افغانستان

ننګرهار: د عسکرو په توغندیز برید کې د یوې کورنۍ پنځه ماشومان وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶ وږي، ۱۳۹۹ل): د ننګرهار ولایت په «شېرزاد ولسوالۍ» کې د عسکرو په توپچي برید کې د یوې کورنۍ اووه تنه غړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

له سیمې څخه په همدې تړاو خپرو شویو راپورونو کې راغلي، چې دولتي عسکرو  نن غرمه د شیرزاد ولسوالۍ اړوند «کدیخیلو» سیمه کې پر یوه کور توپچي برید کړی، چې له امله یې د یوې کورنۍ پنځه تنه ماشومان وژل شوي او دوې ښځې ټپيانې شوې.

ورته مهال د ننګرهار تازه ټاکل شوی والي «ضیاءالحق امرخېل» هم یاده پېښه مني او په خبره يې په برید کې پنځه ماشومان او یوه مېرمن وژل شوې او دوه کوچنیان او یوه مېرمن بله ټپي شوې.

د امرخېل په خبره، د برید د څېړلو لپاره یې سیمې ته پلاوی لېږلی.

د دولتي عسکرو له لوري د سیمې پر خلګو بریدونه داسې مهال دي، چې د سولې لپاره هیلې زیاتې شوې او حکومت طالبان تورنوي، چې جګړه یې تېزه کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

The more you martyre the more you would be counting your days

MOTAAL ALLAH DE MOAR AW PLAR TA DA ZRA SABAR WARKRI
STASO TANKI WEENA BA INSHALLAH TANKI GULAN ZARGHON KRI

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx