لیکنېنظــر

لاسته راوړنې؛ او د ویشلي افغانستان پاتې مانور!

استاد محمد زمان مزمل

لاسته راوړنې:
د مذاکراتو په اړه یوه ټپه چې د کابل سیاستوال یې خاصتا هغه چې د لس منزله پلازو خاوندان دي او هغه چې د خپلو نازدانه لورګانو لپاره یې د کابل په پرتمینو عروسي تالارونو کې د ودونو ارمانونه نېمګړي دي او هغه چې ددې مستعجلې په راتګ یې د بریښنا امرخیل په سندریزو کې څڼې او اوږې اچوي دا او څه نور همېشه د لاسته راوړنو خبره کوي.

که مطلب د لاسته راوړنو نه فعال ښوونځي ،اباد سرکونه، جوړ شوي ښارونه او د افغانستان د بنیې تأسیسات ،فابریکې او مراکز وي نو د هغو په هکله طالب او سوله ګواښ نده بلکې روان جنګ یې ګواښي.
او دا چې ځینې سطحي کسان له دې لاسته راوړنو نه د سولې پر ضد پلمه جوړوي څه هغه مجاهد وي، څه هغه د تېر نظام مشران، دویمه مشران وي او څه ددغې دیموکراسۍ دفتر او خزانه لوټونکي وې زه دغو عزیزانو ته وایم چې دا خو ستاسې لاسته راوړنې ندي دا دې ملت ته امریکا په راغلي اشر کې سوغات ورکړل خلق او پرچم دې د خپل وخت لاسته راوړنې وښیي؟ مجاهد دې د خپل دوران لاسته راوړنې وښیي؟ په پردیو لاسته راوړنو دا منافقانه زړه خوږی تر شا یوه قضیه لري او هغه دا چې د سولې مخنیوی وشي او د جنګ او ګډوډۍ په روان خړ سیلاب کې د حکومت اوله درجه لوټماران د ډالرو ،افغانیو ماهیان ونیسي.

په کوم منطق به سړی ووایې چې په سوله راغلي طالبان به د تېر شل کلن لاسته راوړنو ته ګواښ شي هغوی چې د امریکا د متمدنو ډیپلوماتانو سره خپل مشکل په پردي میز حل کړ ته د ملت او د حکومت د داراییو خیرن غل څه برتري لرې چې د طالب د مذاکراتو او طالب سره د سولې نه شېله کیږي.

د لاسته راوړنو د دعویدارو له خبرو او پٌوز نه معلومیږي چې هغوی غواړي د ویشلي افغانستان پاتې مانور پوره کړي دا نن ددغو فزیکي لاسته راوړنو تر څنګ زموږ معنوي جوړښتونه د تلو په حال کې دي د فوټبال فاحش په پنجشیر کې او قیصاري په شمال کې د فاطیمیانو مخکښ په کابل کې چا قابو نکړ.

د لاسته راوړنو دروغجنو پاسلونکو! تاسې افغانستان څو بغرۍ کړ ښارونه په ولایاتو کې محاصره دي، قومونه مو سره اخته کړیدي، ارګ مو دوه سری کړ او دوه سری یې ساتئ.

ددغه جنګ ادامه چې امریکا د ټرمپ په روایت ګواښي تاسې خیرن پکې پدې پوه نشوئ چې ددغه جنګ اوږدیدل به افغانستان د ایران او پاکستان د ستونې مړۍ کړي، ته دې د ودونو په صالون د لور په واده کې ګډیږې د کوژک او ناړۍ بې وسې کورنۍ همدا اوس د پاکستان د ډزو لاندې کلی په کلی ګډه په شا ګرزي.

ته دې په لاسته راوړنو خوشحاله اوسیږي ولې لنډ ګماران او چناري ته د تٌوتٌو د میلې لپاره په بدرګه هم نشې تلای.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

ډیر ښه مو تشریح کړیدی ، مزمل صاحب خیرونه مو په نصیب سه ، الله تعالی دی نور هم برکت درکړی چی د دغو غلامانو او د دوی د بادارانو د ماتوونکو غازیانو تقدیر هم وکړی ، الله تعالی به ستاسو قدر وکړی . داسی بیهمته ، درواغجن ، مفسد …. او خائنین چی د خپل دین ، د هیواد او د خپل ولس سره دښمنی کوی د افغانستان په ټول تاریخ کی نه لیدل کیږی او نه هم د نوری نړی په کوم هیواد کی، داچی په نورو پخوانیو اقوامو کی داسی منافقین وه که څنګه ؟ د دوی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx