افغانستان

غزني کې کلابند عسکر:که مرسته ونه رسېږي له لوږې به ومرو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶ وږي، ۱۳۹۹ل): په غزني ولایت کې د  طالبانو له لوري محاصره شوي یو شمېر دولتي عسکر وايي، طالبانو ورباندې د محاصرې کړۍ راتنګه کړې او که اکمال نشي؛ له لوږې او تندې به ومري.

دغه سرتېرې چې د غزني-اندړو پر لار د یاد ولایت د مرکز اړوند «ارزو» نومي سیمه کې په  پوستو کې دندې لري له تېرو څو ورځو راپدېخوا د طالبانو له لوري کلابند شوي او له شمشاد سره یې په خبرو کې ویلي، که د حکومت له لوري اکمال نشي او مرسته ورته ونه رسېږي؛ له لوږې او تندې به ومري.

ورته مهال د غزني والي هم د خپلو عسکرو محاصره او هغوی ته د اکمالاتو نه رسېدل مني؛ خو په خبره یې، هڅه کوي چې له ګواښ سره مخ پوستې اکمال کړي.

د والي په خبره، یو شمېر عسکر نادرکه شوي هم دي.

یاده دې وی، چې د محاصرو عسکرو له لوري شپږ تنو یې نن سهار وسلې پر ځمکه ایښي او طالبانو ته تسلیم شوي.

له سیمې څخه په خپاره شوي ويډیويي کليپ کې ښکاري، چې څو تنه عسکر د طالبانو لوري ته راروان دي، طالبان د وسلو اېښودلو هدایت ورته کوي او اوبه ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx