افغانستان

دولتي الوتکو په فاریاب کې یو جومات او یو دیني مرکز بمبار کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶ وږي، ۱۳۹۹ل): د فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې دولتي الوتکو د «ړندو» بمباریو په ترڅ کې یو جومات او د قران کریم د زده کړې یو مرکز په ګډون یو شمېر ولسي کورونه بمباري کړي او خلکو ته یې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

سیمه ییز خبریالان او طالبان وايي، چې دولتي الوتکو تیره ورځ (شنبه ۱۵ وږي) ماسپښين د المارۍ ولسواۍ په بخاري قلعه سیمه کې د استوګنې په سیمې درنه بمباري کړې، چې له امله یې د دوه میرمنو او ۹ ماشومانو په ګډون ۱۲ تنه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

ددې ترڅنګ د بخاري قلعه جامع جومات، د قران کریم د زده کړې یو دیني مرکز او ۶ بابه کورونه هم ویجاړ شوي دي.

په ټپیانو کې یوه څلوېښت کلنه میرمن، د هغې اوولس کلنه لور(د قران حافظه وه)، د ماشومانو استاد قاري نظام الدین او ۹ تنه تنکي ماشومان چې د قران کریم په زده کړو بوخت وو، شامل دي.

د عتیق الله په نوم پېښې یو ۸ کلن ټپي ماشوم په روغتون کې رسنیو ته ویلي، چې د کلي له ۵۰ نورو ماشومانو د قران کریم په زده کړې بوخت ؤ، چې الوتکو جومات بمبار کړ او نور په ځان نه دی پوه شوی.

د حفیظې په نوم د پېښې یوې بلې ټپي شوې میرمنې چې ۴۰ کاله عمر لري رسنیو ته ویلي، د کور په انګړ کې له خپلې ۱۷ کلنې لور(د قران حافظه ده) سره ناسته وم چې ناڅاپه الوتکې راغلې او زمونږ کور یې بمبار کړ.

که څه هم د حفیظې ټپونه ډیر ژور نه وو؛ خو لور یې د ژورو ټپونو جراحي عملیات کړي او دا مهال د ډاکټرانو تر جدي پاملرنې یې درملنه کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې دولتي ځواکونو په دې وروستیو کې د هېواد په ګڼو ولایاتو کې ړندو بمباریو او توپچي بریدونو ته زور ورکړی، چې له امله یې د ملکي تلفاتو کچه د بل هر وخت په پرتله لوړه شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x