ټولنیزه برخه

سیاسي اسلام او یو وضاحت

لیکنه: دکتور عمر عماد

په دې وروستیو کلونو کې د ځینو خلکو څخه د ( سیاسي اسلام ) اصطلاح اورېدل کیږي . خو باور وکړئ چې زه د دغې اصطلاح – نه ( د سیاسي مسلمانان ) اصطلاح – په معنی پوهیږم . زه یو اسلام پیژنم چې حکومتولي ( سیاست ) د هغه د عملي کولو او اقامت یوه اساسي او نه رغیدونکې وسیله ده ، او پرته له هغې راته د اسلام بشپړ عملي کول ناشونی ښکاري .
د دین لکه څرنګه چې ښایي هسې ساتل ، او د شرعي احکامو تنفیذول د علماوو په اجماع د خلیفه او امام د لومړیو دندو او مسئولیتونو څخه دی .
امام ماوردی او امام ابو یعلی ، هر یو په خپل ( الاحکام السلطانیه ) په نوم کتاب کی لیکی : (والذي يلزمه [يعني الإمام ]من الأمور العامة عشرة أشياء:
أحدها: حفظ الدين على أصوله المستقرة، وما أجمع عليه سلف الأمة…
الثاني: تنفيذ الأحكام بين المتشاجرين، وقطع الخصام بين المتنازعين …
الثالث: حماية البيضة والذب عن الحريم…..
والرابع: إقامة الحدود…
والخامس: تحصين الثغور بالعدة المانعة والقوة الدافعة حتى لا تظفر الأعداء بغرة ينتهكون فيها محرما، أو يسفكون فيها لمسلم أو معاهد دما.
والسادس: جهاد من عاند الإسلام بعد الدعوة…) دغه خبرې بیا د هغوی نه وروسته نورو علماو هم ترې نقل کړې او تایید کړې دي،لكه: امام الحرمين الجويني ، او نورو …
امام ماوردي او أبو يعلى د خلافت تعریف داسې کوي: هي ( موضوعة لخلافة النبوة في حراسة الدين وسياسة الدنيا) او ابن خلدون وايي چې : ( بأنها حمل الكافة على مقتضى النظر الشرعي في مصالحهم الأخروية والدنيوية الراجعة إليها، إذ أحوال الدنيا ترجع كلها عند الشارع إلى اعتبارها بمصالح الآخرة، فهي في الحقيقة خلافة عن صاحب الشرع في حراسة الدين وسياسة الدنيا به ) .
یعني علماء وایي چې خلافت، امامت او ریاست د دین ساتلو او په دین باندې د دنیوي چارو سنبالولو نوم دی.
اسلام د شرعي احکامو څخه مخ اړولو ، په نورو قوانینو عمل کولو ته د جاهلیت حکم وایي او په کلکه یې ردوي {أَفَحُكْمَ الْجَاهِلِيَّةِ يَبْغُونَ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللَّهِ حُكْمًا لِقَوْمٍ يُوقِنُونَ} او حتى هغه څوک چې د اسلام دعوی کوي خو د الله تعالی د قانون څخه پرته کوم بل قانون ته مخه کوي د هغوی دغه کار یې په سختو ټکو تقبیح کړی او غندلی دی ، او هغه ته یې د طاغوت حکم ویلی دی {أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ يَزْعُمُونَ أَنَّهُمْ آمَنُوا بِمَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنْزِلَ مِنْ قَبْلِكَ يُرِيدُونَ أَنْ يَتَحَاكَمُوا إِلَى الطَّاغُوتِ وَقَدْ أُمِرُوا أَنْ يَكْفُرُوا بِهِ وَيُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَنْ يُضِلَّهُمْ ضَلاَلاً بَعِيدًا}.
د دې موضوع دلایل دومره ډیر ، صریح ، صحیح ، او روښانه دي چې یادولو ته یې هیڅ اړتیا نه لیدل کیږي.
په مسلمانانو باندې د غیر اسلامي قوانینو عملي کول ستره ګناه ده ، خو که څوک بیا دغه قوانین د شریعت نه غوره ، او یا د هغې په شان وګڼي نو تاسې پوښتنه وکړئ چې دې ته علماوو څه ویلي دي او دلایل یې څه دي.
خبرې ډیرې اوسر یې یو ، او هغه دا چې: فکر نه کوم چې هیڅوک دې په دې کې مخالفت راسره ولري چې مسلمانان په دې مکلف دي چې د الله تعالی احکامو ته غاړه کېږدي او په دې کې د هغوی هیڅ واک او اختیار نشته، او لکه څرنګه چې مې پورته وویل: پرته له اسلامي حکومته د شریعت احکام په بشپړه او صحیحه توګه عملي کول ناشونې دي.
او د دې ټکي یادول هم خورا اړین دي چې : هر هغه حکومت چې د شرعي احکامو درناوی وکړي ، عملا ارزښت ورکړي، او په ورځني ژوند کې یې تطبیق کړي هغه اسلامي حکومت دی ، که چارواکي یې هر څوک وي ، دا کار په کوم فرد او یا په کوم ځانګړې سیاسي ډلې پورې قطعا منحصر نه دی ، هیڅوک هم د شرعي حکومت ټیکه دار نه دی .
نو اوس تاسې ووایئ چې رښتیا هم د سیاسي اسلام په نوم څه شته او که نه دا د ناپوهۍ او یا هم د اسلام سره د پټې او یا ښکاره دښمنۍ نښه ده ؟!
د داسې حکومت ضرورت چې هغه د مسلمانانو د خاورې او د دین څخه دفاع وکړي، او د الله تعالی شریعت پر خلکو تطبیق کړي ، یوه شرعي مسله ده او د یو شمیر معلوم الحال فکر خاوندانو له لورې هغې ته سیاسي رنګ ورکول ، لکه نن سبا چې روان دي د مغرضانه موخو لپاره کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx