لیکنېنظــر

د دوحې تړون او د سولې په لار کې پراته خنډونه، هیلې او ننګونې

لیکوال او څېړونکی: مولوي عبدالرحمن صمیم

د 2020 زېږدیز کال د فبروری د میاشتې په 29مه نېټه د قطر عربی هېواد په دوحه کې د څه کم یو کال اوږدو او ستړی کوونکو مذاکراتو په ترځ کې د طالبانو او امریکایانو تر منځ د بهرنیو قواوو د انخلاء تړون لاسلیک شو.

له یادو مذاکراتو په اوږدو او له تړون راوروسته د افغانستان د شخړې د سوله ایز حل په باب د کور د ننه او بهر د مشت نمونه خروار په توګه لاندینی راولاړې شوې اندېښنې او پوښتنې تر بحث لاندې نیول کیژي:

  • آیا د دوحې تړون یوه لاسته راوړنه یا فتحه بللی شو؟ کټې او لاسته راوړنې یې څه دي
  • د دوحې له تړون یا په ټوله کې د سولې له پروسې څخه د امریکایانو احتمالی موخې څه دي؟
  • د مذاکراتو په اوږدو کې او له تړون وروسته د طالبانو له تعامل څخه د امریکایانو تمې او انګیرنې څه دي؟
  • آیا امریکایان کولی شي چې د خپلو موخو یوه برخه له مجاهدینو سره د تړون پواسطه ترلاسه کړي؟
  • د تړون په ضمائمو کې څه دي؟
  • د امریکا د حکومت د بېلابېلو اړخونو ترمنځ د افغانستان په اړه د اجماع د نه شتون اسباب
  • لومړنی اختریزاوربند که تېروتنه
  • امریکایان او کابل اداره ولې په اوربند ټينګار کوي؟
  • روس، چین او ایران له خوا د کابل له رژیم سره د طالبانو د یو ځای کېدو لپاره هڅې…
  • هغه تبليغات چې ګواکی د دوحې له تړون څخه وروسته د طالبانو جګړه جهاد نه بلکه وروروژنه ده…
  • په اوسني نظام کې هېڅوک اسلامي شعائرو ته سپکاوی نه کوي نو بیا څنګه هغوی د کافرانو مزدوران بللی شو؟

غواړو په دغه لیکنه کې پورته او ورته نورې اړوند پوښتنې، هیلې او شته ننګونې د تېر تاریخ، عقلي او نقلي دلایلو  په رڼا کې تر بحث لاندې ونیسو تر څو وکولای شو له درنو لوستونکو سره د دوی د پوښتنو او اندېښنو په ځواب موندلو کې مرسته وکړو.

دا یو ټولمنلی حقیقت دی چې د امریکایانو پر خلاف د افغانستان د ولس جهاد په پوره بریالیتوب سره مخ په وړاندې روان دی. پر دې هم پوره ډاډه یو چې د جهاد په رهبرۍ کې واقع خلک د دښمن له مکاریو او شومو موخو څخه پوره آګاهي لري او هیڅکله به دوکه ونه خوري. د جهاد  او مبارزې په جاري ساتلو سره به د مکار دښمن ټول پلانونه خنثی کړي؛ تر هغه پورې چې د اشغالګر دښمن او د هغوی د غلامانو ټغر  په بشپړه توګه ور ټول او د الله تعالی په رحم او کرم سره د هغوی د الحادي فتنو او شرونو ټول ډولونه له بیخه وایستل شي.

څرنګه چې د جهاد اصلي موخه د الله تعالی د کلیمې لوړوالی  دی او په دې لاره کې تر ټولو لوی خنډ د کفري ځواکونو د لښکرو شتون ؤ  مګر اوس یې د وتلو ژمنه کړې ده نو دا د فتحې او بریا په لور یو ستر ګام او لاسته راوړنه بلل کیدای شي، مګر ریښتینې سولې او فتحې ته تر رسیدو پورې لا هم اوږد مزل پاته دی، ځکه اوس هم ډیر داسې خنډونه شته چې باید له مخې لرې کړل شي. د نمونې په ډول د کابل اداره او د هغې ټول استخباراتي او نظامي ارګانونه، همدارنګه ټولې هغه ډلې او مؤسسې چې په تیرو شلو کلونو کې د سیاست، مطبوعاتو او اقتصاد په برخو کې د امریکایانو په اشارو چلېدلي او غواړي هیواد مو لکه تر دې وړاندې چې ؤ، هماغسې د غرب په فکري، سیاسي او اقتصادي غلامۍ کې لتاړ پاتې شي.

له دې امله که دغه تړون چې لا تر اوسه یې بشپړه عملي بڼه نه ده موندلې او دا هم نه ده مالومه ‎چې امریکایان به تر کومې کچې د تړون پلی کېدو ته ژمن پاتې شي او کوم خنډونه به په دې لاره کې جوړ کړي؛ فتح وګڼو نو دا به تر وخت ډیره وړاندې خبره وي او امکان لري چې دغه ډول فکر او تصور ځینې مجاهدین پر دې قانع کړي چې جهاد او مبارزه نوره پای ته ورسیده او پکار ده چې خپل عادي ژوند ته را وګرځي، په ځانګړې توګه کله چې اوربند رامنځته کیږي نو د دغسې غلط فهمۍ خطر به ډیر زیات وي.

په داسې یو مشکوک چاپېریال کې به ستونزمنه وي چې طالبان دې له وخت مخکې یادو پرمختګونو ته د یوې ملموسې لاسته راوړنې په سترګه وګوری او پدې توګه خپلو ځواکونو ته د ورته خوشباوری او ډاډ انګیرنه ورکړي.

خو پر دې هر څه سربیره بیا هم د تړون په لاسلیکېدو سره د هېواد په ټولو کلیوالو سیمو کې عام وولس د تړون د یوې ملموسې لاسته راوړنې په توګه د ارام ساه ایستلې او پدې توګه طالبانو ته ستره معنوي بریا او روحیه په برخه شوې او د کاملې فتحې لاره یې ورته پرانیستې ده په دې هیله چې د د ننګ او غیرت پر دې لاره په پوره ثبات او استقامت سره مزل روان وساتي او هیڅکله هم د خیالي مصلحتونو او په مخ کې پرتو طراحی شوو سرابونو په لوري ولاړ نه شي.

په دې کې شک نشته چې د طالبانو مشرتابه کې تر بل هر چا ډیر په دې ښه پوهیږي چې موږ په هیواد کې د الله تعالی د کلیمې د لوړوالي او سوچه اسلامي نظام  د ټولو افغانانو غوښتنه او ارمان دی، نو د تېر جهاد د تجربو په رڼا کې به کله هم  طالب مشرتابه د امریکایانو د تحت حمایه رژیم له بقایاوو سرهد ګډ یا ایتلافي حکومت په رامنځ ته کېدو باندې سلا نه شي نو ځکه خو طالب ځواکونو ته دا خبره   واضحه ده چې د سرتاسري او ریښتینې فتحې تر لاسه کولو لپاره دې یوه شېبه هم له خپلو جهادي مسؤلیتونو څخه نه غافله کیږي او خپل سنګرونه به د تیر په څېر ګرم وساتي ځکه له دوی سره له دې پرته بله لاره نشته چې د کفر او نفاق وروستي دیوالونه د جهاد په اوسپنیزو ګرزونو سره ویجاړ کړي او په ټول هیواد کې د اسلام بیرغ په فاتحانه انداز سره ورپوي.

الله تعالی د قتال مقصد او غایه د فتنو پای ته رسیدل او د الهي دین غلبه ټاکلې ده نو تر هغې چې دا هدف لاسته نه وي راغلی د فتحې دعوه نشو کولی. په دې کې هم شک نشته چې د فتح څرکونه په افق کې را ښکاره شوي او هیله لرو چې د الله تعالی په مرسته به ډیر ژر خپل اصلي مرام ته ورسیږو.

قال الله عزوجل: 

)وَٱقۡتُلُوهُمۡ حَيۡثُ ثَقِفۡتُمُوهُمۡ وَأَخۡرِجُوهُم مِّنۡ حَيۡثُ أَخۡرَجُوكُمۡۚ وَٱلۡفِتۡنَةُ أَشَدُّ مِنَ ٱلۡقَتۡلِۚ(

وقال ایضا: (وَقَٰتِلُوهُمۡ حَتَّىٰ لَا تَكُونَ فِتۡنَةٞ وَيَكُونَ ٱلدِّينُلِلَّهِ)

وقال الله تعالی: (وَلَن تَرۡضَىٰ عَنكَ ٱلۡيَهُودُ وَلَا ٱلنَّصَٰرَىٰحَتَّىٰ تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمٰۡۗ(

د دغو مبارکو آیتونو په رڼا کې موږ په دې پوره باور او ایمان لرو چې دښمن هیڅکله له ریښتینو مسلمانانو څخه نه راضي کیږي او له غدر، مکر او فریب څخه لاس نه اخلي. په همدې اساس موږ په پوره باور ویلی شو چې امریکایان د سولې برنامه د خپلو جنګي تکتیکونو یوه برخه ګڼي، هغوی کله هم له مجاهدینو سره د ریښتینې سولې او په افغانستان کې د ثبات او کراري غوښتونکي نه دي، بلکې هغوی په نظامي ډګر کې د مجاهدینو په وړاندې له ماتې خوړلو وروسته دا ځل په سیاسي ډګر کې د مجاهدینو د ماتولو په نیت میدان ته راوتلي او خپل بخت ازمايي تر څو د خپلو تحت الحمایه رژیم په مرسته په سیمه او د هیواد په داخل کې افغان مسلمان ولس د جهاد له ثمرې څخه یو ځل بیا بې برخې کړي او په هیواد کې د اسلامي نظام د جوړیدلو مخه ونیسي. معنی دا چې هغوی به یوازې هغه وخت راضي شي چې موږ د جهاد او دین لاره پرېږدو او د دیموکراسۍ تر نوم لاندې د الحاد او بې دینۍ نظام ته پناه یوسو او په دې توګه  د هغوی د ملت او دین پیروي وکړو.

نن که امریکایان ظاهراً ځانونه سولې ته ژمن ښيي دا زموږ د مجاهد او میړني ولس د سرښندنو او قربانۍ پایله ده او دا څرګندوي چې لله الحمد امریکایان په نظامي اړخ کې پوره او هر اړخیزه ماته خوړلې ده او اوس مهال له مکر او دوکې پرته بله لاره نه ده ورپاتې. هغوی په دې خبره اعتراف کوي چې په افغانستان کې یې جګړه له ماتې سره مخ ده  او د افغانستان قضیه نظامي حل لاره نه لري نو پکار ده چې له سیاسي لارې ورته د پای ټکی کېښودل شي. د هغوی دا اعتراف د مجاهدینو د بریا او د اشغالګرو ځواکونو د ماتې ستر دلیل دی.

خو مجاهدین دې ته پوره متوجه دي چې د تاریخ په اوږدو کې همیشه د اسلام مکارو دښمنانو له خپلې نظامي ماتې وروسته سیاسي چالونو او مکارۍ ته لاس اچولی او تاریخ پر دې هم ګواه دی چې ډیری وختونه مجاهدین د خپلې خوشباورۍ په سبب د دغه ډول سیاسي لومو ښکار شوي او د جنګ د ډګر لاسته راوړنې یې  د میز پر سر بایللې دي.

څرنګه چې جګړه د دې مبارک حدیث (الحرب خدعة) په اساس دوکه او چال دی نو موږ ته هم پکار ده چې نه یوازې له دې فریب او دهوکې څخه خبر واوسو بلکې د دیني حکمت په اساس د دښمن له دوکو او مکرونو سره مقابله وکړو. دا تړون او سوله باید د یوې نرمې جنګې وسیلې په توګه وکاریژی تر څو د دښمن مورال کمزوری او ليکې یې سره وپاشل شي او د کار په پای کې دښمن ته په جګړيیز میدان کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دین او سیرت د فطرت، د صدر اسلام د اسلافو او خپل میړني ولس د تاریخ مطابق ماتې ورکړل شي.

مجاهدین د امریکا له دې مکارۍ څخه بشپړه آګاهيلري او هیڅکله به هم پر دښمن باور ونکړي ځکه پوهیږي چې پر کافرانو او مکارانو باور کول داسې دي لکه یو کس چې د دښمن په لومه کې لویدلی وي اود تیرو جهادي رهبرانو او تحریکونو په څیر یې له غلامانو او اشغالګرو کفارو سره ائتلاف کړی وي مګر د دښمن تر سیوري لاندې د جاهلیت او کفر په نظامونو کې د اسلام په نوم په څو درواغجنو شعارونو او نښو ځان غولوي.

د الله تعالی د دې قول )وَأَخۡرِجُوهُم مِّنۡ حَيۡثُ أَخۡرَجُوكُمۡ) مطابق، موږ پر دې ښه پوهیږو چې له هیواد څخه د دښمنانو ایستل له نظامي لارې پرته بله چاره نه لري ځکه چې د آیت شریف شروع د قتال په امر سره شوې ده او د اخراج کلیمه د زور او قوت په واسطه د هغوی په ایستلو دلالت کوي. له دې حقیقت څخه هم هیڅکله نه یو بې پروا چې د الله تعالی په لاره کې د قتال اساسي موخه یوازې له هیواد څخه د کفارو ایستل نه دي بلکې د فتنو د ټولو ډولونو لمنځه وړل، د ټولو کفري ادارو او نظامونو د ټغر ټولول او د کفارو د شان او دبدبې د ټولو نښانونو له منځه وړل دي، (د شاه ولی الله دهلوی رحمة الله علیه په خبره ”فک کل نظام“) چې طبیعي خبره ده دا ټول موارد په آرامۍ او د خبرو له لارې منځته نه شي راتلی. همدا وجه ده چې الله تعالی فرمايي: (وَقَٰتِلُوهُمۡحَتَّىٰ لَا تَكُونَ فِتۡنَةٞ ) او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي چې (إن الله لیزع بالسلطان ما لا یزع بالقرآن). نو ځکه خو باید ټول پر دې پوه شو چې دښمن د سولې له پروسې څخه بله موخه لري، نه په افغانستان کې سوله او کراري غواړي او نه د خپلو نظرونو په ښکاره کولو کې په راستۍ سره عمل کوي.

موږ ډاډه یو چې اوس به د تړون د تطبیق په برخه کې د امریکایانو له برخورد، هره ورځ د تړون له توافقاتو څخه د هغوی له سرغړونو( په ځانګړي ډول د جنګي بندیانو د آزادیدلو په برخه کې)، د مجاهدینو په مرکزونو، عامو کلیو او د مجاهدینو تر واک لاندې سیمو باندې د بمباریو له لیدلو او د کفري هیوادونو له لوري له خپلو غلامانو سره د رنګارنګ وسلو  او ملیونونو مرمیو له کومک کولو وروسته به د هغو کسانو سترګې هم خلاصې شوې وي چې د امریکا د نېک نیت په اړه خوشبین ول او د سولې پروسې ته یې د امید سترګې اړولې.

ښایي هغوی به هیله لرله چې دا نړیوال خیانت ګر چې په ژمنو ماتولو کې په نړیواله کچه مشهور  دي او پر دې سربیره کوم تړونونه یې چې له مقابل لوري سره د ځان او خپلو مزدورانو په ګټه تشریح کړي دي؛ له هغو څخه یې هم تېښته کړې ده، کیدای شي چې دا ځل دروغ ونه وايي، خو دا یوازې تش امیدونه دي چې ډیر ځلې خاورې شوي دي.

د تړون لاسته راوړنې

دا یوه اجتهادي مسئله ده چې فقهې اوسیاسي بصیرت ته اړتیا ډیره لري. لله الحمد موږ ډاډه یو چې جهادي مشرتابه په پوره معنی له هغې څخه برخمن دی او باور مو دی چې د دې کار په ټولو پایلو له ژور فکر او غور کولو وروسته به دې نتیجې ته رسیدلي وي چې د امریکایانو دا درواغ هم ټولې نړۍ ته رسوا کړي. پر  دې هر څه سربیره باید په دې اړه د تاریخ په اوږدو کې د انګرېزانو او امریکایانو د غداریو او دوکو په نظر کې نیولو سره لازم تدابیر ونیول شي تر څو دښمن ته له تړون څخه د ناوړه ګټې اخیستنې موقع په لاس ورنه شي، خپلو شومو اهدافو ته ونه رسیږي او موږ د جهاد له ثمرې څخه بې برخې او محروم نکړي په دې اساس د تړون لاندینی ملموسې لاسته راوړنې د پام وړ بللای شو:

۱ــ  د وخت د فرعون له لوري په خپله نظامي ماتې باندې اقرار کول او ظاهراً له یو کوچني ځواک سره مذاکراتو ته کیناستل او یوې موافقې ته ورسره رسیدل د وخت د ټولو فرعونانو په ځانګړي ډول د امریکایانو لپاره چې د کبر ښکر یې مات شول؛د سترې شرموونکې ماتې په معنی ده.

۲ــ  د سولې پروسې او په پای کې د تړون لاسلیک مجاهدینو ته د یوه ملي سیاسي او نظامي ځواک حیثیت ورکړ او نړیوالو ته یې ور وپېژندل.  تر دې چې دا تړون د یوه قانوني سند په حیث اسلامي امارت ته په هیواد کې د اشغالګرو پر وړاندې د آزادۍ د یوه تحریک په توګه  رسمیت ورکوي، او طالبان یې د بالقوه حکومت بلکې په خپلو تر لاس لاندې سیمو کې د بالفعل حکومت په توګه خلکو ته ور معرفي کړل چې پکار ده اسلامي امارت له خپل دې حیثیت څخه په استفادې سره د نړیوالې دیپلوماسۍ او له خبري رسنیو سره د اړیکو په مرسته د افغانستان د حالاتو، له مجاهدینو څخه د ملت د ملاتړ او له داخلي او بیروني مجرمانو او غارتګرو څخه د ولس د زجر او کړاو په اړه غږ پورته کولو کې زیات کار واخلي.

۳ــ  په توافقنامه کې د اسلامي امارت په نوم باندې د مجاهدینو ټینګار او په ځینو ځایونو کې له هغوی څخه داسې غوښتنې چې له یو دولت او حکومت سره اړوندیږي؛ پر دې باندې د اعتراف کولو په معنی ده چې امریکایانو ته معلومه ده چې له هیواد څخه د اشغالګرو قواوو له وتلو وروسته د کابل اجیر نظام پرځي او د افغانستان راتلونکي واکداران او مشران مجاهدین دي.

۴ــ  د مذاکراتو جریان او د تړون لاسلیک د مزدورو چارواکو حیثیت ټول ولس او نړیوالو ته ښکاره کړ چې هغوی نه یوازې د ملت په برخلیک ټاکلو کې هیڅ رول نه لري بلکې امریکايي باداران یې هم د اتانیز په اندازه اهمیت نه ورکوي او په ډیر ټیټ حیثیت هم ورته قایل نه دي. د اوس لپاره مجاهدینو ته پکار ده چې له خپل دې حیثیت څخه دفاع وکړي، او د داخلي خاینانو او مزدورانو بې حیثیتي او بې عزتي د هیواد په داخل او په نړیواله کچه منعکسه کړي او پرېنږدي چې له هغوی سره په مذاکراتو کولو باندې یو وار بیا هغوی ته حیثیت او شان ورکړي. 

۵ــ  د مذاکراتو په دوران کې مجاهدینو ثابته کړه چې د پرېکړو واک یې د شورا له خپل نظام سره دی او له هیڅ هیواد او لوري څخه فرمان نه اخلي او نه په دې اړه د چا خیال ساتي، نه داخلي او خارجي فشارونو ته غاړه ږدي او نه د شریعت له احکامو پرته د بل شي تابعداري کوي.

۶ــ  د تړون له لاسلیک څخه د نړیوالو ښه راغلاست او هرکلی، د لاسلیک په مراسمو کې د بیلابیلو هیوادونو د لوړ رتبه هیئتونو ګډون او له هغه وروسته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري یې تائیدېدل؛ امارت او پخپله دې معاهدې او تړون ته نړیوال حیثیت ورکوي.

۷ــ  د مجاهدینو د یو شمیر بندیانو خلاصون د هغوی د نورو مجاهدینو وروڼو مورال لوړوي او ليکې یې تقویه کوي.

۸ــ  د تړون یوه بله ګټه او خوبي چې کیدای شي دلته یې یادونه د بحث د اوږدوالي سبب شي؛ دا ده چې د کابل ګوډاګي رژیم او ملاتړو به یې مجاهدین د سولې مخالفین ښودل مګر مجاهدینو په مذاکراتو او ډیر زیات انعطاف سره -چې زما په نظر د ضرورت له اندازې هم زیات ؤ-  ټولو ته وښوده چې سولې ته ژمن دي خو داسې سوله نه چې امریکا ته د تسلیمۍ  او د هغوی له اجیرانو سره په واک کې د ونډې اخیستو په معنی وي بلکې سوله د هغې د اصلي معنی په توګه چې کړیدلي ولس ته به یې ډالۍ د یو سوچه اسلامي نظام جوړیدل وي؛ داسې یو نظام چې ټولنیز عدالت پلی او د ظالمانو لاسونه د تل لپاره له کړیدلي او مظلوم ولس څخه غوڅ کړي.

پر دې ټولو سربیره دا تړون ځینې نیمګړتیاوې هم لري، موږ دغه موارد خپلو وروڼو ته په ځانګړي او خصوصي ډول لیکلي دي تر څو هغوی په راتلونکي کې دغه ډول مسائلو ته زیاته پاملرنه وکړي. او ښايي دغو وروڼو به له پیل څخه دغه ټول موارد او یا لږ تر لږه د هغو یوه برخه درک کړې وي، د خبرو اترو (مذاکراتو) په جریان  کې به یې تر ډیره هڅه کړې وي چې تر لاسه یې کړي مګر  بیا هم نه دي توانېدلي چې دغې موخې ته ځان ورسوي. د هغو نقاطو له جملې څخه د ځینو یادونه دلته هم کوو:

۱ــ  دا چې مذاکراتو له یو کال څخه ډیر وخت واخیست، دښمن ته یې د مانور کولو موقع په لاس ورکړه. سي آی اې او امریکايي جنرالانو وکولای شول چې دا چاره دومره وغوځوي چې د امریکایي ځواکونو وتل په ۲۰۲۰ کال کې پای ته ونه رسیږي، معنی دا چې دغه مسأله د ټرمپ راتلونکې او یا د نوي رئیس جمهور دروې ته پاتې شي.

۲ــ  زموږ په نظر د امریکایي قواوو د وتلو لپاره د ۱۴ میاشتني مهال ویش منل کیدای شي د تړون د عملي تطبیق پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ وي، ځکه پکار وه چې امریکایانو ته یوازې هغومره وخت ورکړل شوی وای څومره چې د هغوی د ځواکونو د ایستلو لپاره لازم ؤ، نه د هغوی د خوښې مطابق وخت . دا ۱۴ میاشتنی مهال ویش له یوې خوا د امریکا استخباراتو او دفاع وزارت ته کافي وخت په لاس ورکوي تر څو اوبه خړې او ماهیان پکې ونیسي او له بلې خوا امریکایانو ته په بین الافغاني مذاکراتو کې د مداخلې کولو فرصت په لاس ورکوي.

۳ــ  زما په نظر دا چې تر دې وړاندې د امارت دریځ دا ؤ چې موږ له امریکایانو سره یوازې د دوو موضوعاتو په اړه خبرې کوو چې هغه د خارجي قواوو وتل او د امارت له لوري دا تضمین ورکول دي چې د هیواد خاوره به یې د نورو خارجي هیوادونو پر خلاف نه کارول کیږي؛ او د افغانستان اړوند داخلي مسائلو کې به هغوی ته د مداخلې او خبرو کولو اجازه نه ورکوو نو پکار وه چې په تړون کې بین الافغاني مذاکرات او د اوربند موضوع نه وای یاده شوې ځکه امریکایان غواړې چې د بین الافغاني مذاکراتو په یادولو سره او د لسو ورځو په داخل کې د بندیانو له خلاصون وروسته د اوربند په اړه د خبرو اترو په وسیله د کابل لاسپوڅي حکومت ته د رسمیت ورکولو زمینه برابره کړي.

۴ــ  باید په تړون کې په څرګندو ټکو سره لیکل شوي وای چې د سولې غوښتنه دا ده چې اشغالګران باید له ټولو بالفعل او بالقوه نظامي اقداماتو څخه لاس واخلي. معنی دا چې امریکایان په هر ډول مستقیمو او غیر مستقیمو جنګي اقداماتو کې له ګډون کولو څخه ډډه وکړي. خو موږ وینو چې امریکایان لا هم جنګي عملیاتو ته دوام ورکوي، د مجاهدینو د سنګرونو او تر لاس لاندې سیمو بمبارول یې جاري ساتلي خو د دې پر خلاف له مجاهدینو څخه بیا د اوربند غوښتنه کوي تر څو د جهاد سنګرونه ساړه کړي. دې حالت ته په کتلو سره له امریکایانو سره زموږ اوربند یو طرفه ښکاري. خو لکه مخکې مو هم چې یادونه وکړه؛ کیدای شي چې مجاهدینو وروڼه به د جنګي جبهو د حالاتو په نظر کې نیولو سره روان وضعیت د مجاهدینو په ګټه بولي.

۵ــ  باید مجاهدینو په تړون کې له مقابل لوري څخه دا ژمنه اخیستې وای چې تر دې وروسته به اشغالګران هغه که اروپایان دي او یا امریکایان؛ د افغانستان په راتلونکي حکومتي نظام، د اساسي قانون په بڼه او د خلکو د ژوند کولو په طرز او طریقه کې مداخله نه کوي. دا نړیوال خیانتګر نه یوازې دا چې د کابل له ادارې څخه دفاع کوي او په هره برخه کې مرستې ورته رسوي بلکې زموږ په داخلي او آن دیني امورو کې هم لاسوهنه کوي، تر دې چې غوښتنه یې کړې وه چې د امارت په مذاکراتي ټیم کې باید ښځینه استازي هم شتون ولري.

د سولې له پروسې څخه د امریکایانو محتملې موخې

موږ په دې کې هیڅ شک او تردید نه لرو چې له مجاهدینو سره له تړون کولو څخه د امریکا موخه دا ده چې د نظامي ډګر شکست له دې لارې په بریا بدلکړي. په دې معنی چې مجاهدینو ته تمه ورکړي او هم یې په سیمه کې د خپلو ګوډاګیانو په وسیله دې ته تیار کړي چې د دیموکراسۍ او انتخاباتو په نوم هغه غربي نظام چې په زیاترو اسلامي هیوادونو کې یې پياده کړی دی؛ دوی هم ومني او د نورو په څیر دوی هم د مالګې په دې کان(معدن) کې مالګه کړي. په پارلمان کې له جنایتکارانو، قاتلانو، بې پردې او بې حیا ښځو، مشهورو غلو او ظالمانو او ملحدو افرادو سره څنګ په څنګ کیني او په اداره کې ورسره شریک شي. په دې سره به دوی خپل هغه عزت او مقام چې د جهاد په میدان کې يې ترلاسه کړی  ؤ، په دومره آرزانه او آسانه توګه له لاسه ورکړي او بیا به د خلافت، دیني حکومتولۍ او د شریعت د اصولو خبره په خوله نه را وړي. یعنې دا چې په ظاهره به مجاهدین بریالي ښکاري او کامیابي به یې ترلاسه کړې وي خو اصلي بریا به د کفري نظام او د هغه د ټولو جاهلي ارګانونو په برخه وي.

دښمن ته به تر دې ستره بریا بله کومه وي چې وکولی شي د روان جهاد رهبري (مشران) د شپېتمې لسیزې د جهادي تنظیمونو د مشرانو سطحې ته را ښکته کړي؟  او د هیواد ټولو وګړو ته ثابته کړي چې دا جګړه د اسلامي نظام په څیر لوړو او علیا اهدافو لپاره نه؛ بلکې د چوکۍ او قدرت د ویش پر سر وه؟

پر دې سربیره امریکایان غواړي چې له دې لارېځینې لاندې ذکر شوې مقاصد هم ترلاسه کړي: 

۱ــ  غواړي مجاهدینو ته د غوړو، لویو او مغرضانه وړاندیزونو په وسیله د مجاهدینو په ليکو کې درز رامنځته کړي او د صف یووالی یې له منځه یوسي، او کیدلی شي هغه کسان چې د اسلام د مبارک دین له ماهیت سره آشنا نه وي او دا ورته نه وي معلومه چې اسلامي نظام هیڅکله هم له کفارو سره د تړونونو او د هغوی په وړاندې د تنازلاتو له لارې نه برپا کیږي؛ په دې توګه قانع کړي چې که زموږ اهداف په دومره آسانۍ او له وینې تویېدلو پرته ترلاسه کیدلی شي نو پکار ده چې په نظام کې ور داخل شو، تر یوې اندازې له امریکایانو سره په غاړه لاړ شو او په ځینو مواردو کې انعطاف وښيو. خو دا یقیني ده چې په دې کار سره به د مجاهدینو په لیکو کې تفرقه رامنځته کیږي ځکه چې مخلص او له تیرو څلوېښتو کالو راهیسې په دې لاره کې مبارزه کوونکي او قرباني ورکوونکي مجاهدین به هیڅکله دې رسوايي او ذلت ته غاړه کښېنږدي ځکه هغوی د شریعت له احکامو او د دین له غوښتنو څخه نه شي پر شا کیدلی او خدای مکړه د مجاهدینو په لیکو کې دغه ډول اختلاف به د هغوی د کمزورتیا او د دښمن د کار د آسانتیا سبب شي، خو ان شاء الله چې دا هیله به یې ترسره نه شي.

۲ــ  امریکایانو د سولې له  روانې پروسې او تړون څخه د مجاهدینو د استقامت او ثبات د ازمایلو د یوې وسیلې په توګه کار اخیستی او زما په نظر څومره چې توقع کیدله؛ مجاهدینو تر هغه زیات انعطاف او سولې ته خپله لیوالتیا ښودلې ده. دښمن له دې انعطاف او تیریدنې څخه داسې ګڼلې ده چې مجاهدین نور د جګړې د دوام حوصله او توان نه لري، ستړي  شوي دي او د دوی د هغې نظامي ستراتیژۍ په پایله کې کومه چې له وحشي بمبارونو او په کلیو او کورونو باندې له شپنيو عملیاتو سره مله وه؛ دې ته تیار شوي دي چې سولې ته را وګرځي. د امریکا ګڼ شمیر نظامي او سیاسي رهبرانو په ځانګړي ډول ټرمپ  هم څو څو وارې دغه ډول ادعا کړې ده چې د امریکا د بې مخینې (بې سارې) بمبارۍ او د جګړې د شدت پالیسۍ طالبان نن دې ته  تیار کړي دي چې د خبرو مېز ته کیني.

۳ــ  ډیر امکان لري چې د امریکا حکومت دې د سولې روانه پروسه د امریکا، لویدیځو هیوادنو او د افغانستان د خلکو په سترګو کې د خاورو اچولو لپاره په کار اچولې وي ځکه چې د امریکا عام وګړي او د مخالفو ګوندونو سیاسیون په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو په پاتې کیدو باندې نیوکه کوي او ډیری خلک( د وروستیو شمېرو په اساس ۷۳٪) په ځانګړي ډول تقاعد شوي نظامیان او د هغوی کورنۍ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو غوښتنه کوي. په دې اساس د امریکا حکومت غواړي په خپلې دې مکارۍ سره چې په پای کې به له ناکامۍ سره مخ شي، هغوی ته دا ثابته کړي چې موږ ته له جګړې پرته بله لاره نه ده پاتې. خپلو وګړو ته به وايي چې تاسې وکتل، موږ له طالبانو سره خبرو ته کېناستو او هر ممکن تنازل مو وکړ خو هغوی لا هم پر جګړه ټینګار کوي او پر موږ یې د سولې لاره تړلې ده، په پای کېبه امریکايي دولت وتوانیږي چې د افغانستان د جګړې لپاره له خپلې خوښې سره سمه جنګي بودیجه ترلاسه کړي.

۴ــ  د امریکا له مقاصدو څخه یو دا هم ده چې د اوربند او اورکم په نومونو سره کرار کرار جهادي سنګرونه ساړه کړي او مجاهدینو ته د بندیانو د خلاصون او مذاکراتو درواغجنې هیلې ورکړي. تر څنګ یې له هغوی څخه غواړي چې د ښه نیت ښودلو لپاره باید د خپلو عملیاتو کچه ټیټه وساتي بلکې د کورونا، روژې، اختر او بندیانو د آزادیدو په نوم دې خپل عملیات پای ته ورسوي، ( په داسې حال کې چې ګوډاګۍ اداره د امریکایي جنرالانو په ملاتړ اعتراف کوي چې د اسلامي امارت  تر واک لاندې سیمو باندې یې یرغلیز(تهاجمي) عملیات پيل کړي دي). په دې طریقې سره به هغوی د پسرلي او اوړي موسمونه په داسې شکل سره تېر کړي چې د مجاهدینو د عملیاتو کچه به ښکته وي او دښمن به وکولی شي چې لا زیات تجهیزات تر لاسه، خپل افراد تربیه او تازه دمي کړي. هغه وخت به په ډیرې آسانۍ او چټکتیا سره وتوانیږي چې خپل عملیات سخت کړي، مجاهدین غافله وساتي او خدای ناخواسته د مجاهدینو د څو کلونو خوارۍ او لاسته راوړنې په اوبو لاهو کړي.

له تړون وروسته د طالبانو له تعامل څخه د امریکایانو انګیرنې

د مذاکراتي ټیم د ځینو غړیو خبرې، همدارنګه سولې او پخلاینې ته د هغوی سالمه علاقه مندي او هغه هڅې یې چې غواړي د خپل ملت د درد دوا وګرځي او د بیروني او داخلي دښمن د بې حیایۍ او سپکې رویې په وړاندې د هغوی نرمه لهجه ممکن له دښمن سره دا فکر پیدا کړي چې مجاهدین ستومانه شوي دي او د کابل له ادارې سره د راتلونکي حکومت پر سر جوړجاړي او انعطاف ته تیار دي. د نمونې په ډول د امارت د هیئت د ځینو محترمو غړیو هغه څرګندونې چې تېر کال یې په روسیه کې وکړې او کیدای شي چې له امریکایانو سره په مذاکراتو کې يې هم دغه ډول خبرې کړې وي؛ ښايي دښمن ته به یې داجرأت او هیله ورکړې وي چې ووايي طالبان هم نور له جګړې ستومانه شوي او اقرار کوي چې د افغانستان جګړه نور نظامي حل نه لري او پکار ده چې له سوله ايزې لارې حل شي.

د اسلامي امارت د هیئت یو غړي په خپلو څرګندونو کې وویل چې د هرې جګړې پرېکړه د مذاکراتو د مېز پر سر کیږي. خو داسې نه ده ځکه اسلامي تاریخ ګواه دی چې د اسلام او کفر ترمنځ ټولې ریښتینې پرېکړې د خبرو اترو د مېز پر سر نه بلکې د کفر او فتنو پر خلاف د جهاد او مبارزې په میدانونو کې شوې دي.یو څو نمونې یې دا دي: د رسول الله صلی الله علیه وسلم غزاګانې او د صحابه کرامو او تابعینو د زمانې فتوحات، د اسلامي تاریخ نورې مشهورې معرکې، همدارنګه د بیت المقدس، قسطنطنیې، هند او نورو سیمو فتحې. که داسې وای نو بیا ولې الله تعالی جهاد د کفر او فتنو د استیصال او د دین د غلبې ذریعه ګرځاوه؟ او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې قول ( ان الله لیزع بالسلطان ما لا یزع بالقرآن) معنی څه کیدای شي؟

بیا یې وویل چې د خبرو مېز ته د امریکایانو راتګ یو مثبت ګام دی او موږ یې درناوی کوو. دا یې هم وویل چې موږ تیار یو له اثر او رسوخ لرونکو افغاني اړخونوسره د حکومت او اساسي قانون په جوړښت باندې خبرې وکړو. خو د حیرانتیا خبره دا ده چې ځینې وختونه دغه ډول خبرې او کلیمې امارت ته په منسوبو لیکنو او بیانونو کې هم لیدل کیږي او چاپیږي. د نمونې په توګه وايي ”څرنګه چې نور هر سړی له جنګ جګړو ستړی شوی او غواړي دغو مرګونو او دردونو ته نور د پای ټکی کېښودل شي، له دې وجې نه موږ د سولې پروسې ته هغه وخت هم ژمن پاتې شووکله چې امریکایانو د خبرو اترو او مذاکراتو دروازه وتړله ځکه موږ پوهیږو چې د جګړې د دوام په صورت کې تر هر چا زیات زیان او ضررافغانان ګالي“.

په یو بل ځای کې ویل شوي دي چې ”په دغه ډول خبرو اترو او مذاکراتو کې له دوه اړخیزو تنازلاتو پرته د سولې موافقې ته رسیدل امکان نه لري“.  بیا وايي:”موږ ټولو ته ډاډ ورکوو چې د افغانستان د راتلونکي حکومت جوړښت به د افغانانو په اجماع پورې تړلی وي.

په بل ځای کې وايي چې ”نړیواله ټولنه باید له جګړې وروسته په افغانستان کې د بیا رغونې لپاره له موږ سره پاتې شي  ځکه د نړیوالې ټولنې مرسته او همکاري زموږ د هیواد د ثبات او پرمختګ لپاره اړینه ده او موږ تیار یو چې د متقابل درناوي په اساس له خپلو نړیوالو شریکانو سره یو ځای د تلپاتې سولې او د افغانستان د رغونې لپاره کار وکړو.“

دا یقیني خبره ده چې دغه ډول څرګندونې به دښمن ته دا تمه ورپیدا کړي چې ګواکې موږ په ریښتیا له جګړې ستړي شوي یو او کولی شي چې موږ د سیاسي چالونو، مذاکراتو ، سیمه اییزو او نړیوالو فشارونو او نورو لارو چارو په واسطه له سمې لارې منحرف او بې لارۍ ته سوق کړي او دردېدلی ولس مو د جهاد له ثمرو بې برخې کاندي.

په سیمه ایزه کچه د امریکایانو موخې

دا خو څرګنده ده چې په افغانستان باندې د امریکا د یرغل پریکړه کومه سمدستي فیصله نه وه چې د سپتمبر د ۱۱ د پېښو په عکس العمل کې دې یې کړې وي بلکې امریکایانو له ډیر پخوا څخه د دې یرغل لپاره تیاری نیوه او زمینه یې ورته برابروله. په اصل کې امریکایان افغانستان ته د اسلامي نظام او جهادي فکر پر خلاف د جګړې کولو لپاره راغلي دي او همدا سبب ؤ چې بش د جګړې په پیل کې دا جنګ یوه صلیبه جګړه اعلان کړه.

موږ په هغې مرکې کې په پوره تفصیل سره په دې موضوع باندې بحث کړی ؤ او د دلایلو او شواهدو په مرسته مو په سیمه او افغانستان کې د امریکا له پټو او ښکاره اهدافو څخه پرده لیرې کړې وه، نو غوره دا ده چې هغې ته مراجعه وشي ځکه چې په بل ځای کې به شاید په دومره تفصیل سره نه وي بیان شوي. دلته د هغو اهدافو یوازې لنډیز را اخلو:

۱ــ د یو داسې سوچه اسلامي حکومت  او سیاسي نظام مخه نیول چې مسلمان امت ته یې په ټوله اسلامي نړۍ کې هیلې وربښلې وې او ډیر امکان یې درلود چې په افغانستان کې له بریالیتوب وروسته د سیمې او خلیجي هیوادونو مسلمانو وګړو هم د هغه هرکلی کړی او دغسې حکومت یې هلته هم غوښتی وای او په سیمه کې یې د امریکا د لاسپوڅو حکومتونو ټغر ور ټول کړی وای. دا داسې یو څه ؤ چې په سیمه کې یې د امریکا، اسرائیلو او مزدورو شاهي کورنیو ګټې یې ننګولې.

۲ــ  امریکا په افغانستان باندې په یرغل کولو سره وکولی شول چې له جیوپولیتیکي اړخه د آسیا په ډیرو مهمو او حساسو سیمو کې لویې نظامې اډې ځای پر ځای کړي. د آسیا په زړه کې د ځای په نیولو سره یې د سیمې په سیاست کې ځان دخیل کړ. همدارنګه د چین چارپيرولو او محاصرې ته یې لاره پیدا کړه، د څلورو اتومي ځواکونو (روس، چین، هند او پاکستان) په ګاونډ کې یې ځان ځای پر ځای کړ، تر څووکولی شي هغوی تر خپل کنټرول او نظارت لاندې ونیسي. له هندوانو سره یې ستراتیژیک تړونونه وکړل او هغوی یې له چین سره د مقابلې په لومړۍ کرښه کې واقع کړل.

۳ــ  د سي آی اې اداره داسې یو هیواد ته اړتیا لري چې په ګډوډۍ کې راګېر وي تر څو هلته د تریاکو کرکېله عامه کړي او له دې لارې په ټوله نړۍ کې د خپلو خونخوارو عملیاتو لپاره بودیجه تر لاسه کړي. 

د سي آی اې دغه هدف تر سره شوې ده ځکه په افغانستان کې موجود امریکايي نظام د ټولې نړۍ د نوي سلنه تریاکو د تولید ویاړ لري. سي آی اې زرګونه افغاني جاسوسان روزلي تر څو دغې انساني فاجعې ته زموږ په ګران هیواد کې دوام ورکړي او له دې لارې د خپلو ورانکارو پروګرامونو بودیجه برابره کړي. د کابل ادارې چارواکي په زیاترو ولایتونو کې امریکایانو ته دلالي کوي، معنی دا چې له بیلا بېلو بازارونو څخه مخدره توکي اخلي او په نظامي اډو کې یې امریکایانو ته سپاري.هغوی له دې لارې سلګونه ملیونه ډالر تر لاسه کوي. دا دلالان (اتمر، محقق، اسدالله خالد، معصوم ستانکزی، اشرف غنی، د کرزي کورنۍ، سلام رحیمي او د هغه کورنۍ، عطا نور، ډاکټر عبدالله، دوستم اونور دي چې اخلاقي او مالي جرمونه او  فسادونه یې د هر عام  او خاص په ژبه جاري دي. آن تر دې چې د دولتيمحکمو او د انساني حقوقو د څار سازمان له لوري په کره اسنادو او شواهدو سره په لواطت، زنا بالجبر، قتل او له کوم جرم پرته په زندانونو کې د خلکو په ساتلو متهم دي. دا چارواکي د سي آی اې او بلېک واټر مستقیم مزدوران دي چې د تیرو شلو کالو په موده کې د ګوډاګي رژیم په مختلفو حساسو او مهمو بستونو باندې پاتې شوي دي. دلته باید دا یادونه هم وکړو چې د سې آی اې دغه مزدوران د همدې مخدره توکو د قاچاق په پیسو په جعلي ټاکنو(انتخاباتو) کې ملیونونه ډالر مصرفوي تر څو د خلکو رایې ترلاسه او د ولس د استازیتوب دعوه وکړي.

۴ــ  امریکایي جنرالان تل په دې هڅه کې وي چې په کوچنیو هیوادونو باندې یرغل وکړي، اصلي واک یې په خپلو لاسو کې وي،د هغه هیواد د ولس د شتمنیو له غلا کولو او د مخدره توکو له قاچاق څخه سلګونه ملیونه ډالر په لاس راوړي. د امریکایي جنرالانو په وینا افغانستان دوی ته دغه ټول امکانات په لاس ورکړي دي. همدا سبب دی چې دغه جنرالان د امریکایي سیاستمدارانو او خلکو له فشارونو او خپلو پرلپسې ماتو سره، سره بیا هم په افغانستان کې د خپلو ځواکونو په پاتې کیدلو باندې ټینګار کوي.

۵ــ  د غرب د سرمایه دارۍ نظام په آسیا، جنوبي امریکا او افریقا کې د دریمې نړۍ هیوادنو د طبیعي شتمنیو او معدنیاتو په چور او تالان باندې ولاړ دی. انګرېزانو د هندوستان زرګونه ملیارده ډالر پټ کړل او د اروپا صنعتي انقلاب یې د غلا او یغما په همدې پیسو رامنځته کړ. امریکایان د زور او چل ول له لارې د نړۍ تر ۲۵٪ زیات  طبیعي وسایل په ځانګړي ډول د اسلامي نړۍ تیل مصرفوي. څرنګه چې زموږ هیواد هم د زرګونو ملیاردو ډالرو په ارزښت پراخې طبیعي زیرمې (نفت، ګاز، قیمتي فلزات په ځانګړي ډول یورانیوم، لیتیوم اوقیمتي کاڼي ) لري نو ځکه د شلمې او یویشتمې پېړۍ د نړیوالو داړه مارانو ښکار ګرځیدلی دی.

۶ــ  د صهیونستانو د ځینو غلامانو او سخت دریځه عیسویانو یو هدف دا هم دی چې یو رزمنده، غیرتي او قهرمان ولس د جهاد له لارې لرې وساتي ځکه هغوی ویره لري چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مبارکو احادیثو مطابق دغه سرښندونکي مجاهدین به ان شاءالله د الملحمة الکبریْ په دوران کې د یهودو او نصاراوو د وژلو لپاره د اسلامي لښکرو په څنګ کې ولاړ وي.

د امریکایانو د موخو برخلیک

قوله تعالی: (وَمَكَرُواْ وَمَكَرَ ٱللَّهُۖ وَٱللَّهُ خَيۡرُ ٱلۡمَٰكِرِينَ )

الحمد لله، تر اوسه پورې د دښمن پروګرامونه د اوبو پر سر د رسامۍ په څېر ناکام ثابت شوي دي او الله تعالی په خپلې مهربانۍ او لوریینې سره د هغوی ناوړه موخې او پلانونه خنثیْ کړې دي. داسې معلومیږي چې نور یې له سره د اوږد مهاله او همیشني پاتې کیدو فکر وتلی او کوم خوبونه یې چې زموږ د هیواد په اړه لیدلي ول، له هغو څخه په سخت ټکان او سرګردانۍ سره را ویښ شوي دي. سختو نظامي او اقتصادي تلفاتو د هغوی ملا داسې ورماته کړې ده چې له روس ، چین او حتی د ایران غوندې کمزوري هیواد سره هم د جګړې توان نه لري. همدا وجه وه چې مجاهدینو ته د سولې له دروازې څخه را وړاندې شول او غواړي په دوکه بازۍ او مکارانه لوبو سره خپل دغه اهداف او یا لږ تر لږه د هغو یوه برخه په لاس راوړي.

په دې معنی چې که خدای ناخواسته طالبان د ټولو یرغلګرو قواوو د وتلو د وعدې له مخې (چې د خبرو اترو او مصالحې له لارې نه شي پوره کیدای او یوازې یوه درواغجنه وعده به وي) د کابل له حکومت سره خبرو اترو ته ننوځي او په پای کې په حکومت کې ونډه وال شي او یا دا چې د افغانستان د حکومت په رأس کې په داسې شکل راشي چې د امریکا روزلی نظاماو استخبارات سالم پاتې شي؛ بیا به هم د امریکایانو موخې ترسره شوې وي، لکه په پاکستان کې چې د انګریزي ځواکونو له وتلو اویا کاله وروسته هم هماغه نظام او ارګانونه باقي پاتې دي او د اسلامي نظام څرک پکې نه لیدل کیږي.

یا په بله وینا؛ په ظاهره به مجاهدین بریالي وي ځکه چې د هیواد د چارو واګي او یا د هغو یوه لویه برخه به یې په لاس کې وي؛ مګر دا به په اصل کې د هغه امریکايي نظام او اړوندو ټولو ارګانونو او مؤسساتو بریا وي، کوم چې یې په تېرو شلو کالو کې د دیموکراسي او جمهوریت تر نوم لاندې د بې دینۍ او سیکولرزم د نظام د رایجولو لپاره اوبه کړي او روزلي دي. لکه تر دې وړاندې مو هم چې بیا بیا ویلي دي؛ د امریکایانو پلان دا دی چې په ښکاره توګه مجاهدین په واک کې شریک کړي او آن که بله لاره نه پاتې نه شي نو کیدای شي چې د واک او قدرت په رأس کې د اسلامي امارت رهبري هم ومني خو په دې قیمت چې موږ به له جهاد څخه لاس اخلو، د جاهلیت او الحاد پر نظامونو د اسلام د غلبې فطري لاره (جهاد) به پریږدو او په مقابل کې به یې د لویې جرګې یا جعلي کنفرانسونو لکه د جرمني د بُن ښار کنفرانس( چې په ۲۰۰۲ کال کې د کرزي حکومت ورڅخه وزېږېد) او نورې شکمنې لارې او وسایل منو. ښايي امریکایان به په دې کار ډیر خوښ او خوشحاله شي ځکه چې د اسلام د نمونه اي نظام د منځته راتګ د مخنیوي او یو غیرتي او مجاهد ملت د جهاد پرېښودلو ته د آماده کولو په څېر خپل ستر اهداف په سمدستي توګه تر لاسه کوي او کرار کرار به خپل پاتې اهداف هم په نظام کې د خپلو جاسوسانو له لارې د څو میاشتو یا کلونو په موده کې حاصل کړي.

پر دې سربېره که خدای مکړه مجاهدین په یو ګډ (ائتلافي) حکومت کې برخه وال کیږي نو دا به ټول ولس ته ثابته کړي چې مجاهدین د قدرت او یو څو څوکیو تږي ول او دا چې اوس یې هغه هدف تر لاسه کړ نو د اسلامي حکومت حقیقت او د جهاد سترې موخې یې هیرې کړې.

دا خبره هم یقیني ده چې که دغه ناسم فکر د خلکو په ذهنونو کې ځای ونیو نو مجاهدین به د ملت ملاتړ له لاسه ورکړي او د امریکایانو او اجیرانو له لارې به یې ټول خنډونه لرې شي.له څو میاشتو او کلونو وروسته به طالبان د مزدورې اردو او هغو استخباراتي شبکو په واسطه چې د مذاکراتو په نتیجه کې باقي پاتې شوي دي؛ د ظاهري واک له صحنې هم وایستل شي او یا به په جعلي ټاکنو کې ماتې ورکړي او ذلیل او بې حیثیته به یې کړي. امریکایانو دغه ډول ستراتیژي په عراق کې کارولې ده او موږ باوري یو چې هماغه نقشه او پلان دلته په افغانستان کې هم کاروي.

که چیرې دغسې یو حالت چې موږ یې د جهاد له اوسني دینداره او رشید مشرتابه څخه ډیره لېرې ګڼو؛ رامنځته کیږي نو د اسلامي حکومت د تأسیس لاره به د یو بل نسل تر راتګ پورې بنده کړل شي. همدارنګه په ډیر لږ مصرف سره به زموږ دښمنان خپلې ټولې موخې چې مخکې یې موږ یادونه وکړه( د اشغال او د غرب د ګوډاګی نظام دوام، د اسلامي حکومت د منځته راتګ مخنیوی، د ملي شتمنیو چور او د سي آی اې په واسطه د مخدره توکو قاچاق، په مادي او معنوي توګه د افغان ځوان نسل وژل، شاوخوا سیمه تر لاس لاندې ساتل او له افغانستان څخه د یوې امنیتې اډې په توګه په استفادې کولو سره د چین محاصره او د سیمې بې امنه کول) او یا د هغو ډیره برخه له نظامي تلفاتو او زیانونو پرته ترلاسه کړي.

د تړون په ضمایمو کې څه دي 

د طالبانو د سیاسي دفتر مسؤلینو تر اوسه پورې هڅه کړې ده چې ولس تر یوې اندازې پورې په جریان کې واچوي او له معلوماتو یې خبر وساتي خو په دې کې شک نشته چې له رسنیو سره د تړون د ټولو جزئیاتو شریکول د بېلابېلو دلایلو په اساس ممکن نه دي. خو پر دې هر څه سربېره عام نظر دا دی چې مجاهدین باید له ولس سره د تړون د ضمائمو کلیات، خپلې موخې او د هغو چارو او مواردو تفصیل چې د هغو په اړه به له افغاني ډلو ټپلو سره خبرې نه کیږي؛ شریک کړي تر څو د امریکایانو او د هغوی د لاسپوڅو درواغجنو تبلیغاتو ته ځای پاتې نه شي.

د امریکا د حکومت د مختلفو لوریو ترمنځ د افغانستان د حالاتو او نظامي شتون په اړه د نظر اختلاف

د امریکایانو د نظامیانو او سیاسیونو ترمنځ د نظر اختلاف شته. سیاسي اړخونه او کارپوهان له دې اوږدې او تاواني جګړې څخه؛ چې د امریکا اقتصاد ته یې له دوه زره ملیارده ډالرو زیات زیان رسولی او د امریکا فوځ یې په یوه ماتې خوړلې اردو بدل کړی؛ ځان را ایستل غواړي مګر جګړه خوښي نظامیان او د وسلو جوړولو کمپنیانې په یوه نه یوه شکل د جګړې د دوام هڅې کوي. کیدای شي چې دا اختلافات تر یوې اندازې فکري او د امریکایي وګړو د ګټو په اساس وي خو تر ډیره شخصي او ګوندیز دي چې دواړه اړخونه د یوې قضیې په اړه بیلابیلو موقفونو غوره کولو ته اړ باسي، مګر تر اوسه پورې د نظامیانو پله درنه ده.

د امریکا د حکومت د بیلابیلو اړخونو په منځ کې د افغانستان د قضیې په اړه د اجماع د نشتون اسباب  

څرنګه چې مخکې مو هم یادونه وکړه چې د امریکا دفاع وزارت او جنرالان چې په پرلپسې توګه د جګړې ډول غږوي؛ غواړي په افغانستان کې تلپاتې حضور ولري خو د جګړې په لومړیو لیکو کې باید مزدوره اردو ځای ولري او په څرګنده دې یو تش په نوم افغاني حکومت په واک کې وي مګر اصلاً او د پردې تر شا دې دهیواد ریښتینی واک له امریکایانو سره وي. په دغسې یو حالت کې هغوی ته د عیاشۍ، غلا او چور، د مخدره توکو د قاچاق او نورو زمینه برابریږي او له بلې خوا کولي شي چې د سیمې د کنترول لپاره خپل نظامي اهداف تعقیب کړي. خلاصه دا چې له افغانستان څخه د یوې اډې په توګه پر ایران، پاکستان، چین، روسانو او منځنۍ آسیا باندې د فشار واردولو لپاره کار اخلي، زموږ د ګران هیواد په طبیعي شتمنیو یې چور ګد کړی او په بې شمیره پیسو یې وسلې اخلي او ازمايي یې. پر دې موضوع به موږ هغه وخت لا ښه پوه شو چې په سیمه کې د امریکا موخو او اهدافو ته یو نظر واچوو چې د تیرې یوې پوښتنې په ځواب کې مو په هغه باندې رڼا واچوله.

د دې برعکس، د امریکا سیاسیون لکه ټرمپ او امریکا د مجلس ځینې نماینده ګان به ممکن غواړي چې نور له دې ستونزو څخه خلاصون ومومي او دغه لوړ کلني مصارف چې ښه پوهیږي د ولس هیڅ رنځ ته یې نه دوا کیږي او یوازې د وسلو جوړونکو کمپنیود ګټو د خوندیتوب، د جنرالانو او استخباراتي سازمانونو د خواهشاتو د پوره کولو لپاره مصرفیږي؛ ختم کړي او له دې پیسو څخه چې کلنۍ اندازه یې ۵۰ ملیارده ډالرو ته رسیږي؛ د امریکا د بیا رغونې لپاره چې پخپله له سترو اقتصادي ننګونو سره لاس او ګریوان ده (په ځانګړي ډول له کرونا وبا وروسته چې د امریکا اقتصاد ته یې ۲۰۰۰ ملیارده ډالره تاوان ورساوه) ګټه واخلي. خو دا هم معلومه نه ده چې دغه سیاسیون به څه وخت د دې سترو شرکتونو د فشار په پایله کې له خپل دې دریځ څخه پر شا شي او د یوه اندازه عسکرو پر پاتې کېدو به ټینګار وکړي لکه ټرمپ چې عراق ته دویم ځلي عسکر ولېږل او پر شتون یې تینګار کوي.

پر دې سربیره دغه ډله سیاسیون غواړي د امریکا وګړو ته داسې وښيي چې دې شل کلنې جګړې ته یې چې د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه ده او ټول خلک ورڅخه ستړي شوي دي؛ د پای ټکی کېښود او هغه پيسې چې په دې جګړه کې مصرفیږي، د خپلو وګړو په ګټو به یې خرچ کړي. په دې طریقې سره به دا سیاسیون د خلکو رایې ترلاسه او په راتلونکو ټاکنو کې بریالي شي.

داسې راپورونه هم شته چې ټرمپ غواړي له دویمې انتخاباتي دورې مخکې چې سږ کال یعنې د ۲۰۲۰ په نومبر میاشت کې به ترسره شي؛ ګڼ شمیر امریکایي عسکر له افغانستانه وباسي تر څو هغه د یوې سترې لاسته راوړنې او په ټاکنو کې د بریالیتوب د یوې وسیلې په توګه یې وکاروي او د سولې د نوبل جائزې لپاره هم کاندید شي.

خو کیدای شي چې امریکایي سیاستمداران به تر اوسه نه وي توانیدلي چې د جګړه غوښتونکو جنرالانو، وسلو تولیدونکو کمپنیو او د سي آی اې د شبکې په مقابل کې خپله خبره په عملي توګه پلې کړي. له دې څرګندیږي چې نه یوازې د دریمې نړۍ په هیوادونو کې بلکې په امریکا کې هم د حکومت اصلي واګي د فوځ، نظامیانو او استخباراتي حلقو په لاسونو کې دي. همدا زموږ د خبرداري یو سبب دی چې مجاهدینو ته یې ورکوو چې هیڅکله دې د کابل د ګوډاګي رژیم برخه نه جوړیږي اګر که په حکومت کې ستره ونډه هم ورکول شي او هیڅکله دې د هیواد په راتلونکي کې د اجیرې اردو، استخباراتي شبکو او د هغوی له رسنیز نظام سره موافقه نه کوي ځکه په هغه صورت کې به حقیقي واک او ځواک د مزدورې اردو، استخباراتي کړیو او تلویزیوني کانالونو په لاسونو کې وي، اګر که مجاهدین به په سمبولیک شکل په څرګنده د هیواد په مشرتابه کې برخه وال وي مګر په اصل کې به له ریښتیني قدرت او واک څخه بې برخې وي.

د لومړنی اختریز اوربند په اړه 

د لاندې دلایلو په اساس پکار وه چې هغه اوربند نه وای شوی: اګر که په بهرني بعد کې هغه تبلیغات چې ګواکی مقاومت له لسګونو ډلو جوړ دی په اوبو لاهو شوې:

۱ــ  ټولو خلکو هغه اوربند ته په دې سترګه وکتل چې د اوربند وړاندیز حکومت وکړ او مجاهدینو موافقه ورسره وکړه، چې دې پیښې په ضمني شکل کابل رژیم ته یو ډول حیثیت ورپه برخه کړ.

۲ــ  پر دې سربېره مجاهدین ښارونو ته را ښکته شول، د هغوی دې کار خلکو ته ګومان ورپیدا کړ چې ګواکې مجاهدین د جبهاتو او سنګرونو له سخت ژوند څخه په تنګ شوي دي.

۳ــ  په همدې ډول مجاهدینو د مزدور رژیم له عسکرو او مامورینو سره ډیره خوږه او د ورور ګلوۍ رویه وکړه چې دا کار د الحب فی الله والبغض فی الله له قاعدې سره په ټکر کې دی او ممکن داسې یې ښودلې وي چې موږ له عسکرو سره کومه ستونزه نه لرو. په داسې حال کې چې پکار ده موږ له دغو افغاني غلامانو څخه د هغوی د غربي بادارانو په نسبت زیاته کرکه او نفرت وکړو ځکه دوی سره له دې چې د دې خاورې د بچیانو نوم ورباندې پروت او د اسلام دعوه یې کوله؛ له دین او د دې خاورې له وګړو سره یې خیانت وکړ او د زرګونو مسلمانانو په وینو یې لاسونه سره دي. تر هغې چې موږ د دوی له ناپاک وجود څخه دا خاوره صفا نکړو؛ د اسلامي حکومت او عدالت د برقرارولو په څېر  ستر اهداف نه شي تر لاسه کیدی. بله دا چې کیدای شي دا فکر د مجاهدینو داعیه او شعار کمزوری کړي او په پای کې مجاهدین د جهاد له اساسي اهدافو چې د هر ډول فتنو، کفري دسیسو او د کفارو او د هغوی د مزدروانو د ځواک او دبدبې لمنځه وړل دي؛ غافل کړي.

۴ــ  خو پر دې هر څه سربیره د دې اوربند یوه ګټه دا وه چې ټولو خلکو په خپلو سترګو ولیدل چې مجاهدین د دې ولس اصلي بچیان دي، د ولس له غیږې را پورته شوي او کوم خارجي کس پکې شتون نه لري.

۵ــ  همدارنګه ټولو ته څرګنده شوه چې مجاهدین د یو مضبوط صف په څېر متحد او یو لاس دي او د خپل مشرتابه له امر څخه په هیڅ صورت سرغړونه نه کوي.

امریکایان او د هغوی تحت الحمایه رژیم  ولې په اوربند ټینګار کوي

د تړون له لاسلیک څخه وروسته پر اوربند باندې د امریکایانو  او د کابل ادارې د ټینګار سببونه په لاندې ډول دي: 

۱ــ  امریکایان فکر کوي چې په اوربند سره به د جهاد او مبارزې اوسنی زور او چټکتیا ماته کړي چې په پایله کې به یې مجاهدین خپلو کورونو او روزګارونو ته ستانه شي. په دې ترتیب سره به له یوه لوري مجاهدینو ته تر خپل لاس لاندې سیمو ساتل ستونزمن شي او له بلې خوا به مجاهدین د جهادي عملیاتو له تېزولو څخه ناتوانه شي.

۲ــ  څرنګه چې مجاهدین خپل مادي امکانات لکه اسلحه او خوراک؛ له حکومت څخه په غنیمت نیسي او یا یې تر خپل لاس لاندې سیمو څخه تر لاسه کوي نو د اوربند په صورت کې به مجاهدین د خپلو جهادي لیکو  له تیارولو څخه منع او بې برخې کړي.

۳ــ  د مزدورې اردو عسکرو او امریکایانو ته به چې نور په کمزورې روحیې او مورال سره د مجاهدینو په وړاندې د مقاومت کولو توان نه دی ورپاتې؛ د نوي روح او ځواک اخیستلو او اکمالاتو کولو فرصت په لاس ورکړي.

۴ــ  له امریکایانو سره دا فکر هم شته چې په اوربند سره به د مجاهدینو د جهاد داعیه د سولې او کرارۍ، د وینې تویېدلو او د ورور وژنې د خاتمې په څېر په رنګینو او غولونکو شعارونو سره کمزورې او له منځهیوسي.

۵ــ  دښمن داسې فکر کوي چې که یو ځل اوربند وشو، نو بیا به مجاهدین ونشي کولی چې خپل افراد د مزدورې اردو پر خلاف د جګړې لپاره د جنګ جبهو ته سوق او د هیواد په سطحه جهادي تحریک پر مخ بوځي. هغوی فکر کوي چې له یوې خوا به د ګاونډیو هیوادونو د لاسوهنې او له بلې خوا د ځینو داخلي ډلو، ټپلو د عذر او زاریو او مداریتوبونو پواسطه چې په اصل کې د سي آی اې او دانګریزانو د ایم آی سکس مزدوران دي او د سولې ډول یې غاړې ته اچولی دی او له مجاهدینو څخه غواړي چې جګړه پای ته ورسوي؛ خدای مکړه د جهاد داعیه لمنځه یوسي.

چین، ایران او روسان هم مجاهدین دې ته هڅوي چې دکابل له ادارې سره جوړ جاړی وکړي 

دا خبره څرګنده ده او ټول په دې هڅه کې دي چې زموږ په سرښندنو او وینو باندې له معاملې کولو څخه تر ټولو ډیره ګټه لاسته راوړي. په دې سره به له یوه لوري امریکایان خوشحاله او په مقابل کې به یې خپله برخه ورڅخه تر لاسه کړي او د خپلو ځانونو او هیوادونو لپاره به امتیازات واخلي او له بلې خوا به په افغانستان کې د یو اسلامي حکومت د منځته راتګ مخه ونیسي چې دا د ټولو ګډ هدف او ارمان دی. په دې ترتیب سره به د انسانیت او اسلامیت دا دښمنان په یوه غشي څو نښې وولي خو (وَمَكَرُواْ وَمَكَرَ ٱللَّهُۖ وَٱللَّهُخَيۡرُ ٱلۡمَٰكِرِينَ ).

موږ پر دې هم ښه پوهیږو چې د سیمې هر ځواک زموږ د هیواد په داخل کې له ځینو ډلو ټپلو سره چې له دوی سره همغږې دي؛ اړیکې لري او نه غواړي چې د یو ځواکمن مرکزي حکومت په منځته راتګ سره یې دغه ټولې کړۍ له لاسه ووځي او ختمې شي. پر دې سربیره دغه ټول سرمایه دار هیوادونه، هغه که امریکا ده یا چین، روس دی او که اروپایان؛ غواړي چې د دریمې نړۍ د هیوادونو واکمنان غله، خاینان، او داسې کسان وي چې دینداري او ملي غرور پکې نه وي تر څو له خپلو بیروني بادارانو سره د خپلو ولسونو د شتمنیو او معدنونو په چور او تالان کې مرسته وکړي او د نړیوالو غلو د لارې خنډ واقع نه شي.

  • دلته باید پوه شو چې روسان او ایران په ځانګړې توګه ډیر خطرناک رول لوبوي. روسان تمه لري چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته به مجاهدین دې ته وهڅوي چې تاسې فني او مسلکي کدرونه نه لرئ نو پکار ده چې د کمونیستي ډلو له پاتې شونو سره چې په تیرو څلویښتو کالو کې یې د ملت د زرګونو افرادو په وینو لاسونه ککړ دي؛ ائتلاف وکړئ چې په دې سره به یو وار بیا روسان په افغانستان کې د پښې اېښودلو ځای پیدا کړي. خو روسانو ته دا نه ده معلومه چې زموږ ولس د دې ټولو بدبختیو او غمونو عاملین همدا کمونیستان بولي او هیڅ امکان نه لري چې مجاهدین به په دغو مرتدانو او د هغوی په بادارانو باندې باور وکړي.
  • د جهاد د تیرو څلوېښتو کالو په اوږدو کې ایران په یوه وخت کې هم له مجاهدینو او هم د کابل له حکومت سره ( له کمونیستي نظام او سلطان علي کشتمند څخه نیولې تر اوسني امریکايي نظام پورې) اړیکې پاللې تر څو په هر حالت کې له خپلو ګټو او د دوی تر اثر او نفوذ لاندې شیعه ډلو ګټې خوندي او دفاع ورڅخه وکړي او نه پریږدي چې څنډې ته کړای شي. باید دا هم هیره نکړو چې د امریکا د ریس جمهور بش د حکومت پر مهال د خارجه وزیر کوندولیزیرایس په وینا په افغانستان باندې د یرغل پر وخت ایران له امریکایانو سره تر ټولو ډیره مرسته وکړه او کیدای شي د همدې غولونکو سیاستونو وجه وي چې ایران نن ورځ د کابل د رژيم په داخل کې لوی ځواک او قدرت لري. همدرانګه د جمهوري ریاست د یوې برخې او څو مهمو وزارتونو په ځانګړې توګه د لوړو زده کړو وزارت ( چې هلته یې وکولی شول د کابل په پوهنتون کې د شیعه محصلینو سلنه (فیصدي) څلوېښتو ته ورسوي) تر خپل کنترول لاندې راوستو سره په هره برخه کې د روافضو په ګټه کارونه سرته رسیږي. په دې ترتیب سره د مزدورې اردو د افسرانو او صاحب منصبانو، د استخباراتي شبکې او دولت د مأمورینو یوه لویه برخه شیعه ګان جوړوي چې په هیواد کې د دوی د نفوسو په تناسب څو چنده زیاته ده.
  • ایرانیان د خپل دې اوږد مهاله پلان پواسطه غواړي چې یوه ورځ افغانستان هم د سوریې غوندې یو هیواد باندې بدل کړي چې په هغه کې شیعه اقلیت په سني اکثریت باندې واکمن کړي او امکان لري چې امریکایان دې هم د هغوی له دې پلان سره پوره موافق وي ځکه د شیعه ګانو د خیانتونو تاریخ ورمعلوم دی او پوهیږي چې د ولس په اکثریت باندې د حکومت کولو لپاره اقلیتونو تل د خارجي ځواکونو د غلامۍ جوغ په غاړه کړی دی.
  • ایراني اخوندان چې زموږ ولس له خپلو شومو موخو څخه نادان او بې خبره بولي، د تیرو شلو کلونو په اوږدو کې یې د امریکایانو په مرسته د روافضو پښې په ټولو دولتي ارګانونو او غونډو کې کلکې کړې دي. اوس د دوی په زړه کې همدا ویره ده چې د اسلامي حکومت په راتګ سره یې دغه ټول امتیازات له لاسه وځي. همدا سبب دی چې هڅه کوي زموږ د هیواد د چارو واګي د مجاهدینو لاس ته ور نشي او حتی که یو ائتلافي حکومت هم جوړیږي؛ نو مجاهدین باید پکې برلاسي نه وي. همدا وجه ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل چې طالبان باید په حکومت کې ونډه واخلي ځکه د سیمې هیڅ هیواد نه غواړي چې هغوی (طالبان) دې په حکومت کې لویه برخه ولري او یا دې برلاسي وي.
  • لکه مخکې مو چې وویل ، مجاهدین باید په غوڅ ډول ټولو ذيدخلو هیوادونو ته ور وفهموي چې که غواړي د افغانستان له ولس سره نیکې اړیکې ولري؛ نو له دې پرته بله لار نه لري چې دا اړیکې یې د یو بل په داخلي چارو کې په نه لاسوهنې او متقابل درناوي ولاړې وي او پر دې خبره دې پوه کړل شي چې هیڅکله هم د کابل په حکومت کې نه شریکیږي. بله دا چې د جهاد اساسي موخه او اصلي مقصود د الله تعالی د کلیمې لوړوالی او د یو ریښتیني اسلامي نظام را منځته کول دي؛ په دې اړه هیڅ ډول جوړ جاړي ته تیار نه یو. په دې سره به د ټولو اړخونو تمه پرې شي او زموږ د ولس آینده به د کابل حکومت له غوښتنو سره نه تړي.

له تړون وروسته جګړه که وروروژنه

دا پوچه ادعا له تړون مخکې او دا نوولس کاله موجوده ده، سړی حیران شي چې کله د هیواد پلورونکو عناصرو دا ادعا اوري چې مجاهدین افغانان وژني او په همدې وجه دا جهاد نه بلکې ورور وژنه ده، په داسې حال کې چې د ولس او افغانانو اصلي وژونکي همدوی پخپله دي. دا خبره په یقین سره کولی شو چې د دغو خاینانو لاسونه د دې شهید پاله وطن د سلګونه زره بې ګناه وګړو په وینو سره دي. په تیرو شلو کالو کې دوی د امریکایي طیارو په مرسته د هیواد په کلیو او ښارونو کې زرګونه کورونه وران کړل، په هغو کې استوګن خلک یې په ډیرې بې رحمۍ سره مړه او ټپیان کړل، د ودونو، جنازو او آن د قرآنکریم د ختم او له مدرسو څخه د طالبانو د فراغت مراسم یې په رهبري کیدونکو مزایلو وویشتل او په خاورو او وینو یې ولړل. دوی تر شپږ سوه زره ډير بې ګناه افغانان چې سپين ږیري سړي، سپین سرې ښځې، عام ماشومان او د مدرسو او مکتبونو زده کوونکي او نور هم پکې شامل وو؛ په شهادت ورسول. هغه خلک چې امریکایي بم غورځونکو الوتکو ته یې کوردینات ورکول چې په کندز کې خارجي شفاخانې بمبار کړي او حتی خارجي ډاکټران ووژني ځکه چې دغه ښار د مجاهدینو تر ولکې لاندې راغلی ؤ؛ په داسې یو حالت کې دا د دین او ولس سره خیانت کوونکي په کومو سترګو طالبانو ته د افغانانو قاتلین وايي؟ په داسې حال کې چې طالبان نه د ټول وژنې وسلې لري او نه په ښارونو او کلیو باندې ړندې مرمۍ او مزایل وروي.

دویمه خبره دا چې دا یوه بې اساسه او باطله دعوه ده ځکه چې د امریکایانو حقیقي تلفات هم لسګونه زره مړو او ټپیانو ته رسیږي او سلګونه زره نور یې په رواني رنځونو اخته شوي دي چې د امریکا په فوځ کې له خدمت کولو څخه غورځېدلي دي. پر دې سربیره هغه اقتصادي تاوانونه چې د افغانستان د جهاد په سبب امریکایانو ته اوښتي دي؛ تر دوه زره ملیارده ډالرو زیات دي چې دې حالت د امریکا د اقتصاد ملا ور  ماته کړې ده. 

اوسنی روان جهاد او مبارزه د الله تعالی په امر، د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سیرت او د امت د فقهاوو له اجماع سره سم د خارجي او داخلي کفارو او دهغوی د مزدورانو پر خلاف روان دی، نه د افغانستان د مسلمان ولس پر ضد.  حقیقت خو دا دی جې افغان میړنی ولس په دې سپېڅلي جهاد کې د مجاهدینو تر څنګ اوږه په اوږه جنګیږي او خپل اولادونه په پوره اخلاص او الهي مینې سره د خارجي او داخلي کفارو پر ضد جګړې ته استوي، ځکه مسلمان ولس مو پوهیږي چې د مسلمانانو پر هیواد د کفارو د یرغل په صورت کې د هغه ځای پر ټولو خلکو جهاد فرض عین ګرځي او باید تر هغه مهاله یې روان وساتي چې کفار او ګوډاګیان یې مات شي، د اسلام، مسلمانانو او د اسلامي او اخلاقي ارزښتونو پر خلاف ټولې فتنې او فسادونه له منځه لاړ شي او د اسلام حکم غالب او سرلوړی شي او ولس د اسلام تر عدل لاندې د شریعت له امورو سره سم خپل ژوند پر مخ بوځي.

دا هیواد پلورونکې او بې ننګه ډله شرم نه لري چې د امریکایي جاسوسانو او د مزدورې اردو د عسکرو وژنې ته د افغانانو د وژنې نوم ورکوي. دا سخته د شرم خبره ده چې دوی له دومره ډیرو خیانتونو وروسته اوس هم ځانونو ته افغانان وايي. حالانکې ولس نور دغه ډول خلکو ته چې له دین او ملت سره یې خیانت کړی وي او خپل ننګ او ناموس یې د څو ډالرو په مقابل کې خرڅ کړی وي؛ د افغانانو په سترګه نه ګوري.

همدارنګه د امریکا په اوسنیو غلامانو کې یو شمیر یې داسې دي چې د روسانو پر خلاف جهاد کې یې (چې د هغه سپیڅلي جهاد ډبرې اوس هم په سینو پورې مښي) زرګونه افغانعسکر ووژل سبب یې دا ؤ چې هغه عسکر د روسانو او بې دینه کمونستانو د اردو تر قومندې لاندې جنګیدل، اګر که د هغو عسکرو له جملې څخه ډیری یې په زور او جبر سره عسکرۍ ته استول شوي ؤ. هغوی د اوسنیو ډالر خوړونکو عسکرو په څیر هم نه ول چې په خپل شوق او مینې سره دې د کفر د لښکر او د هغوی د مزدورې اردو له لیکو سره یو ځای شوي وي.  په دې کې شک نشته چې د کمونستي نظام د ماتې لپاره له دې پرته بله لاره نه وه خو اوس دوی په کوم منطق او کوم دلیل د داسې عسکرو وژنې ته چې په خپله خوښه او افتخار د څو سوه ډالرو په مقابل کې خپل هیوادوال وژني او د کفارو مزدوري ته ځانونه ورکوي؛ ورور وژنه او افغان وژنه وايي؟

د دې لپاره چې پر دې موضوع ښه پوه شو نو اړینه ده چې لاندې څو اسلامي اصول ذکر کړو:

د جهاد موخه (هدف) د کفارو د دبدبې او شان و شوکت ماتول دي، او دا هدف د کفر د سرغنه خلکو له وژلو پرته په لاس نه راځي نو ځکه خو باید مجاهدین په ټول توان سره دا ځل لا ډير کفار او زندیقان جهنم ته واستوي او د افغانستان شهید پاله ولس ته د هغوی له مردار او منحوس وجود څخه خلاصون ور په برخه کړي او په دې توګه په افغانستان کې د یو عادل اسلامي حکومت د رامنځته کیدو په مخ کې له سترو خنډونو له جملې څخه یو یې لیرې کړي. زموږ پوره یقین دی چې د اسلامي ټولنې او عدالت د رامنځته کولو په مخ کې یو له سترو خنډونو څخه د خلق او پرچم د کمونیستي ډلو پاتې شوني دي چې له مسعود او شورای نظار سره د ائتلاف په پايله کې د واک پر ګدۍ پاتې شول، وروسته بیا د اسلامي ارمات د واکمنۍ پر مهال هم سالم پاتې او حساب کتاب ورسره ونشو. دا دی اوس یې د امریکايي الحادي نظام د ملا د تیر حیثیت خپل کړی دی. اشرف غني چې امریکا ته له تېښتې وړاندې یې د کمونیستې اردو په سیاسي بخش کې کار کاوه؛ همدارنګه اتمر خادست او نور ګڼ شمیر ملګري یې له همدې ډلې څخه دي.

په اوسني نظام کې شته خلک ټول داسلام دعوه کوي او کوم څوک پکې په څرګندهتوګه د اسلام شعائرو او احکامو ته سپکاوی همنه کوي؛ بیا نو څرنګه هغوی د کافرانو مزدوران  ګڼلیشو؟

باید پر دې خبره ځان پوه کړو چې د ایمان معنی د ټولو هغو شیانو منل دي کوم چې د الله جل جلاله له لوري رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وحی شوي دي او کفر د رسول الله صلی الله علیه وسلم تکذیب دی اګر که د دین په یوه برخه (جزء) کې وي. په دې اساس که چیرې یو کس د شریعت ۹۹ حکمونه ومني خو یو یې رد کړي؛ کافر ګڼل کیږي. موږ پوهیږو چې د داخلي مزدورانو لوی شمیر یې د اسلام له شعایرو او د دین له ضروریاتو منکر دي او په خپلو الحادي او دیموکراتیکو فکرونو سره  د حرامو د حلالوالي او د حلالو د حراموالي مرتکبین کیږي. نو له دې څخه معلومیږي چې د دغو داخلي غلامانو په ډله کې هم ګڼ شمیر زندیق کافران او بې دینه خلک شتون لري چې د هغوی له منځه وړل د جهاد له مهمو هدفونو او د هغه د بریا له شرطونو څخه دی.

د ایمان او کفر د مسئلې د روښانتیا لپاره پکار ده چې د ایمان په حقیقي معنی باندې پوه شو تر څو معلومه شي چې هر هغه څوک خامخا مسلمان نه دی چې نوم یې اسلامي وي، پګړۍ یې پر سر، تسبیح یې په لاس کې او ږیره نه خریي، تر هغه وخته چې د ایمان حقیقت یې په زړه کې ځای نه وي نیولی. تاسې ته معلومه ده چې کفر بیلابیل ډولونه لري، چې یو یې ښکاره او څرګند کفر دی. په دې صورت کې هر څوک په آسانۍ سره کافر پېژندلی شي ځکه چې په څرګنده له خدای جل جلاله یا د پیغمبر له رسالت او یا آخرت څخه منکر وي. مګر د کفر یو بل ډول دی چې له څرګند او علني کفر څخه ډیر خطرناک دی، هغه د نفاق، الحاد او زندیقیت کفر دی. منافق هغه کس دی چې د خلکو په مخ کې ځان مسلمان ښکاره کوي، اسلامي کړنې سرته رسوي، لمونځ ادا کوي، حج کوي، تسبیح او پګړۍ لري مګر په باطن کې د شریعت په احکامو او معتقداتو ایمان نه لري، دا سړی منافق دی او د دې منافقانو په منځ کې یوه ډله یې له نورو څخه ډیره خطرناکه ده چې د کفارو افکار او عقاید د اسلام په رنګ کې ټولنې ته وړاندې کوي، سرمایه داري نظام ته د اسلام په سترګه ګوري، سود ته روا وايي، د کفارو پر خلاف له جهاد څخه منکر دي، د غلو لاس پرې کول او د زناکارانو سنګسارول ناوړه اعمال او له تمدن او پرمختګ څخه لیرې کارونه ګڼي، د آیتونو او احادیثو واضحې او قطعي معناوې تحریفوي، د ښځو فحاشي او بربنډتوب د پرمختګ نښه او د ښځو حقوق بولي او دا خپله لاسته راوړنه ګڼي او فخر ورباندې کوي، د شریعت احکامو، علماوو او مدرسو ته سپکاوی کوي، کفر او د کفر علامې او شعائر ستايي. دغه ډول خلکو ته د شریعت په اصطلاح کې زندیق وايي چې د کفر سرغنه او مشران بلل کیږي او غواړي چې اسلام تحریف کړي. د دوی په زړونو کې د ایمان یوه ذره هم نشته او په اسلامي شریعت کې یې له مرګ پرته بله سزا نشته، معنی دا چې د مرتدینو په څېر دوی ته هم د توبې موقع نه ورکول کیږي.

د زندیقانو په کفر د ټول امت اجماع ده، په دې دلیل چې دوی د دین له هغو ضروریاتو څخه چې هر مسلمان یې په اړه معلومات لري؛ منکر دي. زموږ دا خبره پر (من أنکر أمرا معلوما من الدین بالضرورة فقد کفر) قاعدې بناء ده او پوهیږو چې یاد امور د دین له ضروریاتو څخه لوړ دي.

همدارنګه دا هم شرعي قاعده او اصل دی چې څوک په کفر باندې راضي شو، هغه هم کافر کیږي (من رضی بالکفر فقد کفر)  اګر که دا رضایت یې په خپل کفر او یا د نورو په کفر باندې وي. دا خبره هم واضحه ده چې دا خبیثان د ملت په کفر باندې راضي شوي دي( د اشغال په تداوم، د امریکایانو په غوړه مالۍ او چاپلوسۍ سره تر څو هغوی په افغانستان کې پاتې او کفري نظام ته دوام ورکړي، د ولس ځوانان مو د ایمان او اسلام له لارې واړوي، د سي آی اې غلامۍ ته یې وهڅوي، په اخلاقي جرمونو یې ککړ کړي او له زړونو څخه یې د الله تعالی او د هغه د رسول مینه وباسي) نو آیا دا ټول موارد په کفر باندې رضایت نه دی؟ هغه هم د یو کس په کفر نه بلکې د یو ملت په کفر باندې؟ لکه اصحاب کهفو چې فرمایلي (إِنَّهُمۡ إِن يَظۡهَرُواْ عَلَيۡكُمۡ يَرۡجُمُوكُمۡ أَوۡ يُعِيدُوكُمۡ فِي مِلَّتِهِمۡ وَلَن تُفۡلِحُوٓاْ إِذًا أَبَدٗا) یعنې که کفار پر تاسې باندې غلبه حاصله کړي، سنګسار به مو کړي او یا به مو خپل دین ته را وګرځوي چې په هغه صورت کې به هیڅکله کامیاب نه شئ.

دغو مجرمانو د مسلمانانو پوره یو نسل د کفر او الحاد فتنو ته وړاندې کړی تر څو دوی د خپلو امریکايي بادارانو له زر او زور څخه ګټه پورته او څو ورځې عیش او عشرت ژوند وکړي، نو په داسې حالت کې د هغوی په کفر او زندیقیت او یا کم تر کمه غلامی کې څه شک دی؟

نور بیا،،،

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

عزتمند ليکوال صاحب
په قلم مو برکت شه
هيله ده د خپلې څيړنيزو ليکنو په سلسله کې عامو خلکو او د مزدور رژيم عناصرو ته هم لازمې توصيې په پام کې ونيسی.
په درنښت

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx