نظــر

سوډان څنګه او چا سیکولر کړ؟

لمر شرفزوی

یو کال کېږي، چې په سوډان کې اسلامپال ولسمشر عمر البشیر د سوډان د پوځ له لوري له دندې لرې او بندي شوی. د سوریې د پوځ جنګیالي او په عرب اسرایېل جګړه کې جنګيدلي عمر البشیر د سوډان په پوځ کې له څو کاله دندې وروسته په ۱۹۸۹ز کې پر حکومت د کودتا له لارې واک ترلاسه کړ.

عمر البشیر یو اسلامپال مشر و او له پیله یې تر پایه د اسلامپالنې روحیه درلوده. نوموړی، چې کله د سوډان ولسمشر شو، نو په سوډان کې یې نسبتاً اسلامي قوانین پلي کړل، خو د نړېوالې ټولنې فشارونو او لاسوهنو خپلو ارمانونو ته پرېنښود. کله چې په سوډان کې اسلامپال حکومت راغی، نو عمر البشیر پراخ کوښښ وکړ، چې د نړۍ مسلمانان پر ځان را غونډ کړي او سوډان د سلطان صلاح الدین ایوبي د وخت شېبو ته ور وګرځوي. د عربي هېوادونو ځینې اسلامي او جهادي ډلې سوډان ته ورغلې او په سوډان کې یې خپل مرکزونه او هستوګنځایونه جوړ کړل، خو د نړېوالې ټولنې او په ځانګړې توګه د امریکا فشارونو سوډان دېته اړ کړ، چې ورغلې جهادي او اسلامپالې ډلې بېرته رخصت کړي. په دې ډلو کې د اسامه بن لادن په مشرۍ د القاعده او د ایمن الظواهري په مشرۍ “الجهاد السلفیه” هم وې. اسامه بن لادن د مولوي خالص په بلنه افغانستان ته راغی او د ننګرهار په هوایي ډګر کې یې هرکلی وکړ، خو ایمن الظواهري څه موده وروسته افغانستان ته راغی، بیا د دواړو دا ډلې وروسته یوځای شوې او قوي حرکت ترې جوړ شو.

دارفور څنګه جنوبي سوډان شو؟
د عمر البشیر حکومت لا خپلې پښې نه وې ټینګې کړې، چې د اروپا او لویدیځې نړې د فکري جګړې سرلاري ور وړاندې شول او په سوډان کې پر خپلو موجودو موسسو سربېره یې نورې موسسې هم سوډان ته د مرستندویانو په بڼه ور داخلې کړې. دغه وخت چې سوډان له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ و او د سوډان اوسېدونکي له غربت سره مخ وو؛ نو ځکه د سوډان حکومت دغو اروپایي موسسو ته پراخه اجازه ورکه او هغو هم خپل فعالیت په پراخ سوډان کې په پراخه کچه پیل کړ.

دې موسسو په ښوونیزه برخه کې دومره انحرافي فعالیت وکړ، چې د سوډان د دارفور سیمه یې بشپړه عیسوي کړه. که څه هم په دارفور کې له پخوا یو څه عیسویان وو، خو دې موسسو د ګڼو نوو عیسوي ښوونځیو په پرانیستو او په ښوونځیو کې د خوراکي مرستو په ورکړه د مسلمانانو بچي هم په دې ښوونځیو کې شامل کړل او د مسلمانانو بچي یې عیسویان کړل. د دارفور لوستي مسلمانان یې په خپلو ادارو کې وګومارل او هڅه یې وکړه، چې له اسلامه یې منحرف کړي. د پینځلس کلونو په موده کې په خپل پلان کې بریالي شول او د سوډان دارفور یې بشپړ عیسوي کړ.

وروسته دې موسسو د سوډان د دارفور اوسېدونکو ته له سوډانه د بېل عیسوي هېواد روحیه ورکړه، د وسله والو چریکیانو وړه ډله یې جوړه کړه او په پټه یې وسلې او پیسې ورکړې.

دوه کاله وروسته په دارفور کې د جوړې کړې وسله والې عیسوۍ ډلې زور حکومت ته تهدید شو او په پای کې دغه تهدید د دواړو لوریو د وینو په سېلابونو واووښت. د دارفور د یاغیانو تر شا د لویدیځ سیاسي او اقتصادي ملاتړ ودرېد او د سوډان حکومت یې دېته اړ کړ، چې له یاغیانو سره خبرو اترو ته کیني. د دارفور قضیه لویدیځوالو په لاس کې واخیسته او ولسمشر عمر البشیر یې دېته اړ کړ، چې په ټول سوډان کې دارفور او اړونده سیمې بېل هېواد کولو ته ټولټاکنې وکړي او اکثریت ته اعتبار ورکړل شي. عمر البشیر هم د لویدیځ فشار ته غاړه کېښوده او په ټول سوډان کې د رایو د بکسونو په ایښودو یې ټولپوښتنه وکړه. دا چې د ټولپوښتنې پروسه د ملګرو ملتونو او لویدیځوالو تر څارنې لاندې ترسره شوه، نو ځکه یې پایله د اکثریت په رایو د دارفور د جدا کېدو راووته او د دارفور عیسویان د “جنوبي سوډان” په نوم له سوډانه جدا شول او خپل جدا هېواد یې اعلان کړ. دارفور بشپړ عیسوي نوی هېواد شو او اسلام په کې له منځه لاړ.

د دارفور د بشپړ عیسوي کېدو او په کې د عیسوي یاغیانو پیدا کېدل ټول د نړیوالو مرستندویه موسسو پر مټ وشول، چې اوس همغه ټولې موسسې له تېرو نولسو کلونو په افغانستان کې د وګړو په فکري انحراف بوختې دي او د نوي نسل پر منحرف کولو سربېره یې په خپلو دفترونو کې لوستو خلکو ته د دندو په ورکولو هغوی هم فکري منحرف کړي.

د سوډان له دوه ځایه کولو وروسته څه وشول؟
د جنوبي سوډان له زېږولو وروسته هم یادې لویدیځې موسسې په کرار نشوې، بلکې په کور دننه یې په مسلمانانو کې د فکري پیل کړي انحراف په پایله پسې مټې راونغښتې او هغوی یې دېته چمتو کړل، چې د عمر البشیر پر ضد ګام واخلي. په پایله کې تېر کال په سوډان کې د نوموړي پر ضد لاریونونه را پورته شول او د پلان شوې پوځي کودتا له لارې د عمر البشیر حکومت نسکور کړای شو او پر ځای يې لویدیځ پلوه حکومت ودرېد. که څه هم اساسي قانون یې تعدیل کړ، خو بیا هم د عمر البشیر د وخت قوانین تر ډېره د اجرا وړ وو.

لویدیځو کړیو دا ځل د سوډان د جنوب پر ځای خپل پاللی عبدالعزیز الهبیلو د سوډان په شمال کې را پورته کړ او د یو سیکولر سوډان غوښتنه یې وکړه. له پوره یو کال بغاوت او شخړو وروسته تېره اونۍ د سوډان له لومړي وزیر عبدالله هبدوک سره خبرو ته کیناست او پر دې یې هوکړه وکړه، چې سوډان به په دین نه ولاړ قواقین خپلوي او دی به په حکومت کې د پام وړ ونډه لري. د حکومت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ددې تعهد د لاسلیک خبر ورکړل شو او سوډان یو سیکولر هېواد اعلان شو.

چا سوډان دوه ځایه او بیا سیکولر کړ؟
په ۱۹۸۹ز کې د واکمن شوي اسلامپال مارشال عمر البشیر پر ضد دننه په سوډان کې د لویدیځو موسساتو تعلیمي او مدني فعالیتونه وو، چې لومړی یې دارفور عیسوي کړ، بیا یې باغي کړ، بیا یې قوي کړ او په پای کې یې سوډان دوه ځایه او د دارفور یاغیانو ته جنوبي سوډان جوړ کړ. له هغې وروسته د عبدالعزیز الهبیلو د بغاوت تر شا درېدل او د سوډان د اسلامي قوانینو لغوه کول او پر ځای یې پر دین نه ولاړ قوانین رامنځ ته کول هم د دغو لویدیځو موسسو په فشارونو وشول. د مارشال عمر البشیر زنداني کول هم د همدغو موسساتو د سیاسي فشارونو له لارې وشول.

سوډان په یو ځل او په یوه شپه په منځ بېل نشو او نه یې په یوه شپه او ورځ کې اسلامي قوانین لغوه شول، بلکې د لویدیځ د ۳۰ کلن اوږد پلان په پای کې سوډان دوه ځایه شو، هم یې اسلامپال مشران د زندان د تمبو شاته وغورځول شول، هم یې نسلونه فکري منحرف شول، هم یې اسلامي قوانین لغوه شول او هم سوډان یو سیکولر هېواد اعلان شو.

لویدیځې موسسې او سیاسي کړۍ لا هم پر خپلو انحرافي کړنو بوختې دي او د نړۍ په لر او بر کې د مرستو په نوم خپلې ریښې غځوي او اسلامپالو خوځښتونو او سیمو ته د ځانونو د ورنېږدې کولو له لارې هلته د اوږدو کلونو لپاره جوړ کړي فکري انحرافي پلانونه په تدریج مخ ته وړي او بیا یې لکه اسلامي سوډان په سیکولر سوډان بدلوي.

د لویدیځو موسساتو له دغې انحرافي فعالیت څخه افغانستان هم خلاص ندی پاتې شوی، بلکې د اسلامي امارت د واکمنۍ له مودې یې دا هڅې پیل کړي، چې ښکاره بیلګه یې د اسلامي امارت پر وخت عیسویت ته د تبلیغ په جرم د شلټر نو د موسسې د کارکوونکو نیول وو.

دې موسسو ۲۵ کاله کېږي، چې دننه په افغانستان کې خپل انحرافي فعالیتونه اوج ته رسولي. مونږ خو اوس د موسساتو فعالیت ته سرسري کتنه کوو او له بده مرغه چې د ځان په خیر یې بولو، خو داسې هیڅکله هم نده. دا موسسې به هم افغانستان په نیمه پېړۍ کې د سیکولر فکر وروستي برید ته ورسوي او هغه وخت به نور خو لا څه چې آن د مجاهدینو زامن هم د دوی تر فکري چتر لاندې راغلي وي او لکه د سوډان د مجاهدینو بچي د سیکولر حکومت راتلل به بده نه ګڼي ځکه خو لازمه ده، چې له اوسه د موسساتو د فکري انحراف مخې ته ډب واچول شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
بریالی

د مسلمانانو لومړی ستونزه داده چی کله کومی ماتی سره مخامخ شی ، نو نه غواړی چی د رسول الله د وینا مطابق ، د هغی علت پخپل ځان کښی وګوری . پدی لیکنه کښی ، ددی پرځای چی د عمرالبشیر د حکومت اعمال په دا دیرشو کلونو کښی وڅیړل شی او دا معلومه کړل شی ، چی د کومو اشتباهاتو او غلطو کړنو نتیجه دا شوه ، چی سو‌‌‌‌‌‌ډان یو سیکولر هیواد شو ؟ دلته پدی لیکنه کوښښ شوی ، چی د عمرالبشیر د ماتی پړه ټوله پر یو څو عیسوی موسوسو ورواچول شی . زه دا نه وایم… نور لوستل »

Abdul Majid

مالومات مو سهي ندي دارفور خلک اکثر غيرعرب مسلمانان دي او تراوسه سره له بي امنيو سوډان پري واکمن دي هغه چه دجنوبي سوډان په نوم بيل شوي هغوي پخواني لکه نورافريقايان عيسويان شوي دي.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x