
اروپايي ټولنې او کاناډا له طالبانو غوښتي چې له قید او شرط پرته اوربند ومني
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷ وږي، ۱۳۹۹ل): اروپايي ټولنې او کاناډا د یوې ګډې اعلامیې له لارې له طالبانو غوښتي چې له قید او شرط پرته اوربند ومني.
په هغه اعلامیه کې چې د اروپايي ټولنې او کاناډا لخوا خپره شوې راغلي چې د سولې له رامنځ ته شوي تاریخي فرصت څخه باید ګټه پورته او زر تر زره بین الافغاني مذاکرات پیل شي.
یادو هېوادونو دغه راز ژمنه کړې، چې له افغانستان سره به خپلو مرستو ته دوام ورکوي او په ټولو اړخونو یې غږ کړی چې د ښځو او بشري حقونو ته درناوی وکړي.
په اعلامیه کې د جګړې له ټولو اړخونو غوښتنه شوې چې د سولې بهیر بریالي کولو کې مرسته وکړي او ټینګار یې کړی چې نور د سولې خبرو د ځنډولو ته هیڅ پلمه نه ده پاتې، ځکه خو بین الافغاني باید زر تر زره پیل شي.
اروپايي ټولنه په داسې مهال په طالبانو د اوربند غږ کوي چې د کابل حکومت لخوا د هېواد په مختلفو سیمو کې د طالبانو پرضد پراخ ځمکني او هوايي عملیات په لار اچولي، چې له امله یې زرګونه خلک بې کوره او ګڼو نور مړه او ژوبل شوي دي.
تر څو چی اسلامی نظام نه وی پلی سوی اور بند به ونسی .
ستاسو خبیثو ټولی مرستی غرضی دی ، الله تعالی مو دی نه درته اړباسی ، ستاسو بیدینو خبیثو څخه د مرستی په غوښتلو او اخیستلو کی خامخا زمونږ بیعزتی پرته ده .
جمیله: د پنجابیانو تکتیک مو پکار واچاوه. تروریستان مو پری یله کړل نو اوربند به ولی کیږی. اسلامی نظام افغان وژنه ### پر غنی او عبدالله هم سی چی دوی به بیا طالبان نیسی او زدان ته به یی بوځی باید لدی ورسته هر ## چی نیول کیږی باید ځای پر ځای ##شی. دا زمینه همدا تاسو برابره وی.
طالبان باید له اروپایی ټولنی اوکاناډاوغواړی چه اشرفغنی اوحکومت یی بایدژرترژره منحل اویوعبوری حکومت چه دافغانانوټولوپه خوښه وی باید جوړسی آیاکاناډا اواروپایی ټولنه غنی لکه دشام بشارالاسد پرافغانستان مسلط ساتی دا- ۲۰ کاله خونریزی ددی دپاره وسوه چه ملحد حکومت موږ په رسمیت وپیژنو.
دا د ګيدړ ځامن خو په اوله کی د اروپايي ديمکراسي منل هم بی له قيد او شرطه پر مسلمان افغان ملت تپل،
خو څنګه چه هغه ارماند يي خپل ګور ته بوتلو دغه بی قيد او شرط اوامر به هم خپل ګور ته وړی
انشالله