افغانستان

صالح: له امریکا سره ویاړلې دوستي لرم؛ خو له طالب سره ګډ کار کول راته د منلو وړ نه دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷ وږي، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د مشر لومړی مرستیال «امرالله صالح» وایي، له امریکا سره یې ویاړلې دوستي درلوده او لا یې هم لري؛ خو له طالبانو سره ګډ کار کول ورته د منلو وړ نه دي.

صالح دغه څرګندونې له طلوع نیوز سره په خپله تازه مرکه کې کړې.

نوموړي اعتراف کړی، چې د امریکایانو ویاړلی دوست پاتې شوی او اوس هم دی؛ خو په خبره یې، دی په فکري او نظري لحاظ هیڅ دې ته چمتو نه دی، چې له طالبانو سره سوله او یو وخت له هغوی سره ګډ کار وکړي.

د صالح په خبره، نوموړی د اشرف غني د لومړي مرستیال په حیث نه غواړي د سولې د خبرو په وړاندې خنډ شي؛ خو په انفرادي او نظري لحاظ هیڅ دې ته چمتو نه دی، چې له طالب سره سوله وشي او یوه ورځ تر یوه چت لاندې ګډ کار ورسره وکړي.

صالح ددې تر څنګ د طالب بندیانو خلاصون دده لپاره یو «د خوښۍ نه وړ» ګام وباله او په خبره یې، یاده پروسه یې ځکه شپږ میاشتې وځنډوله تر څو نړۍ ته وښيي، چې حکومت د خپل واک دی.

نوموړي ددې تر څنګ په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو په اوږدمهاله شتون ډاډ څرګند کړ او په خبره یې،  د امریکا ستراتیژيکې او جیو ستراتيژيکې ګټې یاد هیواد ته له افغانستانه د وتلو اجازه نه ورکوي او په افغانستان کې د اوږدې مودې لپاره پاتې وي.

قطر ته د سولې د مذاکراتي پلاوي د تګ د ځنډ په اړه نوموړي وویل، چې د شپږ تنه طالب بندیانو په اړه له «غربي دوستانو» سره موافقې ته د رسېدو بحثونه،  دوحې ته د طالب پلاوي نه رسېدل او د پروټوکول یو شمېر مسایل د کابل د مذاکراتي ټیم د سفر د ځنډ لاملونه یاد کړل.

د حکومت د دویمه شمېره لوړپوړي چارواکي پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې تمه ده په نږدې ورځو کې د کابل مذاکراتي پلاوی دوحې ته ولاړ شي او هلته د طالبانو له مذاکراتي ټیم سره مخامخ خبرو ته کښېني.

د شنونکو په باور، د مذاکراتو د پیلېدو په درشل کې پاروونکې څرګندوې کول د سولې په پروسه منفي اغېز  کوي او یاده پروسه له ناکامۍ سره مخ کولای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اختر محمد

ناصالح یو جنایت کار مزدور او دمسلمانانو اوپه خاص دپشتنو ستر قاتل دی امریکا اونورو کفارو ته جاسوسی کول دخپلی مور بربند کولدی دی مزدور په سلګونو افغانان وامریکا ته وسپارل او دګوانټا نامو په زندان کی واچول

pattang

دشمال لنډغر هر څوک غواړي خو پښتانه نه ! مذدوري بی ناموسي غواړي خو پښتانه نه !

طوطی

پښتنو څه توره کړی. ترهګرو ته یی په خپلو کورونو کی ځای ورکړی. د اسلام نوم او د پښتنو نوم یی د تروریستانو په لست کی ثبت کړ. نور د پښتون په نامه شرم دی چی سړی فخر پری وکړی. پښتون تاسی څه ته وایی. صرف په پښتونخوا کی آی اس آی په زرګونو پښتانه ژوندی ورک کړی همدا ملا برادر یی اته بندی کړی وه ولی اوس ### پنجابی وزیر خارجه ته غیږ خلاصه وی. دومره بیغرته پښتانه مو کله هم نوه لیدلی. د شمال لنډغر هر څه دی په خپل قوم یی غیرت کړی له خپل زانی، خاین،… نور لوستل »

طیب

کہ ھر څو کښتہ پورتہ سی تاسو دخپل واک نہ یاست : او بل تہ خو می ددوی (امریکای سر ټیټو )پہ سر کی ور ایښی یی داور کندہ ددی ځای سہ

سیدزرغون شاه آغا

ناصالح! الله(ج) دی حشر د بوش، اوباما. ټرومپیټ،…………..سره وکه.

طوطی

احمق خانه: له تا څخه لا پخوا طالبانو له امریکی سره د دوستی او سولی توافقنامه امضاء کړې.

جمیل

په خبیثو غلامانو کی دی غټ خبیث غلام دی ، دا خبیث د دین دښمن دی ، دی هم غواړی چی مفکر سی او په عامه په دین ملنډی وهی .
یوه ورځ به دی په دار ونه وینم

Back to top button
7
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx