افغانستان

امریکايي عسکر د شینډنډ ستره هوايي اډه هم تخیله کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸ وږي، ۱۳۹۹ل): له طالبانو سره د شوي تړون له مخې ټاکل شوې ده چې امریکايي چارواکي د هېواد په لویدیځ کې د شینډنډ له سترې هوايي اډې څخه خپل عسکر وباسي.

د سپوتنیک خبري آژانس د خبر له مخې د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ له هوايي اډې څخه د امریکايي عسکرو د وتلو بهیر د روانې سپتمبر میاشتې له لومړیو څخه پیل شوی او په تدریجي توګه به دغه اډه له خپلو عسکرو او پوځي ساز وسامان څخه تخیله کړي.

که څه هم د امریکا ددفاع وزارت رسمي سرچینو په دې هکله معلومات نه دي ورکړي؛ خو د روان کال فبروري میاشتې په ۲۹مه نیټه د طالبانو او امریکا د متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې توافقنامې سره د ۱۳۵ ورځو په دوران کې امریکايي عسکرو په افغانستان کې خپلې ۵ نظامي اډې تخیله کړي او پنځه زره امریکايي عسکر افغانستان څخه ووتل.

د ورکړل شوو راپورونو په اساس په ارزګان، هلمند، پکتیکا، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې له پنځو نظامي اډو څخه د امریکايي عسکرو تر وتلو وروسته، یو شمېر نظامي مرکزونه کنډواله شوي او ځینې یې افغان عسکرو ته سپارل شوي دي.

د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې توافقنامې له مخې ټاکل شوې ده، چې د راتلونکي ۲۰۲۱ کال د مئ میاشتې ترپایه ټول امریکايي عسکر له افغانستان څخه ووزي او په دغه موده کې به د طالبانو ټول بندیان هم خوشې کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x