نظــر

په افغانستان کې تعصب چا او له کومه وخته پیل کړ؟

نورمدين بلخېل

افغانستان یوه تاریخي خاوره ده، داسې خاوره چې د نړۍ هيڅ ظالم دلته په خپلو پښو نه شي دریدلی، د دې خاورې اوسیدونکي د دوو لویو سیندونو ” آمو او اټک” تر منځ واقع دي، دا خاوره له دریو دوه برخې د غرونو په واسطه نېول شوې ده، دا د جګو غرونو قوي او مضبوط خلک تل همدغسې غښتلي او قوي پاتې شوي دي.

د میلاد نه درې پیړۍ وړاندې سکندر مقدوني دې خاورې ته په زور راغی، خو ویې نه شو کړای چې دا خلک په توره او غشي د ځان تابع کړي، عرب او مسلمانان دې خاورې ته راغلل، د دې خاورې د خلکو او په خاص ډول د پښتنو سره وجنګیدل، مګر کله چې د پښتنو فطرت د اسلام مقدس دین ومانه، نو په خپله خوښه یې د اسلام مقدس دین قبول کړ او تر ننه پورې په خپل پاک دین سرونه ورکوي.

پښتانه د دې نړۍ یو ډېر جنګیالی قوم دی، دا یو حقیقت دی چې دا قوم تر هر چا زیات محبت لري، خو که څوک یې مجبورا د نفرت تر حده ونه رسوي؛ مګر که چېرته څوک ورته په سپک نظر وګوري او مقابل لوری د انسانیت له حدودو ووزي، نو بیا هيڅکله ورباندې رحم نه کوي، داسې ویل کیږي چې افغانان او په خاص طور پښتانه د جګړې تر ټولو غوره جنګیالي لري، خو که چېرته یو ټول منلی مشر پیدا کړي، خو دا چې بغیر له شپانه رمه په څه ډول برخلیک اخته کیږي، دا نو هغه حالت دی چې د تېرې څه کم نیمې پیړۍ را په دې خوا پښتانه او په عموم کې ټول افغانان پرې اخته دي، د مغولو ظالمانه بریدونه او حملې هغه څه وو چې افغان او پښتانه یې تسلیم نه کړل، هر څه یې وبایلل، خو جنګ یې ونه بایله، له سر او مال نه تېر شول، مګر په ځنکدن کې هم له حرکته ونه لویدل.

درې ځله پښتانه له انګریزانو سره وجنګیدل، داسې مقابله یې ور سره وکړه چې انګریزانو د نړۍ تر ټولو بدې ماتې په افغانستان کې وخوړې، شورویانو او روسانو افغانستان ونیو، خو داسې ماته یې وخوړه، چې تر ابده به یې له یاده ونه وزي، امریکایان راغلل، که څه هم امریکایان د دوستۍ تر عنوان لاندې، د نړیوالې ټولنې د اصولو پر اساس افغانستان ته راغلل، مګر امریکایانو هیڅکله خپل حد ونه پیژنده، نو ځکه د پښتانو قبایېلو چې له لومړیو په دې خاوره کې حاکمان پاتي دي، له جدي غبرګون سره مخ شول او د امریکا ډېرو نویو او عصري وسلو هم د دوی اراده ماته نه کړه او په خپل افغاني او ایماني غیرت سره یې امریکا او دهغه څو څلوېښت متحدین تر پوزې را وستل.

اوس دې ته راځو چې د افغانانو تر منځ تعصب چا او له کومه وخته پیل کړ.

د روسانو سترګې هغه وخت د افغانستان په لور ماتې شوې چې کله په ۱۹۲۱ م کال کې د روسانو او افغانانو تر منځ د دوستۍ تړون لاسلیک شو، په دې توګه روسانو غوښتل تر څو د افغانستان له لارې خپل ټول مهم اهداف تعقیب کړي، دویم هغه وخت شورویان افغانستان ته لا متوجه شول، کله۱۳۴۴ ه. ل کال کې د خلق دیموکراتیک ګوند جوړ شو، د دغه ګوند مشر نورمحمد تره کی و چې اصلا پښتون او د غزني و، چې د خلق دیموکراتیک ګوند موسس او د مرکزي کمیټې عمومی منشي هم یادیده او دویم کس یې ببرک کارمل و، چې اصل او خټه یې معلومه نه وه، خو تش په نوم تاجک بلل کیده، که چېرته تاسو د دغه ګوند مشر توب او معاونیت ټاکل کیدو ته متوجه شئ، نو د قومیت او سمتیت بوی له ورایه ترې راځي؛ یو کال وروسته خلق دیموکراتیک په دوو برخو خلق او پرچم باندې وویشل شو، چې د خلق څانګې مشر نورمحمد تره کی او د پرچم څانګې مشر ببرک کارمل و.

کله چې د ويښو زلمیانو له ګوند څخه نورمحمد تره کی او ببرک کارمل را ووتل، نو دواړه په جلا توګه د یو ګوند جوړولو په فکر کې شول، دوی دواړه کیڼ اړخو ته مایل وو، تر دې چې دوی یو د بل پر پلان پوهه شول، او په دې توګه دواړه یو د بل سره یو ځای کیدو لپاره لیوال شول، که څه هم نورمحمد تره کي ببرک کارمل ښه پېژاند چې کارمل یو خودخوا، متعصب او سمت پرست انسان دی، ولې دا سهوه ترې وشوه چې د یو څو نورو کسانو د خپلولو لپاره یې دا کوږ لرګی یعنې کارمل په ځان کې ومانه، چې تر څو خپل ناقص ګوند په دې ډول افغان شموله وښایي، دا باید هم ووایو چې د ببرک کارمل په وجه ډېر قوي خلک هم د خلق دیموکراتیک ګوند ته ور نه رغلل، چې یو مثال یې میرمحمد غلام غبار و، چې یو پوه او مدبر سړی و او تره کي ته یې په دې اړه اطمینان هم ورکړی و، خو څه ښه وایی، چې د دروغو مزل لنډ وي.

کله چې په ۱۳۴۳ ه ش کال کې د خلق دیموکراتیک ګوند د تدارک کمیټه چې غړي یې اووه کسان وو، جوړه شوه، دا کسان نورمحمد تره کی، میراکبر خیبر، ببرک کارمل، علي محمد زهما، میرغلام محمد غبار، محمد طاهر بدخشي او محمدصدیق روهي وو، خو ولې فقط نورمحمد تره کی، ببرک کارمل او طاهر بدخشي حاضر شول او نورو پاتې کسانو له ګوند سره اړیکې وشلولې، داسې ښکاریده چې د دوی په مابین کې ژور اختلافات موجود وو، کوم چې وروسته بیا د افغانستان د تباهۍ باعث شول، دا اختلافات له همغه وخته وو چې عامل یې کارمل او د هغه یو څو ملګري وو.

کله چې د خلق دیموکراتیک ګوند لومړۍ کنګره دایره شوه، نو نورمحمد تره کي وړاندیز وکړ چې د دې ګوند نوم د افغانستان د خلکو دیموکراتیک ګوند وي، کارمل د دې نوم سره جوړ را نه راغی ویل یې، باید د ګوند نوم حزب مترقي افغانستان وي، زیات اختلاف د “خلک” په کلیمه و چې سوچه پښتو کلمه وه، خو وروسته نوم “حزب دیموکراتیک خلق افغانستان” شو، چې عبارت یې د دري او استعمالیدونکي لغاتونه یې هم د دري معمول دي، دا هغه د اختلاف مورد وو چې له هغه وخته موجود وو او تر ننه د افغانستان د خلکو لپاره په ملي ترمینالوژۍ کې همدا د پښتو او دري پر الفاظو په استعمال اختلافات موجود دي.

کله چې بیا د خلکو دیموکراتیک ګوند د اولې کانګرې د غړو تر منځ په سرو کرښو بحث کیده، نو نورمحمد تره کی او نورو پښتني سیاستوالو د ډیورنډ کرښه سره کرښه وبلله، خو کارمل یې مخالفت وکړ، غوښتل یې چې ګوند یې ډیورنډ کرښه د پاکستان او افغانستان تر منځ د رسمي سرحد په توګه ومني، خو ولې د نورو د جدي غبرګون سره مخ شو، کارمل هم چې د ګوند د نورو غړو موقف ولید، نو په نه زړه یې وویل، زه د ډیورنډ منحوسه کرښه په رسمیت نه پیژنم.
په هر صورت که په دې برخه کې نور هم ژور لاړ شو بیا هم د دوی تر منځ د ژبې، قوم او نژاد په اساس تبعیضونه او مشکلات تر سترګو کیږي، تردې چې یو کال وروسته دا ګوند په دوو شعبو وویشل شو، چې دا په واقعیت کې د افغانستان او د دغه واحد ملت تجزیه او ویشل وو، ور سره په همدغه وخت کې د اسلامي نهضت اسلامپاله ډله هم تاسیس شوه او د کين اړخو په مقابل کې په سختۍ سره ودریده، دوی په خپل منځ کې د ژبې، نژاد او قوم مسایېل نه مطرح کول، چې په دې ډول یې په ولس کې پوره نفوذ پیدا کړ، چې په ډېر کم وخت کې یې پوره مینوال را خپل کړل.

د خلق او پرچم تر منځ خپل منځي نندرۍ ورځ تر بلې زیاتیدې او دا مشکلات هغه وخت لا پسې لوی شول، چې کله حفیظ الله امین ګوند ته راغی او په ګوند کې یې ډېر زر د ببرک کارمل سره حساسیت پیدا شو، چې دا مشکل ورځ تر بلې غټیده، په خلق ډله کې امین ډېر ځیرک سړی و، په خټه پښتون، خروټی او د کابل د پغمان ولسوالۍ واله و، لوړ تحصیلات یې په امریکا کې تر دکتورا پورې رسولي وو، امین دافغانستان په پوځ کې پټه مداخله پیل کړه چې په دې ډول یې په اردو کې غټ غټ افسران د خلق ګوند ملګرتوب ته راوبلل، که څه د د ۱۳۵۲ کال د داود خان په کودتا کې اکثره هغه افسران وو، چې په اردو کې پرچمیانو ته مایل وو او همدغه وجه وه چې داودخان د پرچمیانو سره ښې اړیکې درلودې، په وروسته وختونو کې شورویانو او د هغوی حامیانو د خلق او پرچم په منځ کې د روغې جوړې کوښښونه کړی وو، چې لږ یا ډېر یې سره نږدې کړي وو، خو هيڅکله یو او بل ته د یوې لارې د خلکو په سترګه سره ونه کتل.

د ثور اووم ناوړه کودتا وشوه، په پوځ کې د خلق او پرچم ملګرو افسرانو ارګ محاصره کړ او وروسته دغو ظالمانو د داودخان د کورنۍغړي که لویان وو، که کوچنیان او که میرمنې، ټول پنځه ویشت تنه یې له یوې مخې قتل عام کړل، له دې وروسته د نورمحمد تره کي او ببرک کارمل تر منځ د واک او صلاحیت او د چوکیو په وېش اختلاف راغی، دا چې حفیظ الله امین د ثور اوومې اصلي طراح او هم د تره کي لپاره د خلق په ډله کې تر ټولو مهم کس و، نو ځکه یې د امین هر ډول غوښتنې ته لبیک وایه.

د نورمحمد تره کي په دوره کې یو ناڅاپه غږ پورته شو، چې د پرچم ډلې او په خاص ډول د متعصبو پرچمي افسرانو له خوا د افغان دولت خلاف کودتا کیدله، چې په دولت کې د خلقیانو له خوا ډېر زر کشف او مخه یې ونېول شوه، په دې وخت کې د پرچم ډلې ځینې مهم غړي، یا بندیان شول او یا هم بهرنیو ملکونو ته د سفیرانو په توګه ولیږل شول، ببرک کارمل پراګ او ډاکټر نجیب الله تهران ته د سفیرانو په توګه لاړل.

ببرک په پراګ له شوروي استازیو او بیا له هغه ځایه مسکو ته د شوروي د مشرتابه کسانو ته ور وړاندې شو، یو څه وخت وروسته شورویانو د تره کي او امین په مابین کې سوء تفاهم پیدا کړ، امین تره کی وواژه، د شوروي سفیر یې له ملکه وباسه، امین ولسمشر شو، په دې توګه د شورویانو غوسه زیاته شوه او ببرک کارمل ته د و وطن د پلورنې یو فرست په لاس ورغی.

په په خلق ډله کې اکثره پښتانه وو، چې د وطن سره یې مینه وه، ازادي پال وو او نه یې غوښتل چې په هره معامله کې پر شورویانو اتکا وکړي، تره کی او امین په افغانستان کې د پردیو د وجود مخالفان وو؛ د پرچم په وړه ډله کې اکثره تاجکان، زیاتره خانان د پیسو، مادیاتو او موقفونو وږي وو، د دوی همدغه منفي احساس و چې د یو څو ورځو واکمنۍ لپاره یې روسان افغانستان ته راوستل، د جدي په شپږمه د شوروي پوځیانو پر افغان خاوره تیری وکړ، امین او د هغې نږدې ملګري یې مړه او یا بندیان کړل، ببرک کارمل د روسانو په غوړو مست د کابل په ارګ کې پر تخت کیناست، خلقیانو تش په نوم په دولت کې برخه درلوده، خو اصل واک او قدرت د شورویانو په لاس کې او کارمل بیا د هغوی د لاس امسا و، ویل کیږی په همدغه وخت کې احمدشاه مسعود سره د شوروي پوځي او استخباراتي کړیو د همدغو پرچمي چارواکو په واسطه اړیکه پیدا کړه، چې بیا د شوروي او مسعود ملیشو تر منځ اوربند وشو او مسعود هيڅکله د شمال-جنوب د سالنګ لویه لاره د شورویانو پر مخ ونه تړله، شپږ کاله ببرک کارمل تش په نوم په قدرت کې و، وروسته شورویانو فکر وکړ چې له کارمله څه په لاس نه راځي.

په کال ۱۹۸۶ م کې ډاکټر نجیب الله جمهوررییس شو، نجیب الله او ځینې ملګري یې د پرچم د ډلې کسان وو، خو تاجکي پرچمیانو نجیب قومپرست او سمتپرست باله، دوی دلیل وایه چې د نجیب الله په کابینه کې اکثره پښتانه پکتیاوال وزیران دي، کوم چې پکتیا د نجیب الله اصلي ټاټوبی دی، په دې وخت کې نه یوازې د خلق او پرچم په مابین کې تعصبي حرص و، بلکې په همدې تناسب د پرچمي ګروپ په منځ کې د ژبې، سمت او قوم خبرې ګرمې وې، چې په اصطلاح کارملیان او نجیبیان وو، نجیب نه یوازې په پښتانو کې ډېر پلویان لرل، بلکې د افغانستان په لږکیو کې یې هم زیات پلویان او مینوال لرل، خو کارمل په تاجکانو کې زیات، مګر په پښتانو او لږکیو قومونو کې یې ډېر کم کسان لرل، داسې هم ویل کیږي چې نجیب الله د خاد د ریاست په وخت کې نه یوازې په لسګونو زره زنداني مجاهدین بلکې هغه په سلګونو خلقیان چې د امین ملګري، یا د کارمل د مزدورې ادارې او د شورویانو د وجود مخالف وو، تر خاورو لاندې کړل، چې وروسته د شاه نواز تڼي له خوا چې د خلق د ډلې مهم غړی و، پر نجیب الله کودتا ممکن د همدغه تاو پر اساس شوي وي.

کله چې په افغانستان کې د نجیب نظام له سقوط سره مخ شو، نو د سقوط یو لامل یې همدغه متعصب پرچمیان او په پوځ کې د کارمل د نږدې افسرانو خیانت و، چې نتیجه یې نه یوازې د نجیب الله حکومت ړنګول شول، بلکې د افغانستان د راتلونکې اسلامي او ملي نظام مانع هم واقع شول؛ کله چې حاکم نظام ړنګیده، تقریبا څلوېښت د پرچم د ډلې کسان چې پوځي او استخباراتي افسران او اکثره یې په کابل کې حاکم جنرالان وو، د کارمل په واسطه، د مسعود په توصیه ورته د جمعیت اسلامی د غړیتوب کارتونه ورکړل شول او په پای کې یې د کابل ټولې پوځي او استخباراتي ساحې هم مسعود ته تسلیم کړلې، چې دا خلک د یوه بل داسې خونړي جنګ د منځ ته راتلو سبب شول، چې دغه دی تر ننه پورې په کې ټول افغانستان د خاورو سره خاورې شو.

د نجیب حکومت له سقوط وروسته د پخواني نظام کارکوونکي، چې پښتوژبي وو، د پښتنو ډلو او دري ژبې ویونکي بیا د دري ژبې ویونکو له ډلو سره یو ځای شول، چې په دې ډول یې دغه د تعصب بد مرض دغو ډلو ته هم ور نقل کړ، په کابل کې د خپل منځي جګړو لامل همدغه عناصر وو، چې له دې خاورې یې هره هستي نابوده کړه، چاته هيڅ شی هم ور پاتې نه شول، هر څه په دا بل مخ را واوښتل، په دې وخت کې طالبان را پیدا شو، طالبانو په کم وخت کې د افغانستان زیاته برخه ونیوه، خو احمدشاه مسعود ور سره جنګ وکړ، مسعود طالبان اسلامي فاشېزم باله، خو طالبانو مسعود یو ستر غدار ګاڼه.

په ۲۰۰۱ م کال کې چې کله طالبان له منځه لاړل، دغه شریرو خلکو د شمال په اتحاد کې لوړ لوړ مقامونه لرل او پر پښتنو سیاستوالو او د خپل وخت په خلقیانو به یې د القاعده او طالبانو تورونه لګول.

په اوسني دولت کې هغه څوک چې د اسلامیت، افغانیت، ملي ترمینالوژۍ، ملي سرود، ملي بیرغ او نورو ملي او افغاني ارزښتونو مخالف دي، همدغه پخواني شرمیدلي خلک او د دوی هغه ملګري دي چې دوی ته د قومیت او سمتیت په اساس پناه ورکړه.

نورمدین بلخېل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx