نظــر

اسلامي ا’مارت د فتحې او کامیابۍ په درشل کې!

عمار ياسر

تقریبا له نن څخه شل کاله وړاندې کله چې امریکایان او ورسره متحدین یې د B52 بمب غورزونکو الوتکو او رنګارنګ وسلو په زور افغانستان ته راغلل؛ نو ورسره یوځای یو شمیر په نوم افغانان چې ضمیر او وجدان یې د څو ډالرو په مقابل کې خرڅ کړی وه، له دوې سره د افغانستان په اشغالولو کې همکار شوه؛ نو هغه وه چې په افغانستان کې موجود اسلامي نظام یې ړنګ کړ او په ځای یې د دیموکراسۍ په ستنو ولاړ جمهوري نظام په پښو ودراوه.

دا وخت په افغانستان کې حالات دومره ترینګلي شوه چې حتی په یوه لنګوټه او ږیره به هم خلک د ګوانتانامو، بګرام او پلڅرخی زندانونو ته کش کول کیده، چې بیا به یې په کلونو کلونو درک نه معلومیده؛ د طا’لب نوم اخیستل جرم، ګناه او ځان په لوی لاس د اور لمبو ته اچول وه؛ ورسره یوځای د جابرې امریکا د وخت دفاع وزیر اعلان وکړ چې طا’لبان نور د ژوند کولو حق نلري او د ځمکې له مخې څخه محوه شوه؛ خو د رب لایزال پریکړه بل څه وه، په نږدې راتلونکې کې یو ځل بیا په اسلام مینو شازلمو چې د اسلامي فکر او راسخې عقیدې څښتنان وه د هیواد په ګوټ، ګوټ کې سرونه راپورته او د کفر او اشغال په وړاندې ودریدل، په ډیر کم وخت کې یې د هیواد په مختلفو برخو کې په یرغلګرو او داخلي غلامانو تندریز ګوزارونه وکړه، چې په اساس یې یرغلګرو او داخلي غلامانو یوځل بیا خپل ځان په خطر کې ولید او همهاله یې د خپل ټول نظامي قوت څخه د مجا’هدینو په مقابل کې کار واخیست ترڅو یې له منځه یوسي؛ د خلکو اذهان یې هم د غربي ميډیا او رسنیو په همکارۍ داسې وروزل چې ګنې راپورته شوې خلک چې د نړیوالو قواوو او په اصطلاح افغان حکومت مخالفت کوي یاغیان او د نورو هیوادونو د لاس اله ده، خو د رب لایزال په مرسته او کمک جها’دي بهیر دومره ګړندی روان وه چې له داخلي او خارجي دښمن څخه یې لاره ورکه کړې وه.

هماغه وه چې بلاخره په کال ۲۰۱۸ کې امریکایانو اعلان وکړ چې موږ له طا’لبانو سره د سولې خبرو ته اماده یو، طا’لبانو هم له دغه فرصت څخه استفاده وکړه او له همدې فرصت څخه په استفادې یې خپل ځان په نړیوله سطحه په سیاسي برخه کې وځلاوه؛ ورسره په یو وخت د نړۍ بیلابیلو هیوادونو ورته د سفر دعوت ورکړ لکه چین،روسیی،ازبکستان،پاکستان او نورو.
له امریکې سره یې مذارکرات هم په ښه شان سره په مخ روان وه چې بلاخره یې یو تاریخي او د اشغال د خاتمې تړون له امریکا سره لاسلیک کړ چې په اساس به یې امریکایان په څوارلس میاشتو کې ټول له افغانستان څخه وځي.

دغه تړون طا’لبان نړۍ ته د یوه سیاسي او نظامي منل شوي ځواک په حیث ور وپیژندل، او هماغه ده چې اوس یې په دواړو برخو کې پوره خپل ځان ثابت کړی؛فلهذا ویلای شو چې اسلامي اما’رت اوس نږدې ده چې د افغانستان په لر او بر کې خپله د فتحې او کامیابۍ ورز ولمانځي.

باذان الله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx