افغانستان

طالبان: تېره میاشت کې تر زرو زیات دولتي عسکر او کارکوونکي راسره یو ځای شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶ وږي، ۱۳۹۹ل): طالبان وایي، په تېره میلادي میاشت «اګست» کې تر زرو زیات دولتي منسوبین د حکومت له لیکو رابېل او له دوی سره یو ځای شوي.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کې راغلي « د (۲۰۲۰م)کال د اګست په میاشت کي  داسلامي امارت ددعوت ،ارشاد،جلب اوجذب کمیسیون په هڅواودځایې مجاهدینوپه ملاتړدافغانستان په مختلفوولایاتوکي  ۱۲۰۱تنه چي دکابل ادارې اړوندبیلابیلوارګانونوکي په کاربوخت وو دحقایقوپه درک کولوددغه فاسدرژیم څخه راووتل اوداسلامي امارت دمجاهدینوسره یوځای شول.»

اعلامیه کې وړاندې زیاته شوې، چې له طالبانو سره یو ځای شویو کسانو له ځانونو سره مختلف ډول وسلې او مهمات راوړي او ژمنه یې کړې چې بیا ځلې به «د خپل دین او وطن له خارجي او د اخلي مزدورانوسره هیڅ رازتعلق نه ساتي، د خپل مظلوم  ولس او مجاهدینو وروڼو سره به  همکاري  کوي.»

د خبرپاڼې په بنسټ، طالب مسئولینو تازه ورسره یو ځای شویو دولتي منسوبینو ته هرکلی ویلی، انعامونه او جایزې ورکړې او ددوی دا «نېک اقدام» يې ستایلی.

د حکومت زرګونه  منسوبین داسې مهال د طالبانو لوري ته مخه کوي، چې د دوحې د توافقنامې په اساس له  افغانستانه د بهرنیو ځواکو د وتلو لړۍ روانه ده او د بهرنیانو مرستې هم تر بل هر وخت کمې شوې.

ورته مهال د طالبانو مشر هم له امریکایانو سره د طالبانو د توافق د لاسلیک په مهال عمومي عفوه اعلان کړې او پر دولتي منسوبینو یې غږ کړی، چې له «اسلامی امارت» سره له دښمنۍ لاس واخلي او وسلې په ځمکه کېږدي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx