افغانستان

ننګرهار کې پر یو کور د هاوان مرمۍ پرېوتو له کبله ۵ ملکیان وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶ وږي، ۱۳۹۹ل): د ننګرهار ولایت په شیرزادو ولسوالۍ کې پر یو کور د هاوان مرمۍ لګېدو له امله لږ تر لږه د ۵ تنو د وژلو خبر ورکړل شوی دی.

سیمه ییز چارواکي وايي، دا پېښه نن د یکشنبې په ورځ د شیرزادو ولسوالۍ په کدیخیلو سیمه کې د طالبانو او دولتي عسکرو ترمنځ د نښتې پرمهال رامنځ ته شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼی وايي، په دغه پېښه کې د یوې میرمنې په ګډون پنځه ماشومان وژل شوي او درې نور ټپيان دي؛ خو دا یې نه ده په ډاګه کړې چې دغه مرمۍ د کوم لوري لخوا توغول شوې دي.

له بل پلوه د سیمې خلک او طالبان وايي، چې دغه برید د دولتي عسکرو لخوا ترسره شوی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پېښې په اړه په یو ټویټ کې داسې ویلي: «نن غرمه دننګرهار ولایت شیرزادو ولسوالۍ کدیخیلو سیمه کې مزدور دښمن دملکي خلکو په کورونو هاوانونه و ویشتل، چې له امله یې د یوې کورنۍ ۵ تنه ماشومان په شهادت ورسیدل او۲ ښځې ټپیانې شوې.»

په یوه جلا پېښه کې ذبیح الله مجاهد وايي، دولتي عسکرو پرون ماښام د ګندمک سیمه کې یو سپین ږیری په ډیرې بې دردۍ سره وژلی دی.

د ننګرهار والي ضیاء الحق امرخیل د کدیخیلو سیمه کې د هاوان برید په اړه خواشیني څرګنده کړې او په دې اړه یې د جدي پلټنو ژمنه کړې ده.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې دولتي ځواکونو په لرې پرتو سیمو کې د طالبانو پرضد د پوځي عملیاتو په پلمه ړندې بمبارۍ او توپچي بریدونه زیات کړي، چې له امله یې زیاتره وخت ملکي خلک په نښه کیږي او د ځاني زیانونو ترڅنګ خلکو په کې مرګ ژوبله هم اوړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx