افغانستان

د غازي آباد د ملي امنیت مدیر نعیم ګوجر د ماین چاودنه کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷ وږي، ۱۳۹۹ل): د کونړ ولایت غازي آباد ولسوالۍ د ملي امنیت مدیر نعیم ګوجر له خپلو ۲ زامنو سره یوځای په یوې بمي چاودنه کې وژل شوی دی.

دا پېښه نن مازدیګر شاوخوا څلور بجې د غازي آباد ولسوالۍ په نیشه ګام کلي کې هغه مهال رامنځ ته شوې، کله چې په یو موټرسایکل کې ځای پرځای شوو چاودونکو توکو ته چاودنه ورکړل شوې ده.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصصم رسنیو ته ویلي، چې په دغه پېښه کې د غازي آباد ولسوالۍ د ملي امنیت مدیر نعیم ګوجر او دوه ماشومان وژل شوي او  د دوه ماشومانو په ګډون درې تنه نور ټپیان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

دی ته وایی جهاد. بیا بالخصوص چی پکی دوه ماشومان وژل شوی. ### په داسی جهاد شه چی تاسی یی کوی دا به کوم دین او مذهب ومنی چی د یوه کس په خاطر ورسره دوه ماشومان هم شهدان کړه بیا ورته د جهاد نوم کیږده.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x