ټولنیزه برخه

ولې له پوهنتون وروسته هم بې سواده یو؟

نذیر منیب

په اسلامي او غربي ټولنو کې تعلیم او زده کړې ته خورا ډېر اهمیت ورکړل شوی او په ارزښت ور ته قایل دي، الله متعال فرمايي: (آیا هغه کسان چې لوستي دي او پوهېږي له هغو سره چې نه پوهېږي یو شان دي؟! نه هېڅکله هم نه)

هغوی چې پوهېږي په مراتبو له هغو چې نه پوهېږي غوره دي، ځکه شیطان د یو مخلص او پیاوړي عابد پر مړینه دومره نه خوشحالېږي، څومره چې د عالم په مړینه خوشحالېږي، لامل یې دا دی چې عالم نورو ته خپله پوهه لېږدوي.

خیر دا مهال زمونږ په ګران هېواد افغانستان کې د پخوا په پرتله ګڼ شمېر دولتي او خصوصي تعلیمي مرکزونه شتون لري، چې د هېواد ډېری ځوانان په کې په زده کړو بوخت دي خو د خواشینۍ خبره دا ده، چې له دغو لوستو کسانو ځینې یې داسې دي، چې له دولسم او شپاړسم ټولګي پورې له زده کړو وروسته بیا هم نه شي کولای املا ولیکي، آن په لیک او لوست هم نه پوهېږي.

دا چې ولې ځوانان د ټولګي او پاړکي له مخې په زده کړو کې مخ ته ځي خو پوهه یې تر هغې کچې چې دوی وړاندې تللي ټیټه وي. زمونږ زده کړیالان چې پکار ده ورځ تر بلې د کیفیت او کمیت له اړخه ارتقا وکړي، ورځ په ورځ ضعیفه کېږي.

د دې لپاره چې څه ډول وکولای شو خپل زده کوونکي او محصلین په واقعي ډول د خپلو زده کړو او تحصیل مطلبو موخو ته توجیه کړو او دوی ته لوری ورکړو، اړتیا ده چې دوه مسئلې روښانه شي او زمونږ محصلین او زده کوونکي پرې پوهه شي. لومړی دا چې ولې زده کړیالان له زده کړو سره لېوالتیا او علاقه نه لري، د دوی د نه لېوالتیا او له درس سره د رغبت نه لرلو لامل څه دی؟ دویم د دغې ستونزې لپاره د حل لاره ده، علمي بنسټونه او اکاډمیک مرکزونه، چې مکتبونه او پوهنتونونه دي دوی باید د هغو زده کوونکو لپاره چې د زده کړو او تحصیل په برخه کې له فکري اختلال سره مخ دي څه ډول برنامې ولري، تر څو له دغو ستونزو یې را وباسي.

لومړی بحث پر دې کوو چې د کومو لاملونو له مخې زمونږ زده کړیالان د تعلیم او تحصیل په برخه کې بې پروا دي او د خپلو زده کړو او تحصیل په برخه کې هڅاند نه دي؟

په لومړي سر کې یې لامل د زده کوونکو او زده کړیالانو کورنۍ دي. دوی خپل اولادونه چې پوهنتونونو ته یې لېږي، هغه که خویندې وي یا وروڼه وي، وپوهوي او د زده کړې مطلوبې موخې ور ته باید په ګوته کړي، کله چې هغوی ته کورنۍ موخه تعریف کړي او خپلې غوښتنې ورته وښايي هغه وخت زده کړیال (محصل) په دې پوهېږي او دا احساس کولای شي چې زه د کوم هدف لپاره پوهنتون ته ځم.

خو په خواشینۍ سره کورنۍ خپل غړي پوهنتون ته لېږي، چې ځه درس ووایه او زده کړې وکړه، خوا دا چې د کوم هدف لپاره، جوته نه ده. بس د فلانکي زوی پوهنتون لوستی پکار ده چې زما زوی یې هم ولولي خو موخه او هدف ور ته نه روښانه کوي.

دوی خپلو اولادونو ته د درس ویلو ټولې اړتیاوې پوره کوي، له خوراک او پوښاکه نیولې بیا تر نغدي خرچې او لګښته پورې خو هېڅکله یې له خپلو اولادونو د دې په اړه چې نن دې په ټولګي کې کوم درسونه ولوستل، ښوونکي کومه کورنۍ دنده درکړه، پر کومه موضوع مو بحث وکړ یا د ارزونې داسې نورې بڼې، تر څو هغوی له درس او زده کړو سره لېوالتیا پیدا کړي، له هغوی څخه پوښتنه نه کوي.

نو د دې لومړی لامل په خپله همدا کورنۍ ده. دوی ته پکار ده، چې د خپلو اولادنو د زده کړو تر څنګ هغه مطلوبه موخه چې دوی یې لري هغوی پرې وپوهوي، ځکه هغه وخت زده کوونکي او زده کړیالان کوښښ کوي، پاملرنه یې ډېریږي او د مسؤولیت احساس کوي چې دوی یې وڅاري. کله چې په دې پوهه شو چې د کورنۍ ما ته پام دی، ما ارزیابي کوي او پوښتنه را څخه کېږي، دوی بیا هېڅکله بې پروايي نه کوي. د بېلګې په ډول که د ذهن کمزوري هم لري زیار کاږي چې دغه کمزوري په ځواک واړوي.

دویم لامل د ښوونځیو د ضعف موضوع ده، که ښوونځي په دقیق او سم ډول له لومړي ټولګي څخه تر دولسم پورې نصاب او تعلیمې برنامې چې دوی یې لري ادارې او ښوونکي یې په واقعي او سم ډول وړاندې بوځي دا زده کوونکی داسې روزل کېږي، چې د تحصیل دورې ته ډېر ارزښت ورکوي.

خو متأسفانه! دا چې ښوونځي ضعیفه دي او کله چې زده کړیال ضعیفه او کمزوری پوهنتون ته راشي، نو د پوهنتون دوره چې طبعاً یوه حساسه دوره ده او زده کړیال باید د ډېر څه تر لاسه کولو لپاره په خپله زیار وباسي، استاذ خو یوازې د یو لارښود په ډول له ده سره مرسته کوي نو محصل چې د یو زده کوونکي په کچه کې دی یعنې کله چې متعلم پوهنتون ته راځي تر اوسه بشپړ زده کړیال (محصل) نه دی، دلته چې راشي ظرفیت وویني، د درس حجم ووینې او زحمت ویستل چې پر ده فشار راوړي په یو ډول نه یو ډول له درسه تېښته کوي، له زده کړې سره علاقه نه لري، ځکه چې د ده له ظرفیته لوړ دی، لامل یې دا دی چې له ښوونځي نه کمزوری راغلی.

بله مهمه موضوع دا ده، چې په هېواد کې د تعلیم په برخه کې واسطه، زور او واک مطرح کېږي.

هغه کسان چې د واک پر ګدۍ ناست دي او د منصب خاوندان دي، د دې پر ځای چې علمي بنسټونه تقویه کړي او ملاتړ یې وکړي، په زور او ګواښ یې مخ ته وړي. د بېلګې په ډول هغه کسان چې په یو موقف کې دي د زور او ګواښ په کارولو سره له استاذه خپل زوی، ورور یا بل کس ته د زیاتو نمبرو اخیستو غوښتنه کوي، دا ور ته مهمه نه ده چې دا کس څومره پوهېږي یا څومره وړتیا لري، ځکه هغه د استاذ، ښوونکي، زده کړو او د علم په ارزښت نه پوهېږي، فقط غواړي چې زوی یې ژر هغه موقف ته ورسېږي چې دی په کې دی.

د ملت هر وګړی، هغه که استاذ دی، زده کړیال دی، ښوونکی دی، زده کوونکی او یا بل هر کس دی، باید په دې وپوهېږي چې مونږ د یو مسؤولیت په ډول علم تر لاسه کوو. الله فرمايي « اقراء بسم ربک الذی خلق یا فاعلم انه لا اله الا الله » کله چې په دې پوهه شول نو بیا کېدای شي دغه ستونزه و نه اوسي.

عبدالله ابن مبارک رحمه الله فرمايي: الله متعال درې ډوله خلکو ته د علم او پوهې توفیق نه ورکوي، که شپه او ورځ یې په لټه کې وي.

لومړی: بې طلبه انسان. دوهم: متکبر انسان او درېیم: ګستاخ او بې ادبه کسان، دغه درې ډوله انسانان هېڅکله نه شي کولی د پوهې او علم مطلوبې درجې ته ورسېږي.

نو اوس چې زده کوونکي د هغه ځواک پر بنسټ چې د خپل مشر له مخې یې لري او خپل استاذ پرې ګواښي او ارزښت نه ورکوي، هغه به څنګه پوهه ولري.

بل لامل دا هم کېدای شي، چې علمي مرکزونه، لکه: پوهنتونونه، مسؤولیت لري تر څو خپل تعلیمي نصابونه او درسي برنامې داسې عیار کړي، چې تحصیل ته راغلی کمزوری زده کوونکی هم له درس سره علاقه پیدا کړي.

درسي مفردات او نصاب د ټولنې او وخت له اړتیاوو سره سم چمتو شي، خو په خواشینۍ سره زمونږ د مکتبونو او پوهنتونونو درسي نصاب دا مهال ډېر له ستونزو ډک دی، داسې څه په کې ځای پر ځای شوي، چې زمونږ له ټولنې سره هېڅ اړخ نه لګوي او نه ور ته اړتیا لري.

بیا هم په ډېرې خواشینۍ سره چې په پوهنتونونو کې هم اوس یوازې رنګ بازي او وخت تېرول حاکمیت لري، هلته چې یو واقعي تربیت شتون ولري، هلته چې کله یو زده کوونکی د لومړي ځل لپاره پوهنتون ته راځي د پوهنتون فضا باید له محصل سره خبرې وکړي خو د پوهنتون فضا د دې پر ځای چې زده کوونکی زده کړو ته وهڅوي نور یې هم زړه توری کوي.

بله غټه ستونزه په اوس وخت کې په پوهنتونونو کې د وچ تدریس مخکې وړل او استاذ محوري ده. له ځانه پرته محصل ته وخت نه ورکوي، هغه ته اختیار نه ورکوي، له محصل سره په فردي او اجتماعي ډول کار نه کوي، اکثره وخت د استاذانو له خوا داسې برخورد ورسره کېږي، چې له درس سره د هغه شته علاقه هم ختمه کړي.

که څه هم د استاذ محورۍ موضوع اوس تر یوه بریده هواره شوې خو د پوهنتونونو لخوا زده کړیالانو ته د تیوري تدریس تر څنګ د عملي زده کړو زمینه یا بېخي برابره نه ده او یا په نشت حساب ده، چې د دوی د پراخو زده کړو او لوړې پوهې مخه یې ډپ کړې ده.

د دې ستونزې لپاره ګټوره او مهمه حل لاره دا ده، چې که زمونږ تعلیمي مرکزونه هغه اصول چې زمونږ دین بیان کړي او اسلام بشریت ته وړاندې کړي پلي کړي او دغه منهج او تګلاره چې قرآن بیان کړې خپله کړي بیا به مونږ نابغه ګان روزو او انساني نړۍ ته به مخترعین او مکتشفین وړاندې کوو لکه څرنګه چې په اسلامي نړۍ کې یوازې زمونږ هېواد افغانستان نړۍ ته دومره مکتشفین، مخترعین، عالمان او فقها ور پېژندلي چې د نړۍ هېڅ سیمه او هېواد یې شاهد نه دی.

ولې هغه درسي اصول چې قرآن بیان کړي په علمي بنسټونو کې ور ته پاملرنه نه کېږي، دا چې استاذ څنګه کولای شي د محصل زړه تر لاسه کړي او د محصل له تحصیل سره علاقه پیدا شي. د دې په خاطر قرآن کریم د ټولګي او صنف لپاره درې اصول بیان کړي، چې اوس ورته صنفي اصول ویل کېږي خو قرآن ۱۴ پېړۍ پخوا روښانه کړي چې، که د استاذ او محصل یا معلم او متعلم تر منځ په صنف کې دغه درې اصول مراعات شي، طالب العلم او مدرس به د زده کړې ټاکل شوې موخې ته ورسېږي. پداسې حال کې چې په نوي عصر که فزیکي امکانات ډېر زیات دي او دغې موخې ته په رسېدو کې اسانتیا را منځ ته کوي.

قرآن وايي، چې ښوونکی (معلم) او زده کوونکی (متعلم)، استاد او محصل، طالب او مدرس باید دواړه د زړونو خاوندان وي، یعنې محصل به هم د زړه په مینه درس ته راځي او استاذ به هم د زړه په مینه تدریس ته راځي او د زړه په مینه به چمتوالی نیسي، خو داسې هم کېږي، چې استاذ ټولګي ته حاضر شي له زده کوونکو او محصلینو څخه پوښتنه کوي، چې ستاسو درس چېرته رسېدلی، دا دې معنی ورکوي، چې استاذ په زړه نه دی راغلی، زده کوونکي فکر کوي چې استاذ داسې دی نو زه به څه ووایم، یعنې استاذ او محصل دواړه د زړه په مینه صنف ته نه دي راغلي نو دغه درس درس نه دی.

بله دا ده، چې دواړه باید غوږونه ولري، د غوږ لرولو معنی دا ده چې په لوړه حوصله او مینه د یو بل خبرې او نظرونه واوري، داسې نه چې محصل له استاذ څخه پوښتنه وکړي یا نظر شریکول غواړي استاذ پرې پټکه وکړي، چې چپ که، ته د خبرو په چل نه پوهېږي، زه ستا استاذ یم، ته ځان ښايې او داسې نور…

بالمقابل محصل هم باید کله چې استاذ تدریس کوي، په دقت او ځیرتیا د استاذ خبرو ته غوږ ونیسي، په فیسبوک، مبایل، آن پر کتابچه او قلم ځان بوخت نه کړي.

درېیم اصل دا دی چې قرآن وايي متعلم او معلم یا استاذ او محصل دواړه شهید واوسي، شهید په دې معنی چې دواړه باید پر وخت صنف ته حاضر شي، د حاضرۍ پابندي وکړي، ولې متأسفانه استاذ هم صنف ته د ناوخته راتلو لپاره سل قسمه پلمې لټوي او شاګرد هم له درسه په یو څه او بل څه ځان وباسي، چې استاذ زنګ راغی، اوبه څښم یا نا وخته راځي او وخته ځي او په دې چل هسې ځان دوکه کوي.

نو دغه درې اصول چې په صنف کې مراعات نه شي د درس عمق ته نه شي تللی، او چې د درس عمق ته لاړ نه شي، پوهنتون ته له راتګه د زدکړې او پوهې مطلوبه موخه هم نه تر لاسه کېږي.

قرآن مجید فرمايي « ان فی ذالک لذکرا » قرآن کې د هغه چا لپاره د زده کړې هدایت او مرجع ده، چې دغه درې اصول او ځانګړنې په پام کې ونسي: ۱ــ لمن کان له قلب: زړه ولري، معنی د زړه توجه او مینه ولري ۲ــ او القالسمع: غوږ کېږدي ۳ــ و هو شهید: د راتګ پابندي ولري، چې وړاندې په تفصیل ذکر شول.

مکتب او مدرسه یا د قرآن درسونه، پوهنتون او جومات دا ټول د قرآن څانګې دي، قرآن وايي، که انسان په هره څانګه کې تعلیم کوي پکار ده چې دغه درې اصول په پام کې وساتي.

تر څو اسلام، ټولنې او هېواد ته داس روزل شوي تعلیم یافته کادرونه وړاندې کړي، چې دا ټولنه او هېواد له دې خونړي ګړنګه و ایستلی شي او د اسلام او هېواد برم وساتلی شي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x