نظــر

صفر ته د امریکا تلونکی حضور؛ په ارګ کې د تشکر د ټیم ببولالې!

استاد محمد زمان مزمل

د تشکر ټیم:
د تشکر ټیم مې ځکه وویل چې په افغانستان کې وروستي حکومتونو او مشرانو دا رسم تکرار کړ چې مشاورین او وزیرانو پکې یا بلې صاحبان انتخابوي او یا هغه چې د لمدو ژبو خاوندان دي چې په ډیری مواقعو کې مشرانو ته غر غوښه او سمند شوروا کړي.

ښه مې یاد دي چې موږ محصلین وو یو ځل مو د تقریري امتحان په اړه د شورای ملي رئیس عمر وردګ سره او یو ځل مو د عبدالله پوپل سره د افغانستان د معارف وزیر سره ولیدل چې اوس یې زه څلویښت کاله وروسته ددې راغلو ښاغلو سره پرتله کووم دا ورسره د پرتلې وړ ندي.
د پاچا له مشاور او یا د کابینې له وزیر سره به چې سړي وکتل یوه هفته به یې د هغه ملاقات په تاثر خوږه تېروله، اوس چې هغه له بلدو وزیرانو سره سړی ګوري د ملاقات مخکې هم هومره سړی وکړوي چې هغه بلدو ته یې سړی په لعنت او ښکنځلو پیل کوي او د ملاقات وروسته هم ددغو په دروغو وعدو او نه همکاریو.

دا چې  د درو په اخر کې په وړو بانډو کې د طالب مقاومت پیل شو دا پکې د حکومت د تشکر ټیمونه وه چې هره ورځ یې په غلطو اجرااتو او ټیټ تعامل د شته جغرافیې یوه برخه طالب ته په باج کې ورکوله ،نن موسهي او قره باغ بلکې کمپنۍ او بتخاک چارایې کې نه د چا سر امن ده او نه د چا جیب، ولې د وزیرانو سره یې عادي خلک په میاشتو هم نشي لیدای.

دا چې دا وضعیت د درو د وروستیو بانډو نه د لویو ښارونو واټونو او پس کوچو ته په همدې طریقه راورسید دا خو د تشکر د ټیمونو او بلې صاحب ګویانو د خیروخیریت او موږ په ښه وضعیت کې یو دا ټول په تېرو دورو کې په بد تکرار کې موږ دغه ځای ته راورسولو چې نن موږ پکې واقع یو.

چې یو جامع ملي تدبیر نه وي پدې هېواد کې به د طالب او کابل مېشتو مقدر هماغه مقدر وي چې د کابل په سقوط د خلق و پرچم او د افغانستان د ژغورونکو مجاهدینو بدرنګه پړاو یې یو ژوندی مثال ده.

زموږ لویه ستونزه دا ده که حزب وي که دولت د مشورې اهل او صحیح ټیم پکې نه شو انتخابولی هغوی چې د یوه خواږه ډالري معاش او د مشر زوی او د کشر زوم د تحصیل او بورس اندېښنه لري او پخپل وزارت او معاونیت په همدغسې مشغولاو کې اخته دي هغوی نه په یو تور ماښام کې د ملت په دې بدرنګ حالت اوښکې تویې کړې او نه یې په یو روڼ سهار کې خپل مشر او رئیس جمهور ته وویل چې امریکایان روان دي ښه خبره یې دا ده چې موږ د طالب دوه برابره سولې ته ور وړاندې شو.

د همدې ځایه ایله جار سیاسي ټیمونه د حکومتي سیاستوالو په حول ماحول کې د جوبایډن د کامیابۍ خوبونه ویني، د هند او هندوستان له درویزګرو سرفه شوو کلدارو خوبونه ویني د خپلو تشکیلاتو په کمولو کې د سرفه شوو افغانیو په پړسیدلي حساب راپور لیکي په مرګ او ژوبله کې له خپلې جغرافیې نه عاجزې اردو ته د مزیدو قربانیو شاباسي او افرینونه لولي په داسې حال کې چې کونډې او یتیمان یې په سرکونو سوالونه کوي.

د همدې ځایه اول د ارګ مشرانو ته او بیا د قطر مشرانو ته د یوه عظیم او تاریخي افغانستان د راتلونکي ژغورلو په اړه وایم:
چې موږ سولې ته نه یو روان موږ ستاسې ټیمونه مبادا پر بله او بدرنګې فاجعه واړوي چې مبادا رونډا او برما زموږ په خاوره کې ستاسې د بې تفاوتیو له مخې وزیږیږي.

صفر ته د امریکا تلونکی حضور که منحیث یو افغان او منحیث یو مسلمان له نظره تېر کړو د خوشحالۍ ځای ده ولې چې افغانان پخپلو کې په میاشتو میاشتو په وړو وړو مسایلو له اختلاف نه اختلاف ته ځي داسې ونشي چې د نجیب د سقوط د ورځو په شان کورنۍ جګړه مو بیا دنیا او تاریخ او خپلو خلکو ته سرکوزي کړي.

ستاسې دې په خدای قسم وي چې په تېر څلویښت کلن دور کې چې مو څه ولیدل د هغه په استناد څنګه ډاډه کیدای شئ چې دا د تشکر ټیم به مو نن له پرون ښه کړي او سبا مو له نن نه ،یوه اداره چې د خیراتي مرستو د مصرفولو توان نلري ،یو حکومتي جریان چې خپل مالي دونران هغوی ته د دنیا اوله درجه فاسد نوم اخلي موږ به د امریکا د صفر په حضور او د چور مرستو په پای کې پر چا پړه ږدو هغه چې پاسپورټونه یې ویزې لري او ټکټونه یې لا وار دمخې اوکې شویدي، سبابه موږ ددغو ورکو پسې چیرې پل اخلو او د کوم ملک پسې خپل اعتراض او پړو کچکول ګرځوو.

پدې حساب د سولې د دواړو مرکچي ډلو نه غواړو چې د تشکر د ټیمونو د ببولالو نه ستړي یو، نه چې د مذاکراتو په میز ددغو ببولالو کرایې شخصیتونه سوله هم لکه د کابل سیاست مسخره او بدنام کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اختر محمد

شه لیکنه وه الله دی برکت در کړی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx