته د الله سبحانه وتعالی نه مرسته غواړي. مجاهد د جنګ ګټلو لپاره خپل ټول فکر په کار اچوي، پلانونه او برنامې جوړوي او خپل پوره کوشش کوي لاکن ددې ټولو سره سره د خپل رب په دربار کې لاس پورته کوي او له هغه نه مرسته غواړي ځکه چې پوهیږي چې د هغه (سبحانه وتعالی) د مرستې پرته هیڅ نشي ترلاسه کیدای. د صبر ښه مثال رسول الله صلی الله علیه وسلم په غزوه بدر کې وړاندې کړی کله چې د بدر په میدان کې رسول الله صلی الله علیه وسلم د پوره آمادګۍ، پروګرام جوړولو او موجودو امکاناتو په کار اچولو وروسته د خپل رب په حضور کې د دعا لپاره لاسونه پورته کړل.

اللهم أنجز لي ما وعدتني، اللهم آت ما وعدتني، اللهم إن تهلك هذه العصابة من أهل الإسلام لا تعبد في الأرض..

د الله سبحانه وتعالی له لوري ځواب داسې راځي.

إِذْ تَسْتَغِيثُونَ رَبَّكُمْ فَاسْتَجَابَ لَكُمْ أَنِّي مُمِدُّكُم بِأَلْفٍ مِّنَ الْمَلَائِكَةِ مُرْدِفِينَ (۹، الانفال)

إِذْ يُوحِي رَبُّكَ إِلَى الْمَلَائِكَةِ أَنِّي مَعَكُمْ فَثَبِّتُوا الَّذِينَ آمَنُوا ۚ سَأُلْقِي فِي قُلُوبِ الَّذِينَ كَفَرُوا الرُّعْبَ فَاضْرِبُوا فَوْقَ الْأَعْنَاقِ وَاضْرِبُوا مِنْهُمْ كُلَّ بَنَانٍ (۱۲، الانفال)

د بدر په غزا کې رسول الله صلی الله علیه وسلم د قرآن کریم د هغه آیات په رڼا کې چې د صبر او دعا په ذریعه د الله سبحانه وتعالی نه مرسته وغواړۍ، مظاهر وکړه. رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل ټول امکانات په کار واچول، پوره آمادګي یې ونیوله او بیا یې خپل رب نه فتح او نصرت وغوښت.

4. د الله سبحانه وتعالی سره محبت:

کله چې یو کس توبه او استغفار کوي نو طبعي ده چې د الله سبحانه وتعالی سره به یې مینه پیدا کیږي. د الله سبحانه وتعالی سره محبت له نورو دنیاوي محبتونو سره توپیر لري. د الله سبحانه وتعالی سره د مینې نښه د هغه (جلاجلاله) عبادت کول دي. څوک چې الله سبحانه وتعالی سره محبت لري هغه د الله سبحانه وتعالی تعبداري کوي او د الله سبحانه وتعالی نعمتونه لکه ژوند، وخت، قوت، دولت، تعلیم، واک او اثر و رسوخ د الله سبحانه وتعالی په بې اطاعتۍ کې نه استعمالوي. الله سبحانه وتعالی ته د نږدې کیدو یوه ذریعه کثرت سجود دی. سجدې کولو سره انسان خپل هر څه د الله سبحانه وتعالی په حضور کې بغیر د کوم عذر څخه وړاندې کوي. له همدې امله، د الله سبحانه وتعالی پرته بل چا ته سجده کول حرام دی. فکر پیدا کیږي چې څنګه کولی شو د الله سبحانه وتعالی موږ سره محبت پیدا شي؟ الله سبحانه وتعالی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته فرمائي:

قُلْ إِن كُنتُمْ تُحِبُّونَ اللَّهَ فَاتَّبِعُونِي يُحْبِبْكُمُ اللَّهُ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ ۗ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ (۳۱، آل عمران)

نو له الله سبحانه وتعالی سره د محبت لار دا ده چې د الله سبحانه وتعالی اوامر ومنلی شي او د پیغمبر علیه السلام په سنتو عمل وشي. ددې په نتیجه کې به الله سبحانه وتعالی موږ سره محبت وکړي. مؤمنان د الله سبحانه وتعالی سره د خپل ځان، عیال، مال و دولت هر څه نه زیات محبت کوي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

وَمِنَ النَّاسِ مَن يَتَّخِذُ مِن دُونِ اللَّهِ أَندَادًا يُحِبُّونَهُمْ كَحُبِّ اللَّهِ ۖ وَالَّذِينَ آمَنُوا أَشَدُّ حُبًّا لِّلَّهِ ۗ وَلَوْ يَرَى الَّذِينَ ظَلَمُوا إِذْ يَرَوْنَ الْعَذَابَ أَنَّ الْقُوَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا وَأَنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعَذَابِ (۱۶۵، البقره)

همدارنګه الله سبحانه وتعالی د مؤمنانو حالت داسې بیانوی.

وَقَالُوا سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا ۖ غُفْرَانَكَ رَبَّنَا وَإِلَيْكَ الْمَصِيرُ (۲۸۵، البقره)

د یادونې ده چې کله الله سبحانه وتعالی خپل بنده سره محبت کوي نو بیا خلک او ټول مخلوقات هم هغه سره محبت کوي یعني د خلکو په زړونو کې د چا محبت او نفرت له دې امله وي چې الله سبحانه وتعالی ورسره محبت کوي او کنه. څوک چې غواړي په خلکو باندې تاثیر ولري باید پوه شي چې د الله سبحانه وتعالی سره د رابطې جوړولو او د هغه تعبداري پرته، د خلکو په زړونو کې دده لپاره محبت نشي پیدا کیدای.

قال رسول الله صلى الله عليه وسلم‏:‏ ‏”‏إن الله تعالى إذا أحب عبدًا دعا جبريل، فقال ‏:‏ إني أحب فلانًا فأحببه، فيحبه جبريل، ثم ينادي في السماء، فيقول‏:‏ إن الله يحب فلانًا، فأحبوه فيحبه أهل السماء، ثم يوضع له القبول في الأرض، وإذا أبغض عبدًا دعا جبريل فيقول‏:‏ إني أبغض فلانًا، فأبغضه، فيبغضه جبريل، ثم ينادي في أهل السماء، إن الله يبغض فلانًا، فأبغضوه، ثم توضع له البغضاء في الأرض‏”‏‏.‏)بخاري و مسلم)

د توکل بهترین مثال د پیغمبر علیه السلام مکي دور دی. ۱۳ کاله یې خپله مبارزه جاري وساتله. د اسلام پيغام یې په واضحه او مستقیمه توګه او له خلکو څخه د کوم توقع یا مادي ګټې ترلاسه کولو پرته ورساوو. د رسول الله صلی الله علیه وسلم له لوري د اسلام تبلیغ د قوی، ژور، دوامدار او غیر متزلزل ایمان څرګندونه کوي او الله سبحانه وتعالی باندې د مکمل باور ښکارندويی کوي. بغیر له دې څخه چې دلایل وړاندې کړي، پوښتنه وکړي او یا خپل تحلیل وکړي، پیغمبر علیه السلام ته چې څنګه امر شوی، همغه شکل یې پیغام رسولی. که څه هم پوښتنه کول کومه بده خبره نده لاکن د پيغمبر شان دا وي چي کومه وحي ورته کیږي هغه بغیر د کومې پوښتنې نورو ته رسوي. همدا مسئولیت نن ورځ اسلامي امت ته هم راجع دی ځکه چې دوی هم په آسماني وحي باور لري او دا د ټول بشریت لپاره تر قیامته پورې د عمل وړ دی. مسلمان باید د اسلام پيغام چې څنګه د پيغمبر علیه السلام په ذریعه تر لاسه شوی، په هغه ډول د کوم کموالي یا زیاتوالي پرته نورو ته ورسوي. یهودو او نصاراوو د الله سبحانه وتعالی په کلام کې کمی، زیاتوالی او بدلون راوست او د خدای الفاظ یې په انساني الفاظو بدل کړل. په مکه مکرمه کې د پیغمبر علیه السلام ۱۳ کاله ژوند د مشکلاتو او د کفارو څخه د مایوسۍ او په ظاهره په خپل هدف کې د ناکامۍ دور و. ظاهري اسبابو ته په کتو سره د کامیابي هیڅ اثار نه معلومیدل لاکن رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل مسئولیت جاري وساته، خپل ټول قوت یې په کار واچاوو او خپل هدف ته متعهد پاتې شو. هیڅ کله په غصه نشو، هیڅ کله بې صبره نشو او هیڅ کله مایوس نه شو او نه یې د خپل مسئولیت په ترسره کولو کې سستي وکړه. د پیغمبر علیه السلام او دده د مبارک مسئولیت په وړاندې نه رخصتي وه، نه کومه وقفه او آرام بلکې شپه او ورځ یې په دوامداره توګه کار وکړ. باید ووایو چې د کلک او مکمل ایمان پرته داسې حالاتو سره مقابله نشي کیدای.

5. لوړ هدف:

رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپل پيغام د حقانیت، اهمیت او دا چې دا د ټول بشریت لپاره د کامیابۍ ذریعه ده پوره باور درلود. د اسلام په لومړیو ورځو کې هغه وخت چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم تقریبأ د هیچا ملاتړ او کومک له ځان سره نه درلود، راوي د هغه وخت قیصه داسې کوي چې زه په مینا کې په لوړه ولاړ وم، میدان ټول د حجاجو له خیمو څخه ډک و کوم چې د حج لپاره راغلی وو. د اوړي سخته ګرمي او د غرمې وخت و. ډیره وچه او شدیده ګرمي وه. پداسې حال کې مې یو کس ولیدای چې له یوې خیمې څخه بلې خیمې ته تللو، د الله سبحانه وتعالی عبادت ته یې خلک رابلل او د بت پرستۍ نه یې منع کول….

لوړ هدف ته د رسیدو لپاره لوړو فوق العاده هڅو ته اړتیا وي. یو څوک چې د نړی لوړې غرنۍ څوکې ته ختل غواړي، تشویقي خبرو ته ضرورت نه لري بلکې خپل هدف یې چې هغه د غره لوړه څوکه ده، مورال قوي کوي او هڅوي. د غره څوکې ته ختل او پدې لاره کې تکلیفونه ورته د لا تشویق باعث ګرځي. ویل کیږي چې پیغمبر علیه السلام له ۱۰۰ ځله څخه زیات د خپل سرسخت دښمن ابو جهل کور ته پدې امید تللی چې شاید د اسلام پیغام ومني.

دویم د لوړ هدف لپاره هڅې کول او زیار باسل یو تدریب او تمرین دی، همدا د رسول الله صلی الله علیه وسلم او لومړنیو مسلمانانو حال و. مخالفتونو، ظلم او تکلیفونو د دوی رابطه له الله سبحانه وتعالی سره لا قوي کړه او په دوی کې یې له هر مشکل سره د مخامخ کیدو قوت او حوصله پیدا کړه. له دې څخه لوړ هدف نور څه کیدای شي چې د بشریت د ژغورلو او د دوی د جنت ته د داخلیدو لپاره هڅې او قربانۍ ورکړل شي.

6. قوي عزم او تعهد:

قوی عظم هغه وخت پیدا کیږي چې د یو کار په نتیجه کې تر لاسه کیدونکې بدله معلومه وي. پيغمبر علیه السلام په خپل هدف کې د کامیابۍ په اړه معمولي شک هم نه درلود. ستر هدف یې دا و چې یو داسې نسل وروزي چې هغه د رسول الله صلی الله علیه وسم سره په هدف کې شریک او کلک ملاتړی وي او پدې برخه کې د خپل سر د قربانۍ نه هم دریِغ ونه کړي. لاکن د داسې نسل د روزلو لپاره پيغمبر علیه السلام خپل ځان د یو مثال او نمونې په توګه وړاندې کړ. ترڅو دده د تعهد او ژمنتیا په هکله د چا په زړه کې هیڅ شک پيدا نشي. د پیغمبر علیه السلام په سیرت کې ډیر داسې مثالونه شته. د بدر په غزا کې صحابه کرام د هغه کوهي طرف ته روان و چې هلته د بدر غزا کیدونکې وه، صحابه کرامو د جنګ لپاره پوره آمادګي نه وه نیولې بلکې غوښتل یې چې د ابوسفیان په تجارتي قافله برید وکړي او سامان یې ترلاسه کړي چې د شام څخه د مکې پر لور روان و. له صحابه کرامو سره یوازې ۲ اسان او ۷۰ اوښان وو. په دریو کسانو یو اوښ رسیده ترڅو په نوبت پرې سپاره شي. رسول الله صلی الله علیه وسم سره علی ابن ابی طالب او لبابه رضی الله تعالی عنهم ملګري وو. دوی پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته وړاندیز وکړ ترڅو په اوښ سپور شي لاکن پيغمبر علیه السلام جواب ورکړ چې تاسې له ما څخه قوي نه یاست او زه هم دومره اجر غوښتونکی یم لکه تاسې یې چې غواړی. لدې واقعې څخه معلومیږي چې پيغمبر علیه السلام تل په ټولو امورو کې انصاف ته ترجیح ورکوله.

د خندق په غزا کې رسول الله صلی الله علیه وسلم د صحابه کرامو شورا راوبلله ترڅو د جنګ په ستراتیژۍ او پلان ګزاري غور وکړی. سلمان فارسي رضی الله عنه کوم چې د فارس اوسیدونکی و، وویل چې زموږ په وطن کې کله چې موږ د آسانو د برید څخه ویره ولرو نو خندق یا کنده باسو، نو دا به بهتره نه وي چې دلته هم یوه کنده وباسو!!!؟ پيغمبر علیه السلام یې خبره ومنله او فیصله یې وکړه ترڅو د مدینې منورې په شمال کې یوه کنده وباسي له کوم ځای څخه چې د برید ډیر احتمال و. د شرق او غرب لوري ته غونډۍ وې، هغه لوری محفوظ و او د جنوب لوري ته د خورما باغونه و چې له هغه ځایه هم برید مشکل و. هر ۱۰ کسانو ته ۴۰ فوټه ځمکه د کندلو لپاره ورکړل شوه. مسلمانان غریب، وږي او کمزوري وو. انس بن مالک رضی الله عنه فرمايي چې په یخه شپه کې رسول الله صلی الله علیه وسم دوی طرف ته راغی او کله یې چې د صحابه کرامو دا حالت ولیده نو دعا یې وکړه ای الله، بیشکه دا هر څه د اخرت لپاره دي. ای الله مهاجرینو او انصارو ته مغفرت وکې.

7. فوق العاده متعهد او پوه ټیم/ ملګري:

الله سبحانه وتعالی د پیغمبر علیه السلام ترڅنګ داسې نسل رامینځ کړ چې هغه په خپل ذات کې یو معیار یا مؤشر ګڼل کیدای شي. الله سبحانه وتعالی غوښتل ترڅو محمد صلی الله علیه وسلم د اخري نبي په توګه مبعوث کړي او ترڅنګ یې یو داسې متعهد او منظه ډله راپیدا کړي چې هغه د اسلام پیغام د رسول الله صلی الله علیه وسلم نه وروسته نورو ته ورسوي. دا ډله کسان صحابه کرام رضوان الله علیهم اجمعین وو چې د خیر القرون په صفت نومول شوي. پیغمبر علیه السلام فرمائي.

عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بن مسعود رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: ( خَيْرُ النَّاسِ قَرْنِي، ثُمَّ الَّذِينَ يَلُونَهُمْ، ثُمَّ الَّذِينَ يَلُونَهُمْ، ثُمَّ يَجِيءُ أَقْوَامٌ تَسْبِقُ شَهَادَةُ أَحَدِهِمْ يَمِينَهُ، وَيَمِينُهُ شَهَادَتَهُ) )البخاري (2652) ، ومسلم (2533)

د محمد صلی الله علیه وسلم مسئولیت د نورو پيغمبرانو څخه پدې معنی مختلف او پیچلې وه چې نورو پيغمبرانو په خپل دور کې موجود خلک اسلام ته رابلل لاکن پيغمبر علیه السلام نه یوازې د خپل دور خلکو ته د اسلام پیغام رساوو بلکې د خاتم النبیین په حیث یې د یو داسې نسل په جوړولو هم کار کاوه ترڅو د اسلام پيغام د الله سبحانه وتعالی په ځمکه تر قیامته پورې راتلونکو نسلونو ته ورسوي. دا د پیغمبر علیه السلام د خاتم النبیین په توګه د بعثت برکت دی چې د اسلام د مبارک دین د دعوت وظیفه د هغه امت ته سپارل شوی.

رسول الله صلی الله علیه وسلم نه مخکې پيغمبرانو علیهم السلام یوازې د خپلو پیروانو روزنه کوله لاکن رسول الله صلی الله علیه وسم د راتلونکي نسلونو د مشرانو روزنه کوله. پدې برخه کې لومړی خلیفة الرسول الله ابوبکر صدیق رضی الله عنه نوم راځي. ابوبکر رضی الله عنه په ډیره احسن توګه د خپل مربي او رهبر حضرت محمد صلی الله علیه وسم څخه د مشري کولو صفات زده کړي و چې د پیغمبر علیه السلام د وفات نه وروسته د ابوبکر رضی الله د خلافت په دور کې نمایا ښکاري.

8. نور صفات:

د پیغمبر علیه السلام د مشرتابه درسونه ددې تقاضا کوي چې دا ځانګړتیاوې په عمل کې راولو ځکه چې د عمل پرته زده کړه هیڅ ګټه نه لري. د مشرتابه د درسونو په برخه کې ډیر صفات راځي، له همدې امله نور صفات په اختصار سره لاندې بیانوو چې په یو مشر کې باید موجود وي او یا ددې ځانګړتیاوو تر لاسه کولو لپاره کوشش وکړي.

 هدف او پيغام باید واضح وي. د پیغمبرانو د دعوت ځانګړتیا هم دا وه چې پیغام یې مستقیم، واضح او د پیچلو فلسفو او منطق څخه پاک و. له خلکو څخه یې هیڅ مادي توقع نه درلوده او یوازې د الله سبحانه وتعالی رضا یې هدف و.

 په حق ولاړ هدف او په خپل هدف هیڅ کله معامله نه کول. پیغمبر علیه السلام ته د مکې مشرکینو د اقتدار، دولت، واده ……. وړاندیزونه وکړل لاکن پیغمبر علیه السلام دا ټول رد کړل او له خپلې حقې داعیې څخه کله هم په شا نه شو.

 څه چې وایی هغه خپله په عمل کې راوستل.

 مشکلاتو سره د مخامخ کیدو او له مشکلاتو د راوتلو صلاحیت پیدا کول.

 په اخري کامیابۍ یقیني باور درلودل.

 لوړ اهداف په خپلو شخصو ترجیحاتو مقدم کول.

 د اوږد مهاله ګټو لپاره لنډ مهاله ګټو قرباني ورکول.

 سخاوت او بښنه.

 خپل پیغام او هدف ته رسیدل د فردي کوشش څخه په یوه پروسه بدلول.

 د جانشینی لپاره ښه منصوبه بندي کول او د نویو قیادتونو روزنه کول.

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x