افغانستانسولې اړوند خبرونه

طالبان په مذاکراتي ټیم کې وروستي بدلونونه مذاکراتو ته د خپل جدیت نښه بولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷ وږي، ۱۳۹۹ل): طالبان وایي، په مذاکراتي ټيم کې وروستي بدلونونه د سولې خبرو ته د دوی د جدیت نښه ده او دا څرګندوي، چې مذاکراتو ته په اهمیت قائل دي.

تېره ورځ طالب ویاند اعلان کړه، چې مشرتابه يې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره  یوویشت کسیز ټيم ټاکلی، چې «شیخ عبدالحکیم» یې مشري کوي او مرستیالي به یې د «شیر عباس ستانکزي» په غاړه وي.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې یاد بدلونونه مذاکراتو د جدیت نښه بلل شوې « د سیاسي بهیر په رأس کې د الحاج ملا برادر آخند، شیخ عبدالحکیم صاحب او شیر محمد عباس ستانکزي صاحب په شان د بانفوذه، تجربه کارو او محبوبیت لرونکو شخصیتونو موجودیت د اسلامي امارت د ديپلوماتیکي دستګاه د ځواکمنۍ او مؤثریت ښکاره دلیل دی او له وروستیو ټاکنو څخه معلومیږي چې اسلامي امارت په پوره جدیت راتلونکو مذاکراتو ته تیاری نیولی او دې پړاو ته په ډیر اهمیت قائل دی.»

خبرپاڼه کې وړاندې زیاته شوې « راتلونکو مذاکراتو ته د اسلامي امارت دغه آمادګۍ او د سیاسي ټیم تقویه مجاهدینو او عام ولس ته دا پيغام ورکوي چې د اسلامي امارت رهبري د جهاد ارمانونو، د اسلامي نظام حاکمیت او د مذکراتو په لړ کې د مؤمن ولس د هیلو تثبیت او ترسره کیدلو ته ټینګه ژمنتیا لري. او د دې لپاره لکه څنګه چې په نظامي او بیلابیلو ملکي برخو کې فعالیتونه ترسره کوي. په سیاسي برخه کې هم د حالاتو او وضعیت له غوښتنوسره برابر مناسب اقدامات سر ته رسوي.»

د طالبانو له قوله، له مذاکراتو سره دا ډول جدي چلند به ددې باعث شي، چې د تېرو مذاکراتو په څېر اوسني هم په بریالیتوب سره پای ته ورسوي او خپل عمده اهداف ترلاسه کړي.

د طالبانو له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې وړمه ورځ طالبانو اعلان وکړ مشرتابه یې د بین الافغاني مذاکراتو د مخته وړلو لپاره  یوویشت کسیز پلاوی ټاکلی.

ویل کېږي، چې یاد پلاوی له متنقذو طالب چارواکو ترکیب شوی، چې دیارلس تنه یې د رهبري شورا غړي دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

فَلَا تَهِنُوا وَتَدْعُوا إِلَى السَّلْمِ وَأَنْتُمُ الْأَعْلَوْنَ وَاللَّهُ مَعَكُمْ وَلَنْ يَتِرَكُمْ أَعْمَالَكُمْ ﴿۳۵﴾سوره محمد آیت ۳۵—ترجمه:پس تاسی سستی مه کوۍاودعوت مه ورکوۍ دصلح طرف ته اوهم تاسوغالب یی اوالله ستاسوسره دۍاودۍ به هیڅکله نقصا ن درنکړی تاسوته.
مسلمانانووروڼوله مرتددین سره هیڅکله داسی جوړه ونکۍ چه سبادغاړی طوق وی پرمرتدینوجهادفرض دۍ داوودخان فیض محمد مرتد وزیرداخله کۍ،محمد مرسی داخوان المسلمین مشرپه مصر کی مرتدالسیسی وزیردفاع مقررکۍ الله دهغومرتدد ینوپه واسطه څنګه درپددره کړل،الله فرمایی:زمااوزمادرسول دښمنان مه دوستوۍ اونه له ماماسیواله چانه بیره کوۍ.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx