نظــر

د طالبانو په مذاکراتي ټیم کې وروستي تحولات څه په ډاګه کوي؟؟

عبدالله احمدي

د دنیا په حکومتي نظامونو او ادارو کې تغیرات او بدلونونه یوه اشنا عملیه ده چې وخت نا وخت د حالتو او ظروفو د مقتضاء پر بنیاد صورت نیسي.

د مآمورینو بدلول رابدلول د ښې حکومتولۍ، د مشرتابه پر توجویي او د نظام پر قوت دلالت کوي.

څرنګه چې په اداري پرسونل کې ادلون بدلون د يو لړ ضروریاتو په اساس کېږي لکه وړتیا، اثر او رسوخ، زماني او مکاني شراﺉط چې هر یو یې ځانته اهمیت لري.

د طالبانو په نظام او اداره کې تبدیلیانو تر ډیره حده بیخي عادي بڼه غوره کړې، د مثال په ډول د دې نهضت آمیر په یوه فرمان او هدایت د کمېسیونونو او ولایتونو په سطحه تغیرات په یوه شپه کې په پوره بریالیتوب سره راوستلي دي او په هیڅ ځای کې د اندک مشکل خبر هم نه دی ورکړل شوی.

بنآء په دغسې منسجم، متحد او د خپل آمیر د خبرې مطیع صف کې پر تغیراتو او تحولاتو خبره کول د پام وړ نه دی.

په هر صورت ځیني وخت په ځینو خاصو برخو کې تحولات راوستل ستر ستر پیغامونه له ځان سره لري چې باید پاملرنه ورته وشي.

یو هم له دې مهمو بدلونونو څخه د طالبانو په مذاکراتي ټیم کې وروستي تحولات دي چې د طالبانو د آمیر لخوا یې صورت موندلی.

د طالبانو د زعیم لخوا د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د وروستي مذاکراتي ټیم اعلان او د څو مشهورو څېرو ور اضافه کول لاندې پیغامونه له ّځان سره لري:

لومړی: د طالبانو زعیم په پوره ځیراکت، تدبر او بصیرت سره داسې یو قوي ټیم د بین الافغاني مذاکراتو لپاره انتخاب کړ چې دا حساس ترینه او برخلیک ټاکونکې مرحله د اسلامي او ملي ارزښتونو په کامل تحفظ سره په کامیابه توګه پر مخ یووړل شي.

دویم: نوموړی ټیم د طالبانو په منځ کې له پوره اثر او رسوخ څخه برخمن، منلی او د ټولو پرګنو د اعتماد وړ دی چې پرېکړې او فیصلې به یې له خنډ سره نه مخامخ کېږي.

دریم: دا چې د بین الافغاني مذاکراتو مرحله تر ډیره حده د راتلونکي نظام پر جوړښت، محتوا د جهاد او قربانیو د اهدافو پر ساتنې او تحقق راڅرخي نو په اسلامي فقه او حالتو خبرو کسانو ته اړتیا شته چې طالبانو په خپل ټیم کې د فقهي، حدیثو او تفسیر ستر علمآء او د حالتو پر نبض خبر اشخاص ځای پر ځای کړي دي.

څلورم: طالبانو له خپله اړخه د یاد ټیم په ټاکلو سره خبر ورکړ چې پر مذاکراتو باور لرو او غواړو چې د افغانانو تر منځ د تفاهم له لارې موجوده مشکلات حل کړل شي او افغانان د سوکاله ژوند او اسلامي نظام لرونکي شي.

پنځم: د یاد ټیم په ټاکلو سره طالبانو وښودله چې سیاسي او نظامي برخو کې یې هیڅ راز اختلافات او یو پر بل بې باورۍ نشته بلکې ټولې برخې منظمې، متحدې او منسجمې او د امیر پوره اطاعت کوونکې دي.

شپږم: د راتلونکو احتمالي اختلافاتو او ګډوډیو څخه د خپل صف د ساتلو په هدف وروستي ستر تحولات په مذاکراتي ټیم کې رامنځ ته شول، ځکه د سیمي هېوادونه، بهرني کړۍ او ځیني داخلي ګروپونه شته او کوښښ کوي چې په دې وخت کې د طالبانو په منځ کې اختلافات را پیدا کړي څو خدای مه کړه د سولې پروسه سبوتاژه او یو ځل بیا د نویمو کلنو په څیر حالتو ته زمینه سازي وکړي.

اووم: یاد مذاکراتي ټیم وښوده چې طالبان د افغان کشالې حل ته په جدیت او لوی اهمیت قایل دي.

پایله: په ټوله کې نوی اعلان شوی ټیم د طالبانو اتحاد، حسن نیت او اخلاص څرګندوي.

د طالبانو د رهبرۍ بصیرت او درایت ښکاره کوي.

تر ډېره ځایه د آینده احتمالي خطرونو د مخنېوي هڅه شوې.

پر مذاکراتو او تفاهم د طالبانو د پوخ باور ښکارندویي کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

الحمدلله ، دا د الله تعالی پیرزوینه ده چی په دی دجالی عصر کی یی مونږ ته داسی سپیڅلی مجاهد علماء راکړی دی .
الهی جل جلاله ته یی مرسته وکړی .

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx