ورزش

شپږيزه ليګ سيالۍ د مس عينک اتلانو لوبډلې په بريا پېل شوې

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۱۶ وږی، ۱۳۹۹ل): د شپږيزه کرکټ ليګ سيالۍ نن د يکشنبې په ورځ د سپتمبر په ۶مه نېټه د کابل په نړيوال لوبغالي کې د مس عينک اتلانو او بند امير ښامارانو لوبډلو ترمنځ پېل شوه.

دغه سيالۍ د شاپور ځدران لوبډلې مس عينک اتلان او د اصغر افغان لوبډلې بند امير ښاماران ترمنځ ترسره شوه چې په کې مس عينک له جالبې لوبې وروسته د يوې منډې په توپير بريا خپله کړه.

د لوبې په پېل کې بند امیر ښامارانو لوبډلې پچه وګټله خو لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه، مس عين لوبډلې په ټاکلي ۲۰ اورونو کې د ۷ ویکټو په سوځېدو ۱۷۹ منډې جوړې کړې.

ددوی لخوا شهزاد محمدي او حشمت الله شهيدي په زړه پورې لوبه وکړه او نيمه سليزې يې ووهلې. په سيال لوبډله کې شرف الدين اشرف او وقار سلامخېل ۲-۲، حميد حسن او محمد ابراهيم ۱-۱ ويکټه ترلاسه کړه.

په ځواب کې د بند امیر ښامارانو د توپوهنې پاڼۍ پېل د عثمان غني او حضرت ځاځي په توپوهنه وکړه، د عثمان غني ۷۹ او د اصغر افغان ۴۵ منډو سربېره هم یاده لوبډله په ټاکلي هدف بشپړولو بريالۍ نشوه او د يوې منډې په توپير يې ماتې ومنله.

د مس عینک اتلانو له لوري ځوان نوراحمد لکڼوال دوه ویکټې، شاپور ځدران، دولت ځدران او عبدالله مزاري ۱-۱ ویکټه واخېسته او خپله لوبډله یې په وروستي اور کې بریا ته ورسوله.

د مس عينک حشمت الله شهيدي چې ۶۴ منډې يې جوړې کړې وې د غوره لوبغاړي جايزه وګټله، په داسې حال کې چې د بند امير عثمان غني په ۷۹ منډو جوړولو سره د سټايلش لوبغاړي جايزه خپله کړه.

بايد وويل شي چې د شپږيزې ليګ سياليو په لړ کې سبا دوشنبه دوه سيالۍ ترسره کيږي، په لومړۍ سيالۍ کې سپين غر زمريا د امو نهنګان پر وړاندې، او کابل بازان د بوست ساتونکي پر وړاندې مخامخ کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx