نظــر

احمدشاه مسعود وپېژنئ!

نورمدين بلخېل

احمدشاه مسعود د افغانستان د پنجشېر او سیدونکی و، په ۲۰۰۱م کال کې چې کله مړکیده د ۴۹ کالو په عمر و، دی اصلا د تاجکستان هېواد دپار دریاب و، خو پخوا وختو کې د وخت د حالاتو په وجه یې نیکونه افغانستان ته راغلل او وروسته د افغانستان خلک وبلل شول.

کله چې مسعود د تنکۍ ځوانۍ په عمر کې و، دی د اخوان المسلمین د ګوند غړی شو او د اسلام ټول احکام یې په ځان ومنل او داسې ویل کیدل چې ټول الهي احکام لمونځ، روژه، تلاوت او نور عبادات یې تر سره کول، خو داسې هم ویل کیږي چې ده او دده ځینو ملګرو د شرابو له څښلو هيڅ ډډه نه کوله.

د مسعود پلار د پوځ یو متقعد ډګروال و، چې وروسته بیا د هجرت په وخت کې په پاکستان کې مړ شو، مسعود غوښتل چې یو نظامي افسر شي، خو دی د لېسې څخه د فراغت وروسته د کابل پوهنتون د انجینري په پوهنځي کې شامل شو، وروسته بیا پاکستان ته لاړ او هلته یو څه وخت لپاره د انجینر ګلبدین حکمتیار سره نږدې شو، خو وروسته یې سره مخالفت راغی او منځني ختيځ ته وتښتید.

کله چې په افغانستان کې جهاد تود شو، نو لومړۍ پاکستان او بیا د افغانستان پنجشېر درې ته راغی، دلته د افغان دولت په خلاف په جنګ بوخت شو، د شوروي پوځ په راتګ سره د یو څه وخت لپاره د هغوی سره په جګړه کې و، خو وروسته ډېر ژر د روسانو سره جوړ شو او شوروي پوځیانو ته یې اجازه ورکړه، چې خپل ټول قوت د افغان مجاهدینو په خلاف په کار واچوي، په۱۹۸۰ او ۱۹۸۲ م کالونو کې یې د روسانو سره اوربند وکړ او روسانو د هرې ورځې افغان مجاهدینو د وژلو په مقابل کې احمدشاه مسعود ته پیسې او وسلې ورکولې، یو روسي پیاوړي پوځي جنرال په خپلو یاداشتونو کې ویلي، احمدشاه مسعود شورویانو ته د ببرک او نجیب نه هم مهم او ارزښتمن و، کله چې دی د جهاد په دور کې پنجشېر ته را ورسېد، نو بیا له دغه ځایه ډېر بهر ته نه ولاړ او د کابل ښار تر سقوطه پورې همدلته و.

احمدشاه مسعود که څه هم ځینې خلک یې د هېواد اتل بولي، خو ولې که د احمدشاه مسعود اصل څېرې ته وګورو، نو دا به واضحه شي چې په دغه افغاني ټولنه کې د نفاق زړو کرل او د قومونو، نژادونو، ژبو او نورو په اساس وژل او لوټل د همدغه مسعود کار و، مسعود فکر کاوه چې په افغانستان کې د پښتانو لخوا چې د دې وطن اصلي وارثین بلل کیږي او د تېرو درو پیړیو را په دې خوا دلته حاکمان پاتې شوي، د نورو اقلیتونو لکه ازبکو، هزاره، ترکمنو، تاجکو په برخه کې ظلم کیږي، مسعود د افغانستان د یو کوچني قوم تاجک څخه دی, خو ولې نظر خپل قوم او حقه حقوقو ته په کتو یې ادعا ډېره لوړه وه، کوم چې د ده تر وژنې پورې ونه منل شوه او نه به دده له مرګ وروسته په هیڅ صورت تطبیق او ومنل شي، ویل کیږي احمدشاه مسعود د خپل ځان د بقا په خاطر هر ډول معاملات وکړل، آن تر دې چې د افغانستان له ټولو ملي ارزښتونو او ګټو تېر شو او یوازې یې خپل ځان او پنجشېر درې ته ارزښت ورکړ، نو ځکه خو د افغانستان د اکثرو خلکو د نفرت وړ وګرځېد.

کله چې جهاد پیل شو، نو ور سره په پاکستان کې د افغان مهاجرو په کمپونو، بازارونو، دوکانونو، موټرونو، لوحو او نورو باندې به د احمدشاه مسعود عکسونه او د هغه په اړه دروغجن او له مبالغو ډک شعارونه لګیدلي وو، کوم لکه د پلاسټیک پوکاڼۍ ته د هوا ورکولو څخه زیات ارزښت یې نه درلود، چا به د عکس سره لیکلي وو”شېر پنجشېر احمدشاه مسعود یا عقاب پنجشېر احمدشاه مسعود” ،دغو بېخبرو خلکو په یوه وړه قوم او منطقه پورې تړلي یو سړي او د هېواد یوې کمې منطقې ته دومره رنګ ورکړ، چې وروسته د همدغه رنګنیو په نتیجه کې مسعود یوازې د همدغو خلکو د سر دښمن وګرځېد، د همدغه افغان ملت وینې یې توی کړي او لسګونو زره افغانان یې ووژل.

کله چې د افغان مجاهدینو او شوروي پوځونو تر منځ جنګ روان و، نو احمدشاه مسعود د شورویانو تر څنګ ودرېد، کله چې په ۱۹۹۲ میلادي کال کې ډاکټر نجیب الله د سولې برنامه وړاندې کړه نو احمدشاه مسعود او ملګرو یې چې په دې ملګرو کې یې د پخواني رژیم افسران چې هغوی دوی په یوه وخت کې ملحدان او کافران بلل او جهاد یې ور سره فرض عین ګاڼه، یو ځای شو او دغه برنامه یې شنډه کړه، دغو افسرانو چې په اصل کې د نجیب په رژیم کې د کارمل پلویان وو، وروسته یې د جمعیت اسلامي د غړیتوب کارتونه تر لاسه کړل او د عبدالرشید دوستم په ګډون یې د جبل السراج تړون جوړ کړ، چې دغه تړون یا ایتلاف بیا په کابل کې د خونړیو جنګونو سبب شو، چې په نتیجه د کابل ښار وران او تقریبا اویازره عام ښاریان ووژل شول، د کابل د جنګونو په وخت کې احمدشاه مسعود د متعصبو پرچمي جنرالانو سره یو لاس شو او په دې توګه یې یو ځل بیا د پښتنو د تباهۍنقشه جوړه کړه، خو ده هم د پښتنو د لاسه ښه ورځ ونه لیده، ځکه چې دده د وژل کیدو تر ورځې پورې ور سره وجنګیدل.

احمدشاه مسعود د روسانو سره دا خبره هم یقیني کړې وه چې د جهاد په جریان کې به د تاجکانو سیمې تر بمبار او بریدونو لاندې نه نیسي، روسي پوځیانو هغه منطقې وځپلې کوم چې هلته پښتانه وو، احمدشاه مسعود په خپله منطقه کې د حزب اسلامي کوم جهادي ګروپ نه پرېښوده او په دې توګه شورویانو ته متعهد او خپلو افغانانو ته د لارې اغزی و، رښتیا ده احمدشاه مسعود د مجاهدینو او په عام ډول د افغانانو لپاره یو د لستوڼي مار و.

د وخت جمهوررییس ډاکټر نجیب الله څو ځله د شورویانو نه غوښتنه کړې وه چې باید احمدشاه مسعود په سختۍ سره وځپي، خو شورویانو هیڅکله د نجیب دا غوښتنه ونه منله او مسعود یې د افغانانو په ضد لکه د لاس اله وکاروه، که څه هم د مسعود په اړه د کتاب په بڼه لیکنې په روس کې نه دي خپري شوي، خو ولې هغو روسانو چې د افغانستان په جنګ کې په افغانستان کې وو، د مسعود په اړه په مختلفو رسنیو او کتابونو کې ډېر عجیب حقایق ویلي دي، ویل کیږی چې کله د جهاد په وخت کې د افغانستان د جهادي قومندانانو سر تاسري شورا پرېکړه وکړه چې پر شورویانو به د هیواد په ټولو برخو کې خپلې لارې بندوي، ولې مسعود دغه پریکړه ونه منله او د سالنګ لویه لاره یې د دوی پر مخ ونه تړله.

هغه جهادي قومندانان چې د پروان، کاپیسا او نورو مسعود ته نږدې سیمو کې د شوروي پوځ خلاف جنګیدل، دوی ویل چې هيڅ وخت احمدشاه مسعود د جهاد د برنامې مطابق پر روسانو ډز هم نه دی کړی، بلکې ده په یو ډول نه یو ډول جهاد ته صدمه هم رسولې ده، په دې وجه یې اکثره افغانان یو خاین بولي، د ده له دې کړنو سره ټول مجاهدین مخالف وو، خو په ډاګه یې څه نه ویل، یوازې چې د احمدشاه مسعود دا ډول کړنې یې په څرګنده غندلې او د افغان ولس سره یې خیانت باله، هغه حزب اسلامی حکمتیار و، حکمتیار به تل جمعیت اسلامي او مسعود ته په کنایه او اشاره کې د “تش په نوم مجاهد” اصطلاح کاروله او په همدې وجه مسعود د حزب اسلامي هیڅ مجاهد جنګیالی په خپل واک لاندې خاوره کې نه پرېښود، چې تر څو د شوروي په پوځ باندې بریدونه وکړي؛ مسعود د افغان او افغانستان له نوم سره هم جوړ نه و او زیاتره وخت به یې د خپلو پلویانو په منځ کې د افغانیت او افغانستان په اړه حساسیت پاروونکې څرګندونې کولې، خو کله به یې چې د پښتانو په منځ کې ځان لیده، نو بیا به یې په لوړ اواز ویل چې “زه ريښتینی افغان یم او زه ویاړم چې افغان یم” مګر د ده دا هر څه یو تمثیل و، نه یو حقیقت، دا ځکه چې د ده ټول پلویان اوس هم د افغانیت سره په ټکر کې دي.

د جهاد د دورې یو وتلی جهادي قومندان جنرال رحمت الله صافی چې نږدې یو لسیزه د احمدشاه مسعود سره نږدې پاتې شوی، په خپل یو کتاب کې چې د احمدشاه مسعود په اړه لیکل شوی ویلی، احمدشاه مسعود نه د افغانستان په ګټه و، او نه په افغانستان کې د تاجکانو، هغه افغان ملت وپاشه او په افغانستان کې یې د ژبې او توکم په اساس داسې دښمني پيل کړه، چې ختمول به یې ډېر وخت ونیسي، ده ویلي مسعود د افغانستان په شمال په دریو ولایتونو بدخشان، تخار… . کې د مسعودستان په نوم یو وطن را منځ ته کړ او په دې کې د تاجکانو یو حاکمیت جوړ کړ، خو ولې ویې نه شوای کړای چې د افغانستان په نوم یو واحد هېواد تجزیه کړي او خپل ناوړه هدف ته ورسیږي، مسعود طالبان اسلامي پاشېستان بلل او طالبانو بیا مسعود د افغانستان د خلکو دښمن باله او غوښتل یې چې احمدشاه مسعود له افغان خاورې وباسي، طالبانو او احمدشاه مسعود د ۱۹۹۴ نه تر ۲۰۰۱ کال پورې سره په جنګ کې وو، تر دې چې په همدغه ۲۰۰۱ م کال کې ممکن د طالبانو له خوا د دوو ځانمرګو کسانو د برید په ترڅ کې له منځه ولاړ، دده له وژل کیدو وروسته دده حسدلرونکي پلویان بیا هم د پښتنو په مقابل کې د امریکا د طیارو او ټانګو په زور وجنګیدل، خو میدان یې ونه ګټه، جنګ روان دی، وینې توییږي، د مسعود پاتې شوني لا د جنګ په ډګر کې د ناټو په سوټي د افغانانو په قتل اخته دي، د مسعود پلویانو د جهاد او مجاهد په نوم په اوسني دولت کې لوړ لوړ موقفونه او په سلګونه ملیونه ډالر تر لاسه کړل، سره د دې چې همدغه د دوی په منځ کې ډېر کسان د اسلام او افغانیت خلاف خبرې کوي، که څوک ورنه د دې ناقانونه څرګندونو حساب وغواړي، نو تر شا یې همدغه د تش په نوم مجاهدین یعنې د مسعود پلویان او کسان ولاړ دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Basharyar

په زړه پورې او له حقیقت څخه ډکه لیکنه
دا ډؤل لیکنې بايد زياتې شي ترڅو د هېواد پلورونکو غلامانو اصلي څېرې افغان مسلمان ولس ته ښکاره شي

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx