افغانستان

غزني کې د نښتې پرمهال ۱۷ کمانډو عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷ وږي، ۱۳۹۹ل): د غزني ولایت په مرکز آرزو سیمه کې له طالبانو سره د نښتې پرمهال د ۱۷ تنه کمانډو عسکرو د وژلو خبر ورکړل شوی دی.

په غزني ولایت کې د کلابندۍ له کړاوو څخه دولتي عسکرو له پرلپسې شکایتونو وروسته پرون ماښام دفاع وزارت اعلان وکړ، چې په زیات شمېر کې کمانډو عسکر یې د غزني ولایت مرکز او شاوخوا سیمو ته استولي، ترڅو د طالبانو پرضد عملیات پیل کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن د دوشنبې په ورځ سهار په خپلې ټویټر پاڼې لیکلي چې تیره ورځ ناوخته یې د غزني ولایت مرکز آرزو سیمه کې یې د دولتي عسکرو له عملیاتي قوې سره نښته او بمي چاودنه کې د ۱۰ کمانډویانو په ګډون ۱۷ دولتي عسکر وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.

دفاع وزارت په داسې مهال غزني ولایت ته تازه دمه کمانډویان او نورې ملیشه یې ځواک استوي، چې د غزني ولایت مرکز او ولسوالیو کې زیاتره حکومتي پوستې او عسکر د طالبانو لخوا کلابند دي او ګڼو عسکرو ګواښ کړی ؤ، که مرستندویه عسکر ورنه شي طالبانو ته تسلیمیږي.

تیره ورځ هم د غزني ولایت مرکز اوومې ناحیې اړوند آرزو سیمه کې ۶ تنه دولتي عسکر چې زیاتې تندې په سر اخیستي وو، له خپلو وسلو سره طالبانو تسلیم شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

TORRI WAHA BARAI BA MOOMMI
KA BARAI NA WE MUJAHID TAL PA TORRO MREENAH

The faces of Talib Mujahedeen are reflecting light and confidence. When you look at the faces of Kabul Admin fighters, show darkness and confusions

جمیل

و دی باتورو غازیانو ته چی امریکایی روبوټ کومانډو نه سوه ټینګه دا کاغذی کومانډو به څنګه ټینګه سی ، هسی ځانونه مرداروی .

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x