افغانستان

کندز کې طالبانو کشفي الوتکه رانسکوره کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷ وږي، ۱۳۹۹ل): طالبان وایي، د کندز ولایت په ګل تپې ولسوالۍ کې يې یوه کشفي الوتکه چې ددوی د جنګیالیو په سر يې پروزا کاوه؛ په تکتیکي برید کې رانسکوره کړې.

د طالبانو ویاند «‌ذبیح الله مجاهد» پر ټویټر لیکلي « د کندز ولایت ګل تپې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د داخلي دښمن یوه کشفي الوتکه چې د مجاهدینو په سر یې پرواز کاوه، په یوه تکتیکي برید کې رانسکوره کړل شوه او بدنه یې د مجاهدینو لاس ته ورغله.»

د کندز امنیتي چارواکي لا هم د پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x