نړۍ

د خاشقجي د وژنې قضیه؛ سعودي محکمې مجرمینو ته د اعدام سزا په «بند» بدله کړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸ وږی، ۱۳۹۹ل): د سعودي عربستان په پلازمینې ریاض کې جنایي محکمې د دوشنبې په ورځ د جمال خاشقجي د قضیې په لړ کې له تېرو حکمونو په تېریدنه د مجرمینو د اعدام پریکړه بېرته واخیسته او پرځای یې د بند پریکړه وکړه.

جمال خاشقجي په ۲۰۱۸م کال کې د ترکیې په استنبول ښار کې د سعودي په قونسلګرۍ کې ووژل شو چې د ځینو کره رسنیو په حواله تور یې په سعودي شهزاده ولیعهد محمد بن سلمان لګېدلی و.

د سعودي عامه څارنوالۍ ویاند وایي چې محکمې د مجرمینو څخه هغه ۵ تنو ته چې د اعدام پریکړه یې شوې وه د ۲۰ کلونو بند، ۳ نورو ته چې د ۲۴ کلونو بند پریکړه یې شوې وه د ۱۰ کلونو او ۷ نور په ۲ کاله بند محکوم کړي دي.

د خاشقجي زامنو په تېره مئۍ میاشت کې د خپل پلار قاتلینو لپاره بښنه اعلان کړه، په دې اقدام مجرمینو ته اجازه ورکړل شوه چې د اعدام پریکړه یې پر بند بدله شي. خو د خاشقجي کوژدنې «خدیجه جنکیز» د زامنو د پریکړې سره مخالفت ښودلی او ویلي وو چې هیڅوک د هغه د مجرمینو د بښلو حق نه لري.

د سعودي عامه څارنوالۍ د ۲۰۱۹م کال په دیسمبر میاشت کې په لومړي ځل په ریاض کې د جرمي محکمې لخوا د لومړي صادر شوي حکمونو په لړ کې په ۵ کسانو د اعدام او په ۳ نورو د ۲۴ کلونو د بند پریکړه کړې وه.

هغه مهال د خاشقجي د قتل په قضیه کې دوه مهم ښکېل چارواکي د استخباراتو مرستیال احمد عسیري او د ولیعهد بن سلمان پخوانی سلاکار سعود القحطاني ته برائت ورکړل شوی و، دغه راز د ترکیې په استنبول ښار کې د سعودي قونسل محمد العتبي ته هم برائت ورکړل شوی و.

د دغه کسانو نومونه چې ۱۵ تنه وو، د جمال خاشقجي په قضیه کې ښکیل دي او په ترکیه کې د سعودي قونسلګرۍ ته د نوموړي د وژلو لپاره استول شوي وو، نه دي ښودل شوي، خو په داسې حال کې د امريکا مرکزي استخباراتو «سي ای اې» او د ترکيې حکومت ويلي وو، جمال خاشقجي د سعودي لوړپوړو چارواکو په مستقيم امر وژل شوی او اشاره يې وليعهد محمد بن سلمان ته وه.

د الجزیرې د راپور له مخې محکمې دغه پریکړه په داسې پټه غونډه کې وکړه چېرته چې رسنۍ او خلک نه وو پریښودل شوي، په دې سره د بشري حقونو نړیوال سازمان د رڼښت نه شتون له امله په یاده پریکړه نیوکه وکړه.

جمال خاشقجي څوک و؟

سعودي تبع جمال خاشقجي د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې کالم ليکونکی ژورنالېست و، د خپل ژوند په ورستيو کې له حکومت سره مخالف شوی و، په خپلو کالمونو کې به يې د وليعهد بن سلمان او حکومتي چارواکو د کړنو پر ضد ليکنې کولې او تېر کال اکتوبر کې د خپلو رسمي کارونو لپاره د ترکيې په استنبول ښار کې د سعودي قونسلګرۍ ته تللی او هلته وژل شوی و.

په لومړيو وختونو کې سعودي چارواکو د هغه له وژلو انکار کاوه، خو د ترکيې حکومت، د امریکا استخباراتو «سي ای اې» او ګڼ شمېر نورو لويديځو دولتونو وويل، چې خاشقجي د بن سلمان په امر وژل شوی، خو سعودي وايي، د خاشقجي په وژنه کې د بن سلمان لاس نشته.

نيويارک ټايمز او ځينو نورو رسنيو ويلي وو، شونې ده، سعودي حکومت د خاشقجي په قتل کې ځينې کسان د دې قضيې قرباني کړي او د محمد بن سلمان د ژغورلو هڅه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x