ټولنیزه برخه

که مصیبت اوږد شو، بیا هم مه نا امیده کېږه

عزیز جهادمل

د مؤمن ایمان د امتحان پر مهال معلومېږي، هغه هر وخت دعاګانې کوي، که څه هم چې د قبلېدو کومه اغېزه یې نه ویني؛ خو هیله او مید یې نه بدلېږي. که د نهیلۍ اسـباب قوي شي؛ نو دی پوهیږې چې په دې کې د اللهﷻ حکمت دی، چې زموږ نیمګړي عقلونه د هغې د حقیقت له معلومولو څخه عاجز دی، الله په مصلحتونو ښه پوهېږي، که څوک د دعا د قبلېدو په اړه تادي کوي او دا عقیده ولري، چې دعاء به یې خامخا قبلېږي؛ نو د دغه کس ایمان کمزوری دی او داسې ده لکه د خپل کار مزدوري چې غواړي!

اې تادي کوونکیه! تا د دعاء د قبلېدو په اړه د یعقوب علیه السلام کیسه نه ده اورېدلې، چې اتیا کاله یې په مصیبت کې تېر کړل؛ خو امید یې بدل نشو؟! کله چې د یوسف له ورکېدو سره د بینامین ورکېدل یو ځای شول؛ نو بیا هم د هغه امید بدل نشو او ویې ویل:
ژباړه:《 دا څه لرې نه ده، چې الله تعالی هغوی ټول ما سره یو ځای کړي، هغه په پر هر څه پو عېږي او د هغه ټول کارونه پر حکمت ولاړ دي.》
دا معنی د الله تعالی دغه وینا هم را ښکاره کوي:

ژباړه:《آیا تاسې ګومان کوئ، چې جنت ته به همداسې ننوزئ او تاسې ته به لا د هغو کسانو خبر نه وي راغلی، چې مالي، بدني تکلیفونه ورته ورسېدلي وو او خوځول شوي وو، ان تر دې چې پیغمبرﷺ او له هغه سره مؤمنانو ملګرو به یې وویل: د اللهﷻ مرسته به کله وي، بېشکه د اللهﷻ مرسته نږدې ده.》

دا ښکاره خبره ده، چې دا وینا مؤمنان او پېغمبر وروسته له ډېر اوږد مصیبت څخه کړې ده او له همدې نه د رسول اللهﷺ هغه وینا اخیستل شوی، چې وایي:
ژباړه:《د مؤمن بنده دعا تر هغو قبلېږي، چې د ګناه غوښتنه ونه کړي او د خپلولۍ د پرېکون لپاره دعاء ونه کړي،تادي او تلوار ونه کړي، له هغه رسول اللهﷺ څخه پوښتنه وشوه، چې تادي او تلوار څه ته وایي؟ رسول الله وفرمایل: لکه یو کس چې داسې ووایي: دعاء مې وکړه، خو اللهﷻ قبوله نه کړه او بیا نا امیده شي او دعاء کول پرېږدي.》

د مصیبتونو وخت اوږد مه ګڼه، له ډیرو دعاګانو مه تنګېږه، ځکه که له یوه لوري ته په مصیبت کې اخته یې، نو بل لوري د صبر دعاء او عبادت کوې، که مصیبتونه اوږده هم شي؛ نو د الله تعالی له رحمت څخه مه نا امیده کېږه.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x