افغانستان

زابل: د شهرصفا امنیه قومندان له  ژورو ټپونو ساه ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷ وږي، ۱۳۹۹ل): د زابل ولایت د شهر صفا ولسوالۍ امنیه قومندان «احسان الله ملامت» چې څو ورځې وړاندې په یوه وسله وال برید کې ټپي شوی وو؛ د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

د راپورونو په اساس، احسان الله ملامت څو ورځې وړاندې په شهرصفاء ولسوالۍ کې د یوه کمين په ترڅ کې ټپي شوی وو او له تېرو څو ورځو راپدېخوا د کابل په څلورسوه بستریز روغتون کې بستر وو، چې نن یې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه.

تر دې دمه امنیتي چارواکو د ملامت د مړینې په اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx