نړۍ

پاکستان؛ د ښوونځيو او پوهنتونونو د پرانېستلو نېټه اعلان شوه

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۷ وږی، ۱۳۹۹ل): د پاکستان د پوهنې وزارت اعلان وکړ چې د هېواد ټول ښوونيز مرکزونه به د روانې سپتمبر مياشتې له ۱۵مې نېټې څخه په تدريجي ډول پرانېستل شي.

د پوهنې وزیر شفقت محمود د ولايتونو ترمنځ د غوښتل شوې غونډې پرمهال د پوهنتونونو، کالجونو او ښوونځيو د پرانیستلو اعلان وکړ.

د يادې پريکړې پر اساس به په ۱۵م سپتمبر پوهنتونونه او ښوونځي چې يوازې نهم او لسم ټولګي په کې شامل دي پرانيستل کيږي.

له دې وروسته به تر ۳۰م سپتمبر نور ښوونځي او کالجونه پرانېستل کيږي، په وروستي پړاو کې به د لومړي نه تر پنځم ټولګي زده کوونکي په ۳۰م سپتمبر ښوونځيو ته تللی شي.

دغه راز د پوهنې وزارت د پريکړې له مخې به په ښوونځيو کې پر زده کوونکو ماسکونه لازمي اچول کيږي او په ټولو ادارو کې به د کرونا مخنيوي بشپړ اصول مراعت کيږي.

پاکستان کې د کرونا له کبله پوهنتونونه او ښوونځي له تيرې اپريل مياشتې راهيسې تړل شوي وو چې د نوي ښوونيز کال په پېل سره يې د پرانېستلو اعلان وشو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx