افغانستان

د کندهار – هرات په لویه لار کې د بهرنیانو پر کاروان سرتېری برید شوی

نن ټکی آسیا: له کندهار ولایت څخه ورکول شوی خبر وايي، چې نن سهار شاوخوا اته بجې د دغه ولایت په ژېړۍ ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لار د بهرنیو پوځيانو پر ټانک سرتېری برید شوی.
د کندهار چارواکو پېښه تایید کړه او زیاته یې کړه، چې په برید کې د بهرنیانو یو ټانک له منځه تللی.
د کندهار د والي ویاند دواخان مینه پال وویل، چې د ژېړۍ ولسوالۍ په حوض مدد سېمه کې له برید سره جوخت د کندهار-هرات لویه لار د بهرنیو ځواکونو له لورې د مسافرو پر مخ تړل شوي.
نوموړي د بهرنیانو د مرګ -ژوبلې او هویت په اړه څه ونه ویل.
بل پلو د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي وايي، چې دا سرتېری برید د دوی د یوه تن عبدالقهار حذیفه نومي کندهاري ملګري له لورې، چې له ډيرې مودې راهیسې يې په سېمه کې پر «خارجي اشغالګر» د ورته برید تکل کړی و، ترسره شو.
د ښاغلي احمدي په وینا، په دې برید کې د بهرنیانو چې ډېری یې امریکایان ول، یو زغروال ټانک په بشپړه توګه تخریب او پکې سپاره ټول عسکر ځای پر ځای وژل شوي دي.
په ورته وخت کې د پېښي عیني شاهدانو وویل، چې د بهرنیانو د مړیو او ټپيانو د انتقال لپاره یې چورلکې ولیدې، چې په سېمه کې کښېناستلې .
د دوی په وینا، له برید سمدستې وروسته د لویې لارې دواړو خواو ته مسافر بند پاته دي او تر اوس – ټکندې غرمې-پورې د تګ اجازه نه ورکول کېږي. دوی وايي مسافر له سختې ګرمۍ کړېږي او بهرني او کورني عسکر ورته په دې فرض روژه کې د تګ لپاره لاره نه ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حمدالله صابر

الحمدالله ډير ښه کار شوي سخت خوند یي وکه
الله جل جلاله دی د اسلامی امارت سر تیری فدایان او داسلامی امارت مشران زمونږ له سر نه نه کموي ماشاالله ښه زیری ده چی کافران ا غلامان وژل کیږی ډير خوند کوی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x