لیکنېنظــر

خبرې اترې؛ طالبان خام کار نه کوي

عبدالغفار سربڼ

يوې اجماع ته رسیدل او پر هغې موافقه کول له ټولو هغو ګډونکونکو چې په ناسته کې ګډون کوي  دا غواړي چې هغه پوښتنې حل کړي چې دا څلویښت کلن یا دا نوی شل کلن کړکیچ يې را مینځ ته کړی.

فقط په دغه صورت کې به افغانان یو میثاق ته ورسیږي… تجربو ښودلې چې کله اساسي مسایل په سمه توګه حل او فصل نه شي دا به بیا هم یو خام کار وي او افغانان پس له ۴۵ کلونو نور د تجربې او خامې فیصلې نه حوصله او نه هم زغم او نه هم توان لري باید خبرې او فیصلې بیخي پخې او محکمې وشي او ټول هغه سوالونه چې له دې د مخه او ښایي پس له دې بیا هم سبب شي چې افغانان سره په څو ډلو او ټپلو وویشل شي؛ مطرح شي.

هغه چې جنجال او نفاق راولي ترک شي او صرف هغه اصول او خواهشات چې افغانان سره جمع کوي او پيوستون راولي ټینګ او محکم وساتل شي.

ډير كسان دا توقع لري چې هغه مسايل دلته حل كړي چږې هغه د يوې ناستې له توان نه اوچت دي مثلا ځينې دا غواړي چې په قانون اساسي وغږیږي يا د اتباعو او ښځو په حقوقو اوږده اوږده بحثونه وکړي خو خبره  دا ده چې هر سړی په دې پوهيږي چې توافق به سخت وي خو دا نه وايي چې دا مشكلات دوی پخپله ځکه جوړوي چې د دوی اكاډميك مسلكي او تخصصي مهارت او پوهه د خبرو اترو له پاره ناكافي دي، خبري بايد په هغه سوال وشي چې مونږ  ته يو نظام او يو ثبات او پيوستون راولي بيا به نور خواهشات  هماغه نظام جوړوي، تدوین او تنظیموي‌.

مشكل دادی چې طالبان پوهیږي چې څه شی غواړي خو نورې ډلې جمع كابل اداره له دې ناستې هغه شی غواړي چې ددږ ناستې په صلاحيت كې نه دي، داسې فرض كړئ چې دا ناسته فيصله وکړي چې  جمهوريت او د میرمنو حقوق بايد د سيكولر قوانينو په مطابقت وشي او هماغسې چې د ارګ او شریکانو یې خوښه ده  په میثاق کې درج شي.

پوښتنه داده چې كوم نر به پس له دې چې ناټو ووته دا عملي كوي یعنې دا حقوق چې دوی یې دومره میینان دي د ناټو ۴۹ هیوادونو جنګیالیو مشاورانو حقوق پوهانو حتی د رشوت په زور  حتی په خپلو جهادي، دموکراتو او تکنوکراتو او چپو ډلګیو او ناسیونالیستانو چې دننه په سیستم کې وو ونه شول منلی نو په نر او باتور مومن افغان به دا ناروا اصول څه رنګه او څوک ومني؛ جواب منفي دی؛ هيڅوك دا توان نه لري.

د دغو دوو غونډو دوحه امارت اسلامي – امريكا،  دوحه امارت اسلامي- افغاني نورې ډلې،  فرق دادی چې اولني دوې ډلې دواړه  په مهارت ځانته هغه هدف ټاكلی و چې رسيدو ته يې امكان د ځمكې په سر ممكن و.

هلته اصول له  فروعاتو سره جمع او مخلوط شوي نه وو، اصول د ناټو او امريکې  وتل د یوه زمانې جدول له مخې او دوهم د طالبانو له خوا  دا ژمنه چې د دوی له خوا به د امریکا پر ضد له افغانستان نه تعرض ته اجازه نه ورکول کیږي او  بیا وروسته د افغانستان د راتلونکې له پاره یوه ناسته جوړول چې هلته به د یوه مرکزي واحد نظام په هکله  د خبرو له لیاری یوه میثاق ته رسیدل  هدف وي، بندیانو خلاصول اوربند ,په اینده حاکمیت خبرې  ,مشروط ګرځیدلي وي.

تر هغو چې  هغه دوه اصلي فیصلې نه وي شوې نورې خبرې فرعي انګیرل کیدې.

یعنې د امریکایانو شتون افغانستان کې او د امریکا امنیت ته خطر او د طالبانو له خوا ژمنې  باید اول حل شوې وای.

دا نورو بندونو د اساسي شرطونو د مرستندوی  ټکو په توګه منل شوي وو، په هغو  ناستو كې چې امريكايي خوا هر څومره کوښښ کاوه چې کله کله د خدعې او چل په موخه خبرې په فرعي مسایلو ولړي او وڅرخوي خو طالبانو په خدا داده ذکاوت د هغو مخه ونیوله.

اوس اوس  پدې ناستې کې  د غرب لیبرال داخلي متحدین چې له غرب نه لا زیات په دموکراسۍ او جمهوریت مین دي شته دي , په کمونیزم او په ناسیونالیزم  او قوم پالنې مین خلک شته، په توکم پالنې او فرقه پالنې او فدرالیزم مین خلک شته، خلاصه فرصت طلبه، په پیسو مئین او په شخصي ګټو مین خلک هم شته دا یو خورا مغلق او مرکب هیئت دی.

په دې کې د ارګ او دارګ د حامیانو هدف همدا دی چې طالبان له داسې خلکو سره مخامخ کښېنوي او وجنګوي چې  ناټو په خپل ټول زور دا شل کاله ونه شو کولی سره اهلي کړي او سره په يوې اجماع راټول کړي.

هره یوه ناشونې ارزو او هیله لري او ناټو غواړي دا خلک طالبانو ته لکه یوه محکمه له عقدو ډکه غوټه مخامخ کړي.

طالبانو ته به اسانه وای که دوی کې دا عقل او تمیز وای چې کوم شی نن فرعي اهمیت لري او کوم شی اصلي او مهم ارزښت لري.

دا دومره ناپوهۍ کې غرق دي چې له ډیرې نا امیدۍ له طالبانو هغه شیان غواړي چې حتی امریکا یې هم نه شي ورکولی او اصلا دا هیلې چې دوی یې لري د یوه محکم مرکزي په شریعت ولاړ اسلامي دولت په وس او صلاحیت کې دي.

په نا پوهۍ کې طالبانو ته دوی د همدغسې یو دولت واک ورکوي.
الحمد لله

رابه شو اصلي سوال ته:

زما په اند په دې ناسته  کې باید لاندې مسایلو ته ځواب ولټول شي او بیا  موافقې ته لار جوړه شي:

۱.د یوولسم سپتامبر دسیسه  او د تروریزم تور لګول پر افغانانو او د ناټو  او امریکا تجاوز پر افغانستان او د بین المللی ټولنې یو اړخیزه فیصله  په زغرده ډول غندل او  لکه یو واحد هیواد او ملت او لکه یو واحد امت د غیر عادلانه تجاوز په خلاف په راتلونکي کې هم یو غږ لرل.

۲.د بن د اولې ناستې او د دوهمې ناستې قطعي محکومول او د هغې ارزونه لکه یوه خارجي پروژه او د هغه د تکرار مخنیوی او په خصوص  د جاري غونډې د جریان څخه مراقبت تر څو هاغه ناکامه ضد ملي او ضد اسلامي فیصلې اوس تکرار نه شي.

۳.هر هغه ګډون کوونکي باید دا خبره ومني چې هیڅ پردی ملک افغانانو سره هغه مرسته نه شي کولای کوم چې دوی یې پخپله له ځان سره کولای شي.

باید دا تاکید وشي چې هغو کړیو چې د مرستې په امید دوه درې ځلې خارجي هیوادونو  ته مراجعې وکړلې بیا دا تلاش ونه کړي او داسې یو عمل یو ضد انساني او غیر اسلامي عمل اعلان شي.

۴.اشغال او د اشغال ټولې پایلې او نتایج په واضحو الفاظو باید وغندل شي او هره هغه ډله چې دا هیله لري چې د خپلو سیاسي امیالو او اهدافو له پاره بیا دا کوښښ وکړي باید له غږ لرلو او اختیار نه محروم شي.

۵.اجماع په  اسلامي مرکزي واحد نظام چې هر یو په هغه کې ځان وګوري او د فیصلې اختیار ولري  راتلی شي، ډول او ترکیب او چلونکي یې فقط د تقوی پر بنیاد  ټاکل کیدلی شي.

۶.بن کې ډلو په اشخاصو بحث کاوه  مصیبت پر خلکو راغلی و خو هغو خلکو پر هغې څېرې خبرې کولې چې چاته څومره برخه ورکړل شي.

اوس دلته باید بحث له افرادو نه هغه نظام او اجماع ته راجلب شي چې خورا اصلي دي.

پر کمونیزم، دموکراسۍ او ناسیونالیسو او تاجک او ازبک او پښتون هزاره ټول افغانان نه راجمع کیږی خو اسلام ته اکثریت متعهد او ژمن دي.

کله چې لوی اکثریت راجمع شي بیا د محدود اقلیت حقوقو ته هم احترام وشي هلته قوي  اجماع Konsensus راتلونکې ده.

د ډلو به دا کوښښ وي تر اخري سلګۍ چې خبرې خپلې خپلې برخې ته واړوي او ویې څرخوي، خو پر ژمنو مومنو افغانانو دا واجب دي چې لکه چې له امریکایانو سره له اصلي خبرو فرعي او جانبي اړخونو ته ونه ښویدل دا ځل بیا په دوحه کې سرمشق واوسي، ټولو نورو ډلو ته.

۷.ارګ او د هغه تربوران هم کیڼ لاسي او هم جهاد وهلي د ناټو داخلي انډوالان محکم نښتي په جمهوریت او قانون اساسي او د ښځو  پر غیر اسلامي حقونو.

طالبان  ددغو جراثیمو  په وړاندې وقایه دي نو وطنوال په اسانۍ بیا هم د درواغجنو شعارونو او هیلو په کنده کې لویدلی شي، دا هماغه ډیره پخوانۍ انګریزي لوبه ده چې نه تنها په افغانستان کې بلکې په نورو اسلامي هیوادونو کې بار بار تجربه شوې.

هدف  تفرقه راوستل دي،  ددې موخې له پاره  درې ځلې انګریزانو یو ځلې روسانو او بیا اوس ناټو او امریکا په دې خاورې یرغل کړی او که مونږ بیا  ددغو بد کارو سړي وژونکو  او د هغو د بد مرغو اجیرانو  په لومه کې وغورځیږو ډیر غټ  شرم به وي.

۸.اصولي خبره دا ده چې له  نورو هیوادو سره خپل مناسبات او اړیکې باید  د شراکت په بنا  استوارې شي نه د اجیر او د امر په توګه، دا اساسي خبره باید په اجماع او اتفاق  په ټولو خواوو ومنل شي.

۹.په دې باید اتفاق وشي چې بهرني فقط د اقتصادی متخصصینو په حیث او یا د اجیرو کارپوهانو غوندې هیواد کې شتون لري  نه د وسله والو قوتونو او نظامي هډو په عنوان.

۱۰.ډیر مهم اتفاق او تاکید باید په دې اصل وشي چې راتلونکی افغانستان فقط هغه وقت خوندی کیدلی شي چې عدم انسلاک یا عنعنوي بیطرفي سیاست ته په نړیواله کچه وګرځول شي خو دا بیطرفي باید فعاله وي او د حق او عدالت  په ګټه وي يعنې د ظلم په برابر کې د اسلامي احکامو په رڼا کې چلند کول او نه د ذاتي او خپلې ملي ګتو په چوکاټ کې.

دا که د فلسطین قضیه وي او که د ایغور او میانمار  په مسلمانو ظلم وي، خو  افغانان باید ځان له  مادي او استعماري او ظالمانه بین المللي کړکیچونو او جګړو او کشمکشونو نه لرې وساتي او د اقتصادي ګټو په ګټو پسې قوم او وطن تباه او برباده نه کړي.

زبر ځواکونه تل د ذاتي ګټو له پاره واړه هیوادونه په تشو وعدو او مالي او مادي مرستو په بهانه غولوي او له خپلو ګټو یې ځاروي، باید دا ليارې بیا تجربه نه شي.

۱۱.له همسایه ګانو سره اړیکې باید د ګيلې او شکوو او کنایو خلاص شي، دوی نه زمونږ تربوران  دي او نه هم زمونږ هغه ورونه چې د پلار په کور کې د پلار مړی خوري بلکه که ورونه هم وي نو جلا شوي سیال او د اخښي ګانو څښتن ورونه دي، نو مونږ له دوی سره  هم باید د شراکت او عدالت په اصولو اړیکې جوړې او سمبالې کړو.

۱۲.د یو افغان په توګه ټولو هغو افغانانو ته چې طالبان نه دي زما دا مشوره ده راځئ د پيوستون په طرف، باچاهي امتحان شوه، جمهوري داود خاني هم امتحان شه، کودتاهي خلقي، بیا پرچمي، د روسانو پر ټانکونو سپاره جمهوري دموکراتیک هم امتحان شه بیا موقت صبغته اللهی او بیا مسعود مزاري ,دوستم ,سیاف, پرچمي جنرالان,او حتی حکمتیاري, طرحې هم امتحان شوې.

بس به وي دا ملک زیاتي د تجربو له لابراتوار نه وباسئ او په افغاني هوډ او اسلامي ایمان تعهد او ژمنه وکړي چې نور دلته هیواد د بهرنیو افکارو او ایدیولوژی ګانو او ادیانو په ګټه مه ورانوئ او ددغو باطلو افکارو له پاره يې مه قربانوئ.

کافی به وی ازمایښت د دوحې راتلونکې خبرې که په اصلي ستونزو وشي او میثاق ته ورسیږي نو دا به د ثبات ضامن شي، ددې  خبرو ناکامي د مداخلې او حتی تجاوز او د بیا یرغل او اشغال احتمال ژوندی  ساتي.

یعنې د دښمنانو دا هیله چې دا ناسته به ناکامه شی او د یرغل بهانه به ژوندۍ وي، باید متعهد افغانان ووژني او سره د دین او وطن د ساتلو له پاره یو شي.

۱۳.د کابل د ادارې ټول هغه قراردادونه چې له امریکا، ناټو، ایران، پاکستان او هندستان او نورو هیوادونو سره یې له مجبوریته او د يوې اجیرې او وابسته او مجبورې ادارې په حیث لاسلیک کړي  بې له ځنډ  او خنډ نه لغو کول او د ټولو  افغانانو په یوه اواز د هغو غندل.
ان شا الله العظیم.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شفیق الله

دا ځل به انشاالله بیا هغه جنګونه هغه بی اتفاقیانی چی په افغان ملت کی وی هغه به نه وی دی چانس نه باید ګټه پورته شی او پری نه ښودل شی تر څو دافغانستان دښمنان خپلو شومو اهدافوته ورسیږي بهرنی اشغالګران به ووځی او د امارت مجاهدین لخیره د دراتګ په درشل کی دی انشاالله العزیز.او الله تعالی دی دایمی سوله زمونږ په وطن کی راوالی د اباد،خپلواک او سوکاله افغانستانه په هیله.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx