نړۍ

درا پریوتي الوتکی دولکی پرسر دعسکرو اوطالبانو ترمنځ جګړه روانه ده

(نن ټکی اسیا سپټمبر۲۰۱۱/۱۸) ډیره اسماعیل خان:دپاکستاني څارګری اداري کارکونکو خبرورکړی دی چی په جنوبي وزیرستان کی دراغورځول شوي بی پیلوټه الوتکي دارږښناکو پرزو دحاصلوولو پر سر پاکستاني عسکراو وسلوال طالبان په جنګ اخته دی.

طالبانو ویلی چي بی پیلوټه الوتکه ددوی وسلوالو ملګرو دجنوبی وزیرستان جانګارا کلي ته څیرمه راغوځولی وه، پاکستاني استخباراتي چارواکوخبرورکړی چي یوه بی پیلوټه الوتکه په سیمه کی راغوځول شوی ده خودامالومه نه ده چی الوتکه خپله رالویدلي ده اوکه وسلوالو طالبانو په ډزو سره راغورځولی ده.

پاکستاني استخباراتي چارواکوخبرورکړی دي چي کارکونکو کی یی په سیمه کی دطالبانو مخابري کشف کړی چی یوبل ته یی دراپریوتي الوتکي دراپرزیودي په اړه خبري کولي.

چارواکی وایی راپریوتلي الوتکه اول کی دطالبانو لاس ته ورغلی وه چي وروسته پاکستاني ځواکونوعسکرسیمه ته لیږلي اوله طالبانوسره له څو ساعتو نښتو څخه وروسته الوتکه دعسکرو لاس ته ورغلي ده، پاکستاني امنتي چارواکوخبرورکړی دي چي دنښتو له کبله دري وسلوال طالبان وژل شوي اودوه عسکرهم ژوبل شوی دي، استخباراتي چارواکي وایی عسکرو یی په بریالیتوب سره عملیات پای ته رسولی دي، اوالوتکه یی په خپله ولکه کی اخیستي ده، خوله بله لوری بیا په سیمه کی دوسلوالو طالبانو قومندان عظمت الله دیوانه خبري سرچینوته ویلي چی پاکستاني عسکرو دالوتکي دوړولو لپاره دطالبانو په وړاندي په جګړه لاس پوري کړی وو، نوموړي زیاته کړه عسکروپوره کوښښ وکړترڅو دهلیکوپترالوتکو په اوځمکنیو عملیاتو په صورت کی له وسلوالو طالبانو څخه الوتکه ترلاسه کړي،خو برید یی شاته تمبول شوی او الوتکه اوس هم زمونږ له وسلوالو ملګرو سره ده.

په جنوبی وزیرستان کی دپاکستاني حکومت یوه چارواکی دالوتکی دراپریوتلو پخلي کړی نوموړي دالوتکی دپاته سونیو دترلاسه کولو پرسر دپاکستاني عسکرو اووسلوالو طالبانو ترمنځ دنښتو خبري هم کړی دي، خودایی ونه ویل چی الوتکه اوس دحکومت اوکه دطالبانو په ولکه کي ده.

تراوسه پاکستاني فوځ اویاهم دامریکي سفارت دالوتکي په هکله څه نه دی ویلي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x