شعـــــرونه

ويني د مظلومو مؤمنانو به نور رنګ راوړي/ جواد مل

جوادمل

ښکاري حالات داسي سوکالي چي تر خپل څنګ راوړي
ويني د مظلومو مؤمنانو به نور رنګ راوړي

خدايه! هغه زيات کړه چي د دين وطن په ننګه وي
هغه شرمنده کړه چي به بيا وطن ته جنګ راوړي

نه دي د دې خاوري چي پروا يې د پېښليک نه وي
هغه افغانان دي چي مډال هروخت د ننګ راوړي

لعل او مرجان يې هر وخت وړي له دې خاوري سه
کله چي راځي نو يا افيون راوړي يا بنګ راوړي

درومي چي د دې خوا له خندا په ډکه خوله لاړ سي
نه پوهېږم ولي له هاخوا نه زړګی تنګ راوړي

ورسه جوادمله وه اولس لره تبريک وايه!
وايه ورته سر له ستر خونخوار نه يو ملنګ راوړي

جوادمل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x