افغانستان

پکتیا کې د توپچي برید له امله ۱۲ ماشومان ټپيان شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷ وږي، ۱۳۹۹ل): د پکتیا ولایت په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د توپچي برید له امله د یوې کلیوالي مدرسې د ۱۲ ماشومانو زده کوونکو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د سیمې خلک او طالبان وايي، چې دغه برید نن غرمه ددې ولسوالۍ اړوند شاه محمود کلي په دیني مدرسه د دولتي عسکرو لخوا ترسره شوی او ټپي شوي واړه ماشومان د دیني مدرسې زده کوونکي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یو ټویټ کې ویلي، چې دولتي عسکرو د شاه محمود کلي دیني مدرسه په هاوان ویشتلې، چې له امله یې د مدرسې ۱۲ زده کوونکي ماشومان ټپيان شوي دي.

د پکتیا د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر لطف الله کامران هم دغه پېښه تاییدوي؛ خو ادعا کوي چې د هاوان مرمۍ د طالبانو لخوا ویشتل شوي، کومه دعوه چې طالبانو رد کړې ده.

دولتي عسکر په پکتیا ولایت کې پر یوې دیني مدرسې د توپونو ګولۍ په داسې مهال اوروي، چې دوه ورځې وړاندې هم دولتي عسکرو د فاریاب ولایت المار ولسوالۍ په بخاري قلعه سیمه کې د قران کریم د زده کړې یوه دیني مدرسه بمباري او ۱۰ تنکي ماشومان چې ټول د مدرسې شاګردان وو ټپیان کړي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx