افغانستان

په افغانستان او  عراق کې جنګیدلي ۷۳۰ زره امریکايي عسکر په رواني ناروغیو اخته دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶ وږي، ۱۳۹۹ل): د امریکا د سلوکي روغتیا ملي شورا اعلان کړی چې په افغانستان او عراق کې جنګیدلي سلګونه زره امریکايي عسکر په رواني ناروغیو اخته دي.

سپوتنیک خبري آژانس د امریکا د سلوکي روغتیا ملي شورا په حواله خپاره کړي راپور کې لیکلي، چې د افغانستان او عراق جګړو ته استول شوو امریکايي پوځیانو له ډلې نیږدې ۳۰ سلنه یې په رواني ناوغیو اخته دي او درملنې ته اړتیا لري.

د امریکا یادې روغتیايي شورا ویلي، چې دا مهال اووه لکه او دیرش زره(۷۳۰۰۰۰) هغه امریکايي عسکر چې د افغانستان او عراق په جنګونو کې یې برخه اخیستې ده رواني ناروغان دي او ډیری یې له پېښې وروسته د خفګان او پښېمانۍ (PTSD) له رنځ څخه سخت کړیږي.

سلګونو زره امریکايي عسکر په رواني ناروغیو اخته شوي
سلګونو زره امریکايي عسکر په رواني ناروغیو اخته شوي

په راپور کې دغه راز څرګنده شوې، چې د امریکايي پوځ د پخوانیو عسکرو له نیمایي څخه زیات یې تر رواني درملنې لاندې نیول شوي، ځکه چې د رواني ستونزو له کبله هره ورځ نیږدې ۲۲ امریکايي پوځیان ځان وژنه کوي.

امریکايي عسکر ځان وژنه کوي
امریکايي عسکر ځان وژنه کوي

دا په داسې حال کې ده، چې تردې وړاندې نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم په خپل یو راپور کې د امریکايي پوځیانو ترمنځ د ځان وژنې د کچې د لوړېدو خبر ورکړی ؤ.

د پوځي چارپوهانو په وینا د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۷ کلونو ترمنځ موده کې له پنځه څلوېښت زره(۴۵۰۰۰) څخه زیاتو امریکايي عسکرو ځان وژنه کړې، چې دا شمېره په ۲۰۱۸ کال کې د ورځې ۲۴ تنو پوځیانو ته ورسیده کومو چې د رواني ناروغیو له کبله خپل ځانونه وژلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

ALLAH CAN DO IT
ALLAH IS QADIR

غ.حضرت

امریکائیانو نه یوازی خپل عسکر د روحی ناروغیو منګولو ته سپارلی دی بلکه ټول بشریت ته ئې روحی او حتی جسمانی ناروغۍ په سوغات کی ور کړی دی.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx