روغتیا

هېواد کې د کرونا وروستی وضعیت

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷ وږی، ۱۳۹۹ل): د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې هېواد کې په تېرو څلورویشت ساعتونو کې د کرونا وبا ۳ ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د کرونا ویروس په اړه د ورځنیو احصائیو له مخې چې د عامې روغتیا وزارت لخوا د یکشنبې په ورځ خپور شوی، د ۴۲۰ معاینه شویو نمونو څخه یې ۷۴ ناروغان په کرونا اخته شوي دي.

د یاد راپور له مخې په تېرو څلورویشت ساعتونو کې د کرونا ۴۶۰ ناروغان بېرته ښه شوي هم دي.

په دې توګه په هېواد کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمېر ۱۴۱۲ تنو ته رسېدلی، دغه راز د اخته کسانو شمېر ۳۸۳۹۸ ته رسېدلی په داسې حال کې چې ۳۰۵۳۷ کسان بیرته روغ شوي دي.

دا مهال په هېواد کې د کرونا فعالې ۶ زره ۴۴۹ پېښې شتون لري.

په افغانستان کې د کرونا د پېل راهیسې تر دې دمه د کوویډ-۱۹ ناروغۍ ۱۰۴ زره ۵۷۵ شکمنې قضیې معاینه شوي دي.

کابل تر ټولو ډیر ځپل شوی ولایت دی چې له ۱۴ زرو زیاتې مثبتې په کې ثبت شوي، هرات کې ۵ نیم زره، دغه راز بلخ، ننګرهار، کندهار، پکتیا او تخار کې هم له زرو زیاتې پېښې ثبت شوي دي.

له دې وړاندې د عامې روغتیا وزارت ملي سروی ښودلې وه چې د هېواد په شاوخوا کې له ۱۰ ملیونو زیات کسان په کرونا اخته شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx