افغانستان

د هند امنیتي پلاوی کابل کې د سیکانو پر درمسال شوی برید څېړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷ وږي، ۱۳۹۹ل): هندي رسنۍ وايي، د یاد هیواد د تحقیاتو د ملي ادارې یو پلاوی کابل ته راځي او د هندوانو پر درمسال شوی برید څېړي.

د انډيا  ټوډې ورځپاڼې د راپور په اساس، دغه څلور کسیز پلاوی چې مشري به یې د هند د عمومي سرمفتش په غاړه وي، په نږدې ورځو کې به کابل ته راشي او د روان میلادي کال په مارچ میاشت کې د هندوانو پر درمسال شوی برید به په هر اړخیز ډول وڅېړي.

د مارچ میاشتې په ۲۵ مه نېټه وسله وال بریدګر په پلازمېنه کابل کې د هندوانو درمسال ته ننوتل او د یوه هندي تبع په ګډون يې ۲۷ تنه اهل هنود ووژل.

د راپورونو په اساس، هندي چارواکو د کابل حکومت له امنیتي چارواکو سره کابل ته د پلاوې د لېږلو په اړه خبرې کړې او د کابل له لوري ډاډ ورکړل شوی، چې د پلاوي امنیت به نیسي.

ویل کېږي، هندي امنیتي چارواکي به له هغه بندیانو سره هم وویني چې کابل حکومت پر درمسال باندې د برید په تور نیولي.

که څه هم تر دې دمه حکومتي چارواکو کابل ته د پلاوي د راتګ په اړه څه نه دي ویلي؛ خو په دې وروستیو کې له افغانستان څخه د اهل هنود د وتلو لړۍ په بې ساري ډول چټکه شوې.

څو ورځې وړاندې د افغانستان د اهل هنودو دوې ډلې ډهلي ته ورسېدي، چې د هند د حکومت له لوري پناه ورکړل شوه.

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند «جوبایډن» څه موده وړاندې افغانستان کې د سیکانو د ناامنه ژوند په تړاو اندېښنه څرګنده کړې وه او ژمنه يې کړې وه، چې د بریا په صورت کې به اهل هنود امریکا ته ورغواړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

Hindos should not be investigating this issue. It is the job of Kabul Admin. The Hindos must have been advised by the Kabul Admin to do so. Trust me, at the end of this investigation, the Hindos would be blaming Taliban not the Kabul Admin agents (DAISH) who killed the innocent SIKH religion Afghans. This investigation must have been planned by the Kabul Admin to blame Taliban not their DAISH agent

This will also provide more opportunities for the Kabul Admin and DAISH to carry on more such attacks on Hazara brothers and other minorities

جمیل

خدای مو ووهه تاسی بی دینه او بی همته غلامان ، هندو راځی ستا په هیواد کی تحقیقات کوی . دا دومره ظلمونه چی دا مشرک غوا پرستان یی د مسلمانانو سره کوی او مسجدونه شهیدانوی یوه ورځ مو پوښتنه ځتی وکړه چی ولی ، تحقیاقات خو اوهو اوه .
الله تعالی مو تر دغه لا ذلیله کړه

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx