دیني، سیرت او تاریخ

په اسلام کې د حاکمیت تصور او مرتبه«لومړۍ برخه»

د مولوي عبدالهادي(مجاهد) ليکنه

کافران او د هغو پر لاره روان اسلام ته منسوب خلک د اسلام د دين په اړه داسې فکر کوي چې اسلام يوازې د څو محدودو عباداتو، يو څه اخلاقو او او د انسان او رب تعالی تر منځ د روحي رابطې دين دی چې د ژوند د بېلابېلو اړخونو د چارو د تنظيم لپاره د اصولو، ضوابطو، قوانينو له تنظیيمولو او د روا او ناروا د حکم له صادرولو سره يې کار نشته، بلکې دا هر څه يې د انسانانو خپل تشخيص او صوابديد ته پرې ايښي دي چې هر قوم او نظام يې پخپله يې د خپلو مصالحو د تحقق، د غوښتنو د پوره کولو او د تقاضاوو د اشباع په مقصد په داسې ډول تر سره کړي چې د الله تعالی کتاب او د رسول الله صلّی الله عليه وسلم احاديث ورکې د احکامو د صدور مرجع ونه ګڼل شي.

خو حقيقي اسلام داسې ندی، بلکلې هغه د الله تعالی له لوري رالېږلی شوی دين دی چې انسانان د هغه په وضع کولو کې هېڅ دخل نه لري، بلکې هغوئ ورته په پوره استسلام او منلو مکلف دي، او د هغه په اړه د اسلام دعلماوو نقش يوازې د هغه شرحه کول، بيانول او د انسانانو پوهول دي.
د اسلام علماوو د اسلام د دين تعليمات په عمومي ډول لاندې دريو برخو ته وېشلي:
۱- عقيده
۲- شريعت
۳- اخلاق
چې پدې ډول دغه دين د انسانانو ټول تصورات، اعمال او سلوکيات احاطه کوي او د دنيا او آخرت د ټولو احوالو په اړه ورته لازم الاجراء احکام او لارښوونې لري.

لکه څنګه چې اسلامي شريعت د مسلمانانو انفرادي اعمال منظم کړي دي همدارنګه يې د مسلمانانو ټولنيز او سياسي ژوند هم منظم کړی دی چې پدې ډګر کې تر ټولو مهم ډګر د حاکميت ډګر دی.

د اسلامي عقیدې له نظره ټول کائنات واحد پیدا کوونکی او خالق لري، او دا ټول د هماغه خالق ملکیت دي چې بل هېڅوک ورسره شریک نه دي. د مخلوقاتو  (پیدا کول)  د الله تعالی فعل دی، او دا ټول موجودات د الله تعالی فعلي نظام بلل کېږي، او د ټولو کائناتو تر منځ همغږي د الله تعالی له لوري د دقیق نظم او د هغه د قدرت، علم او حکمت يو مظهر دی.

پوښتنه دا ده چې آیا د دومره دقت او تنظیم په شتون کې به د الله تعالی په اړه دا ګمان منطقي وي چې الله تعالی دې انسان پيدا کړی وي خو د هغه د ژوند د منظمولو لپاره دې یې نظام او قانون نه وي رالېږلی لکه سيکولران  ( د ژوند په مادي چارو او دولت کې د دين نه منونکي)  چې ګومان کوي؟ هېڅکله نه.

او آيا د الله تعالی د رالېږلي قانون په اړه به دا ګمان معقول او منطقي وي چې د الله تعالی دېن چې د هغه قولي نظام دی د هغه د مخلوق د چارو له مصلحت سره مخالفت ولري؟!

پر دې موضوع که د يوه عام او غير متخصص انسان د پوهاوي په مقصد يو مثال ياد کړو مثال نو و به وايو چې کله چې یوه يخچال جوړولو فابریکه د یخچال جوړول تکمیل کړي نو د هغه د سم استعمال لپاره یو کوچنی کتاب چې کتلاګ  ( Catalogue)  نومېږي هم ورسره ږدي تر څو د دې یخچال د استعمالولو په وخت کې له استعمالوونکي سره مرسته وکړي. دا چې مخلوق د یوه کوچني ماشين تر جوړولو وروسته له هغه ماشين ورسره خامخا د استعمال د طریقې او لازمو لارښوونو کتاب ږدي نو د نړۍ د خالق په اړه به دا ګمان څنګه معقول وي چې کائنات دې جوړ کړي وي، انسان ته دې يې له کائناتو سره د تعامل صلاحيت ورکړی وي، او بیا دې يې کائناتو سره د تعامل په اړه لارښود نه وي رالېږلی؟

همدارنګه يوه فابریکه هېڅکله داسې نه کوي چې جوړ یخچال کړي خو لارښود ورسره د موټرسایکل کښېږدي، او یا جوړ ټلیفون کړي او لارښود ورسره د جنرېټر کښېږدي. نو چې بنده داسې نه کوي چې جوړ یو شی کړي او د لارښوونو کتاب ورسره د بل شي کېږدي، د الله تعالی په اړه به دا ګمان څنګه حقیقت ولري چې الله تعالی دې بشر ته له کائناتو سره د تعامل او په نړۍ کې د ژوند کولو داسې لارښود راولېږي چې کائناتو سره دې ټکر ولري؟

الله تعالی ټول کائنات خلق کړي او له هغو سره د تعامل کولو او پر ځمکه د الله تعالی د احکامو مطابق د ژوند کولو لپاره یې پيغمبران عليهم السلام رالېږلي. د الله تعالی خلق کړي موجودات د الله تعالی فعلي نظام، او رالېږلې تګلاره او قانون یې قولي نظام دی، نو د هغه ذات قولي نظام به څنګه د فعلي نظام د صلاح لپاره نه وي چې د هر څه په صلاح او فساد خبر دی، الله تعالی په دې اړه فرمايي:  ( أَلَا يَعْلَمُ مَنْ خَلَقَ وَهُوَ اللَّطِيفُ الْخَبِير ) . [سورة الملک :۱۴] ژباړه: ( آياهغه ذات چې  (مخلوقات يې)  پيداکړي دي نه پرې پوهېږي؟! حال دا چې هغه لطيف  (باريک بين)  دی ښه باخبر).

نو چې خَلق هم د همده وي او په هر څه باخبره هم همدی وي نو بیا به څنګه د الله تعالی د قولي نظام  (وحيې)  او فعلي نظام  (خلق)  ترمنځ فرق موجود وي؟

پر انسان او ټولو کائناتو د حاکميت حق يوازې د الله تعالی دی.

الله تعالی پیغمبران او اسماني کتابونه د دې له لپاره رالېږلي چې د الله تعالی کتابونه او احکام د هغه پر ځمکه پلي کړي، تر څو ځمکه له فساد څخه وژغورل شي. ځمکه او ټول کائنات د الله تعالی ملکیت دی او د دې ملکیت تقاضا همدا ده چې دلته دې حاکمیت يوازې او يوازې د الله تعالی د رالېږلي شوي قولي نظام وي. خو هغه خلک چې پر ځمکه د الله تعالی د قولي نظام (دين) د پلي کېدلو مخالفت کوي او وايي چې مونږ پر ځمکه د خپل عقل مطابق نظام پلی کوو، دا خلک په اصل کې فساد ته لاره هواروي، ځکه کوم چا چې دا نظام خلق کړی هغه د دې نظام په سم چلولو تر بل هر چا ښه پوهېږي، او يوازې د هغه حق دی چې پر دې ځمکه چې څه ډول او د کوم قانون حاکمیت غواړي و يې کړي. الله تعالی فرمايي:  (أَلا لَهُ الْخَلْقُ وَالأَمْرُ تَبَارَكَ اللَّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ) . الأعراف/۵۴
د جزېرة العرب د شلمې پېړۍ د قرآن کريم مشهور مفسر الشيخ عبدالرحمن بن ناصر السعدي په خپل تفسير  (تيسير الکريم الرحمن في تفسير کلام المنان چې په تقسير سعدي مشهور دی)  کې د پورته ياد شوي آيت په تفسير کې ليکي:  (فالخلق: يتضمن أحکامه الکونية القدرية، والأمر: يتضمن أحکامه الدينية الشرعية).
ژباړه: د الله تعالی پيدا کول متضمن دي د هغه کوني او تقديري احکامو ته متضمن دي او امر يې متضمن دی ديني او شرعي احکامو ته).

(إنْ الْحُكْمُ إِلاَّ لِلَّهِ أَمَرَ أَلاَّ تَعْبُدُوا إِلاَّ إِيَّاهُ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لا يَعْلَمُونَ) . يوسف/ ۴۰
ژباړه:  ( واکمنی يوازې د الله ده، امر يې کړی چې پرته له هغه د بل هېچا عبادت بايد ونکړئ او همدا سم او روغ دين دی خو ډېر خلک نه پوهېږي).

همدارنګه د تفسير سعدي مؤلف د پورتني آيت په تفسير کې ليکي:  ( الحکم له وحده، فهوالذي يأمر وينهی، و يشرع الشرائع، و يسنّ الأحکام).
ژباړه:  ( واکمني يوازې الله لره ده، همدی امر او نهي کوي.

انسان چې يو مخلوق دی پخپل لاس په جوړ کړي کور کې د بل چا فکر، تګلاره او حاکمیت نه مني، آیا دا به معقوله وي چې د الله تعالی پر خلق کړې ځمکه باندې دې د بل چا یا بل فکر او عقیدې حاکمیت وي؟ هېڅکله نه. نو هغه څوک چې په خپل کور کې د بل چا واک او حاکمیت ته اجازه نه ورکوي په کوم دلیل د الله تعالی پر ځمکه د هغه د حاکمیت مخه نیسي؟ پداسې حال کې چې الله تعالی ورته داسې قانون او شریعت رالېږلی چې په يقيني توګه له هر ډول نقصان او تېروتنې پاک دی.

الله تعالی پر ځمکه انسانانو ته په بېلابېلو وختونو کې انبیای کرام رالېږلي او پر هغوئ یې د هرې زمانې مطابق اسماني صحيفې او کتابونه هم رانازل کړي تر څو پر ځمکه عدل او انصاف قائم کړي، چې د دې لړۍ پر وروستی پیغمر محمد صلی الله علیه و سلم باندې يې قرآن کريم رانازل کړ چې د مخکنیو ټولو اسماني کتابونو او صحیفو تکميلونکی دی او د قیامت تر ورځي پورې په پوره عدل او انصاف د انسانانو د ژوند د ټولو ابعادو د چارو د تنظیم پوره صلاحيت لري. الله تعالی په خپل دې کتاب قرانکریم کې داسې کُلّي اصول او ضوابط نازل کړي دي چې په هره زمانه کې ورڅخه د هغې زمانې مطابق د احکامو استنباط کېږي، او په هره زمانه کې د بشریت ژوند تر بل هر قانون ښه تنظیمولای شي.

په اسلام کې د حاکمیت حکم:
په اسلام کې د حاکمیت حکم کوم نفلي او استحبابي حکم نه دی چې په منلو دې یې ثواب حاصل کړای شي او په نه منلو یې څوک ګناهګار نه وي، بلکې په اسلام کې د حاکمیت حکم ډېره لویه او لوړه مرتبه لري، او د الله تعالی قانون ته فيصله وروړل او بيا پر هغې راضي کېدل د ایمان د صحيح کېدلو معیار دی. نو که څوک دا تصور مني هغه مسلمان بلل کېږي، او که څوک د جهل، اکراه او نورو عذرونو له شتون پرته هم نه مني، نو په هېڅ وجه په اسلام کې داخل نه بلل کېږي، که څه هم چې کلمه به وايي، په ورځ کې په سل ګونو رکعته لمونځ هم کوي، په لسګونو حجونه او عمرې به کوي، او حتی که په کلونو کلونو د جهاد کولو شرف هم ورته حاصل وي.

په اسلام کې حاکمیت يوازې او يوازې د الله تعالی حق دی، هغه کس هېڅکه مسلمان نه بلل کېږي چې ځان مسلمان ګڼي خو حاکمیت د ډېموکراسۍ، سیکولرزم او یا کمونیزم ګڼي، نظام، پوځ ، سیاست ، اقتصاد او د حاکمیت نورې برخې د الله تعالی له دينه پرته د بل چا پر فکر او قوانينو چلول غواړي.

که څوک د حاکمیت په موضوع کې د الله تعالی رالېږل شوی منهج ونه مني، هغه که څه هم چې کلمه ووايي او هر څومره عبادات وکړي بيا هم مسلمان نه بلل کېږي، ځکه د کلمې يوازې په ویلو انسان نه مسلمان کېږي، بلکې له ویلو سره په منلو یې انسان مسلمان بلل کېږي.

کلمه مبارکه دوه اجزاء لري چې د لومړی جز‌ء له مخې یې مسلمان بايد پدې معتقد وي چې له نورو ټولو معبودانو انکار کووم او يوازې د الله تعالی منم، پدې معنی چې له الله تعالی له دينه  پرته د بل هېچا نظام، شریعت، سیاست، حاکميت، اقتصادي سیستم، اخلاق، ضوابط، دستور او طریقه نه منم، بلکې يوازې هغه تګلاره او منهج منم چې الله تعالی راته ټاکلي دي. او دوهمه برخه یې د رسول الله صلی الله علیه وسلّم پر پیغمبرۍ اقرار کول دي، په دې معنی چې د الله تعالی رالېږلي ټول احکام به يوازې او يوازې په هغه طریقه منم چې د هغه استازي محمد صلی الله علیه وسلّم راته واضحه کړې ده. د نورو مراجعو لکه دپدې زمانه کې د ملل متحد کفري قوانين، د کفارو له لوري د بشر د حقوقوقو د ادارې، د وضعي قوانينو، د اسلام خلاف د اساسي قوانينو، د طاغوتي پارلمانونو، د جاهلي جرګو او نورو جهتونو قوانين چې ما ته له خپل لوري د شريعت مخالف احکام او اوامر صادروی او د یو کار د کولو او يا نه کولو دستور راکوي يو هم نه منم.
دلته هغه ایتونه راوړل غواړو چې الله تعالی په هغو کې په اسلام کې د حاکمیت تصور او مرتبه بيان کړې ده او موږ ته دا رازده کوي چې حاکمیت باید د الله تعالی ومنل شي او که د بل چا؟

همدا رنګه دا تصور راکوي چې د حاکمیت موضوع په اسلام کې يوه اختیاري موضوع نه ده چې د انسان خپل اختيار ته دې پرېښودل شوې وي، بلکې دا يوازې او يوازې د الله تعالی جل جلاله حق دی چې انسانان بايد ورته په رضا او خوښۍ تسليم شي.

الله تعالی په یوه ایت کې داسې فرمايي:(فَلا وَرَبِّكَ لا يُؤْمِنُونَ حَتَّى يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لا يَجِدُوا فِي أَنفُسِهِمْ حَرَجاً مِمَّا قَضَيْتَ وَيُسَلِّمُوا تَسْلِيماً . (النساء: ٦٥

ژباړه: (ستا پر رب قسم تر هغه به مؤمنان نه شې، تر هغه چې تا فيصله کوونکی نه کړي ای رسوله، په خپلو قضایاوو کې، بیا چې ته کومه فیصله وکړې، د دوئ په زړونو کې اندکترینه نارضایتي هم را نه شي، څه حساسیت هم ونه ښیي، دا هر څه الله جل جلاله ته وسپاري).

پدې آیت کې الله تعالی نه يوازې هغه کسان د اسلام له دایرې خارج بولي چې د الله تعالی او د هغه د رسول حاکمیت نه مني، بلکې هغه کسان هم مؤمنان نه ګڼي چې د الله تعالی او د هغه د رسول حاکمیت مني خو له زړه پرې خوشحاله نه وي. الله تعالی يوازې هغه کسان د ایمان خاوندان بللي چې يوازې او يوازې د الله تعالی حاکمیت مني، په پوره ډول ورباندې راضي وي، او په مکمل ډول منازعات د فيصلې لپاره د الله تعالی دين ته ورسپاري.

په بل ایت شریف کې الله تعالی داسې فرمايي: ( يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنْكُمْ فَإِنْ تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ إِنْ كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلاً) . النساء: ٥٩
ژباړه:  (اى مؤمنانو: د الله، د رسول او د هغو كسانو اطاعت وكړئ چې له تاسو څخه د امر او حكم خاوندان دي. او كه چېرې مو په كوم شي كې شخړه راغله نو الله او رسول  (قرآن او سنت)  ته یې راجع كړئ كه تاسې په الله او د آخرت پر ورځ ايمان لرونكي ياست. دا كار غوره او پاى یې ډېر ښه دى).

په بل ایت شریف کې الله تعالی داسې فرمايي: (إّنَّا أَنزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ لِتَحْكُمَ بَيْنَ النَّاسِ بِمَا أَرَاكَ اللَّهُ وَلا تَكُنْ لِلْخَائِنِينَ خَصِيماً) .النساء: ١٠٥
ژباړه:(بيشكه مونږ درلېږلى تا ته قرآن  (اى محمده!)  په حقه چې فيصله وكړې د خلكو ترمنځ د الله د لارښوونو په رڼاكې، او مه كېږه جګړه كوونكى د خاينو خلكو لپاره).

پدې آيت كې هم د قرآن کريم د نازولو هدف دا ښودلى شوى چې رسول الله صلّی الله عليه وسلم دې د هغه پر اساس د خلكو تر منځ فيصلې وكړي، او د خاينانو پلوى دې نه كوي.

همدارنګه د سورة الاحزاب په يوه ایت کې فرمايي:  (وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْراً أَنْ يَكُونَ لَهُمْ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ وَمَنْ يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ ضَلَّ ضَلالاً مُبِيناً) .الأحزاب: ۳۶
ژباړه:  (او نه ده روا هېڅ مؤمن سړي او مؤمنې ښځې ته چې كله فيصله وكړي الله او رسول یې په يو كار كې چې وي دې دوئ ته اختيار په خپل كاركې، او هر څوك چې نافرماني كوي د الله  او د هغه د رسول په يقيني ډول ګمراه شو په ګمراهۍ ښكاره).
همدرانګه په بل ځای کې فرمايي:  (وَأَنزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ مُصَدِّقاً لِمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنْ الْكِتَابِ وَمُهَيْمِناً عَلَيْهِ فَاحْكُمْ بَيْنَهُمْ بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ وَلا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ عَمَّا جَاءَكَ مِنْ الْحَقِّ لِكُلٍّ جَعَلْنَا مِنْكُمْ شِرْعَةً وَمِنْهَاجاً ) . المائدة: ۴۸
ژباړه: ( او نازل كړى مودى تا ته (اى محمده)  قرآن په حقه سره چې تصديق كوونكى دى د هغه كتاب چې تر ده دمخه ؤ. او ساتونكى دى د هغه د مضامنيو، نو فيصله كوه د دوئ ترمنځ په هغه كتاب چې لېږلى یې دى تا ته، او مه كوه متابعت د دوئ د هيلو او آرزوګانو  (اومه اوړه)  له هغه څخه چې راغلى دى تا ته له حق څخه، مونږ تاسې هر امت ته جلا جلا شريعت او لار ټاكلې ده).

هغه خلک چې داسې فکر کوي چې د کلمې په ويلو به مسلمان وي خو په اقتصادي نظام کې کپیټالیزم یا سوسياليزم مني، په سیاسي لحاظ ډېموکراسي او د حاکميت لپاره سیکولريزم مني، اوهمدارنګه د اخلاقو او فکر په لحاظ لیبرالیزم او يا هيومنيزم مني، دوئ هېڅکله مسلمان نه بلل کېږي، که څه هم چې هر څومره لمونځونه وکوي، روژې ونیسي، زکاتونه ورکړي، او هر کال حج او عمرې ته هم لاړ شي. او دا ځکه چې د مسلمان کېدلو او د الله تعالی د عبدیت او بنده ګۍ شرط دا دی چې د ژوند په هره برخه کې به يوازې او يوازې اسلام ته رجوع کوي، او پر نورو غیر اسلامي عقائدو، نظریاتو او افکارو به کافر کېږي.
په پورته ایت شریف کې الله تعالی د (وَلا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ)  په نهي سره په تشریع کې د اکثريت حکم ته له تسليمېدلو نهي کړې ده، په دې معنی که د نړۍ ټول انسانان راټول شي او د الله تعالی یو حرام حلال وبولي هغه نه حلالېږي، او که د ټولې‎ نړۍ انسانان د الله تعالی یو حلال حکم حرام وبولي هغه نشي حرام کېدلی.

همدارنګه الله تعالی د سورت النساء په يوه آیت کې فرمايي: (أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ يَزْعُمُونَ أَنَّهُمْ آمَنُوا بِمَا أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنزِلَ مِنْ قَبْلِكَ يُرِيدُونَ أَنْ يَتَحَاكَمُوا إِلَى الطَّاغُوتِ وَقَدْ أُمِرُوا أَنْ يَكْفُرُوا بِهِ وَيُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَنْ يُضِلَّهُمْ ضَلالاً بَعِيداً  (60)  وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْا إِلَى مَا أَنزَلَ اللَّهُ وَإِلَى الرَّسُولِ رَأَيْتَ الْمُنَافِقِينَ يَصُدُّونَ عَنْكَ صُدُوداً) .النساء: ٦٠- ٦١
ترجمه: (آيا ته نه ګورې هغه خلك  (اى محمده!)  چې ګومان كوي چې پر هغه كتاب یې ايمان راوړى چې نازل شوى دى تا ته، او هم پر هغه چې نازل شوى ؤ تر تا دمخه، غواړي د فيصلې لپاره وړاندې شي طاغوت  (كعب بن اشرف يهودي) ته پداسې حال كې چې دوئ ته امر شوى چې پر طاغوت كافر شي (له هغه منكر شى)  او شيطان غواړي هغوئ ډېر زيات ګمراهان كړي، او چې كله هغوئ ته و ويل شي د الله نازل شوي كلام او رسول ته راشي، نو ته وينې چې منافقان له تا څخه مخونه اړوي).

دا آيتونه هم هغه څوك مسلمان نه ګڼي چې پر قرآن د ايمان دعوى لري، خو فيصله د بل چا قانون ته وروړي، او د قرآن قانون ته له فيصلې وروړلو مخ اړوي.

همدارنګه الله تعالی فرمايي:  (وَمَنْ يُشَاقِقْ الرَّسُولَ مِنْ بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُ الْهُدَى وَيَتَّبِعْ غَيْرَ سَبِيلِ الْمُؤْمِنِينَ نُوَلِّهِ مَا تَوَلَّى وَنُصْلِهِ جَهَنَّمَ وَسَاءَتْ مَصِيراً) .النساء: ١١٥

ژباړه: (او هر څوك چې د رسول مخالفت وكړي وروسته له هغه چې د هدايت لاره ورته ښكاره شي او د مؤمنانو له لارې پرته په بله ولاړ شي نو مونږ به یې په همغه لور وګرځوو چې دى ورته ګرځېدلى دى او جهنم ته به یې داخل كړو. او جهنم ډېر بد د ورتګ ځاى دى).

پدې آيت كې هم الله تعالى جهنم ته د هغه چا د ورداخلولو خبره كوي چې د رسول الله صلّی الله عليه وسلّم له قانون سره مخالفت كوي.
همدارنګه الله تعالی فرمايي: (وَمَا اخْتَلَفْتُمْ فِيهِ مِنْ شَيْءٍ فَحُكْمُهُ إِلَى اللَّهِ ذَلِكُمْ اللَّهُ رَبِّي عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَإِلَيْهِ أُنِيبُ) . الشورى: ١٠

ژباړه:  ( او په هر څه كې چې تاسې اختلاف وكړئ نو د هغه پرېكړه له الله سره ده).

پورتني ټول آيتونه او په لس ګونو نور آيتونه په پوره صراحت سره دا موضوع بيانوي چې د فيصلې او اعلی حاکميت حق يوازې الله جلّ جلاله او د هغه رالېږلي شريعت ته حاصل دى. او فيصله بايد يوازې او يوازې په هغه قانون وشي چې الله جلّ جلاله را نازل كړی دى. او هر څوك چې د الله د قانون په مقابل كې د خپل عقل او ارادې پر بنا د بشر لپاره داسې قوانين جوړوي چې د الله جلّ جلاله له قانون سره مخالف وي هغه مؤمن نشي پاتې كېدلى، بلکې هغه په يقيني ډول د اسلام له دائرې وځي.

په اسلام کې د حاکميت د موضوع په اړه باید د حقوقو د فاکولتې استادان او محصلین  او عدلي او قضايي مسؤولين ډېر محتاط وي، ځکه په حقوقو کې قوانین او د حاکمیت مربوط مسائل لوستل کېږي. د حقوقو هراستاد او محصل او عدلي مسؤول باید په دې ځان پوه کړي چې کوم قوانین چې دی یې لولي او يا يې تطبيقوي آیا د دې مصدر (وحیې)  ده او که د خلکو رأیې؟ که چېرې (وحیې) وي نو هغه باید ومنل شي، خو که یې مصدر د خلکو اراء وي او له اسلامي شريعت سره په ټکر کې وي نو دا بيا د الله تعالی د (وحیې) په مقابل کې راځي چې طاغوت بلل کېږي او د هغه منونکي چې نه جاهل وي، نه مضطر وي او نه شبهه لري، بلکې له علم سره يې پخپله رضا مني، تطبيقوي او د اسلام تر شريعت يې غوره بولي کافر کېږي.

که چېرې کوم څوک پدې خبر وي چې د دې قوانینو مصدر د غربي فیلسفانو نظریات او عقاید دي، او دی يې بیا هم په زده کولو، منلو او عملي کولو افتخار کوي، نو دغه کسان په یقیني ډول کافران دي. خو که یو چا د حقوقو فاکولته لوستلې وي او په دې پوهېږی چې کوم قوانين او نظريات چې زه لولم هغه طاغوتي دي، او لدې کړې ګناه توبه باسي او وروسته یې دا اراده کړې وي چې د دې قوانینو بدي به بیانوي، او خلک به ترې منع کوي، نو امید دی چې الله تعالی به ورته عفوه وکړي. خو که په شعوري توګه د همدې قوانینو په سپېڅلتیا قائل وي، او د هغو د حاکمیت لپاره هلې ځلې کوي، نو د دې شخص ایمان نه پاتي کېږي، او له اسلامه وځي.

له همدې امله خو په غرب کې او دلته د غربيانو پر لار په روانو نظامونوکې تر ټولو د اعتبار وړ فاکولته د حقوقو فاکولته او تر ټولو د اعتبار او تقدس وړ ځای د وضعي قوانينو محکمه بلل کېږي، ان تر دې چې په توهین يې خلک زندان ته اچول کېږي.

د حاکمیت د موضوع په اړه الله تعالی د مؤمنانو صفت داسې بیانوي: ( إِنَّمَا كَانَ قَوْلَ الْمُؤْمِنِينَ إِذَا دُعُوا إِلَى اللَّهِ وَرَسُولِهِ لِيَحْكُمَ بَيْنَهُمْ أَنْ يَقُولُوا سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا وَأُوْلَئِكَ هُمْ الْمُفْلِحُونَ  (51)  وَمَنْ يُطِعْ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَيَخْشَ اللَّهَ وَيَتَّقِيهِ فَأُوْلَئِكَ هُمْ الْفَائِزُونَ) .النور: ٥١
ژباړه:  ( بې شكه د مؤمنانو وينا داده چې كله وبللى شي الله او د هغه رسول ته چې فيصله وكوي رسول د هغوئ ترمنځ دا چې مونږ بلنه واورېده او ومو منله، همدوئ خلاصېدونكي دي) .
دا آيت د مؤمنانو صفت دا ګڼې چې د رسول الله صلّی الله عليه وسلّم قانون ته بې له قيد او شرطه تسليمېږي او مني یې.

د رسول الله صلّی الله علیه وسلّم په مبارک حديث کې هم د الله تعالی له قانونه پرته د بل چا قانون منل د هماغه چا عبادت ګڼل شوی دی. پدې معنی چې که یو څوک او یا کوم جهت د یو چا لپاره داسې قانونګداري وکړي چې حلال ورته پکښې حرام او حرام ورته پکې حلال کړي، او خلک هم د دې فرد یا جهت همدغه قانون یا قوانین ومني نو دغه کار د دې خلکو له لوري د دې فرد او یا د دې جهت عبادت کول ګڼل کېږي. دليل یې دا لاندې حديث شريف دي چې امام ترمذي، امام بيهقي او نورو محدثينو په خپلو سننو كې له عدي بن حاتم رضي الله تعالی عنه څخه روايت كړى دى:
(عن عدی بن حاتم: أنّه سمع النبییقرأ هذه الآیة: (اتَّخَذُوا أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَاباً مِنْ دُونِ الله وَالْمَسِیحَ ابْنَ مَرْیَمَ وَمَا أُمِرُوا إِلَّا لِیَعْبُدُوا إِلَهاً وَاحِداً لا إِلَهَ إِلَّا هُوَ سُبْحَانَهُ عَمَّا یُشْرِکُون)  [التوبة: ۳۱]، فقلت: إنا لسنا نعبدهم. قال:  (ألیس یحرمون ما أحل فتحرمونه، و یحلون ما حرم الله فتحلونه؟ فقلت بلی، قال:  (فتلک عبادتهم) . رواه أحمد والترمذي وحسنه).

عدي بن حاتم د بنوطى د قبيلې د مشهور سخاوتمند حاتم طائې زوى ؤ، هغه مسيحيت منلى ؤ او په شام كې یې له اهل كتابو سره ګوزاره كړې وه. هغه د خپلې خور په دعوت اسلام ته تشويق شو او پداسې حال كې د رسول الله صلّی الله عليه وسلّم مجلس ته راغى چې د سرو زرو صليب یې پر غاړه ؤ. هغه وايي: ( زه په داسې حال كې د رسول الله صلّی الله علیه وسلّم مجلس ته راغلم چې هغه مبارك د قرآن كرېم دا آيت لوست: ( اتَّخَذُوا أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَاباً مِنْ دُونِ اللَّه) .التوبة: ٣١
ژباړه:  (يهودو او نصاراؤ خپل علماء او پيران له الله جلّ جلاله پرته خدايان نيولى وو).

عدي رضي الله عنه وايي: ( ما رسول الله ته و ويل: موږ خو یې عبادت نه كوو! رسول الله صلّی الله علیه وسلّم و فرمايل: ( آیا هغوئ د الله حلال درباندې حراموي نه چې تاسې يې هم ورسره حراموئ؟ او د الله حرام درته حلالوي نه چې تاسې يې هم ورسره حلالوئ؟ ما ورته وویل: هو ولې نه! و یې فرمایل: ( همدغه كار د هغوئ عبادت كول دي).

په اسلام کې د حلال او حرام تعيينول يوازې د الله جلّ جلاله خصوصيت دى، او په دغه خصوصيت كې د بل هر چا ورګډول د الله جلّ جلاله د تشريع په خصوصيت كې له هغه سره شرك ګڼل كېږي. الله تعالی جلّ جلاله فرمايې: ( أَمْ لَهُمْ شُرَكَاءُ شَرَعُوا لَهُمْ مِنْ الدِّينِ مَا لَمْ يَأْذَنْ بِهِ اللَّهُ) . الشورى: ٢١
ژباړه: (آيا داسې شريكان لري چې هغه دين یې ورته جوړ كړى چې الله جلّ جلاله یې اجازه نه ده كړې).

رسول الله صلی الله علیه وسلم هم عمر رضی الله عنه ته هغه وخت د فاروق لقب ورکړ چې کله یې د اسلام يو داسې دعوی لرونکی وواژه چې د رسول الله صلّی الله عليه وسلم پر فيصله قانع نه وو او غوښتل یې عمر رضي الله عنه دې يې د قضیې په اړه فيصله وکړي. پېښه داسې وه چې د یوه منافق او یهودي تر منځ په کوم څه اختلاف راغلی و، یهودی د نورو یهودانو په څیر په زړه کې په دې خبره پوره یقیني وو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم برحق پيغمبر دیاو په ناحقه فيصله نه کوي. نو هماغه و چې د خپل حق د تر لاسه کولو لپاره يې خپل مقابل لوري منافق ته چې ځان یې په ظاهره مسلمان ګڼلی و وویل چې د فیصلې لپاره به ستاسي پيغمبر ته ورشو، منافق ورسره ومنل، خو چې کله رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغلل او رسول الله صلی الله علیه وسلم پر قضیې پوه شو چې حق د یهودي دی نو د یهودي په حق کې یې فیصله وکړه. منافق له مجلس څخه تر راوتلو وروسته د فیصلې له منلو انکار وکړ او ابوبکر صدیق رضی الله عنه ته یې د دې قضیې د وروړلو غوښتنه وکړه، ابوبکر صدیق رضی الله عنه چې پوه شو چې د دې قضيې په اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم فیصله کړې ده نو بله فیصله یې ونه کړه او وې ویل چې کومه فیصله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم کړې زما فیصله هم همغه ده. منافق بيا هم پر فیصلې راضي نه وو او اراده یې وکړه چې عمر رضی الله عنه ته هم ورشي؛ ځکه منافق فکر کاوه چې عمر رضی الله عنه به د خپل جلالي طبیعت او له یهودو څخه د کرکې له امله د ده په حق کې فیصله وکړي. کله چې دوئ عمر رضی الله عنه ته ورغلل، ټوله قضیه یې ورته وویله او یهودي دا یادونه یې هم ورته ورکړه چې مونږ مخکي رسول الله صلی الله علیه وسلم او ابوبکر ته هم ورغلي یو او هغوئ زما په حق کې فیصله وکړه، خو ده ویل چې یو وار به تا ته هم راشو. عمر رضی الله عنه ویل تاسي هم دلته اوسئ زه راځم او فیصله کوم، کور ته ولاړ، توره یې راواخیسته او پر همدې ځای يې له منافقه سر پرې کړ او ویې ویل چې څوک د رسول الله صلی الله علیه وسلّم فیصله نه مني د هغه لپاره زما فیصله همدا ده. د غه واقعه د احاديثو او تفاسيرو په کتابونو کې په بېلابېلو رواياتو او تفاصيلو ذکر شوې ده.

پورته ياده شوې پېښه یوه ډېره لویه پيښه وه، ځکه عمر رضی الله عنه پر ځای د دې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته رجوع وکړي او سړی محاکمه کړي سړی یې وواژه، کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له جریانه خبر شو، نه يوازې دا چې عمر رضی الله عنه يې محاکمه او قصاص نه کړ، بلکې هغه یې نور هم ونازاوه او د فاروق لقب یې ورکړ.

په پورته يادې شوې پېښې کې عمر فاروق رضی الله عنه ځکه د سول الله صلّی الله عليه وسلم د فيصلې نه منونکی محاکمې ته کش نه کړ، بلکې په هماغه ځای کې یې سر ترې وواهه چې دی د رسول الله صلی الله علیه وسلم د فيصلې په نه منلو له ایمانه وتلی او کافر شوی وو.

لنډه دا چې حاکمیت په اسلام کې کوم نفلي او اختیاری حکم نه دی چې په نه منلو دې یې مسلمان د هېڅ جرم مرتکب و نه ګڼل شي، بلکې د دې عقيدې له منلو پرته اصلا ایمان نه صحيح کېږي، او د دې عقيدې نه منونکی مسلمان نه بلل کېږي، او دا ځکه چې د اسلام د صحت لپاره دا عقيده ضروري ده چې د ژوند په ټولو برخو کې به يوازې او يوازې د الله تعالی جل جلاله قوانین او احکام مني.

نو له تېرو ټولو دلائلو دا خبره واضحه شوه چې د شرعي حکم په مقابل کې به نه د کفارو له لخوا وضع شوي قوانين او يا نور تړونونه منل کېږي. او نه به هم رسم او رواج او جرګې د شرعي حکم په مقابل کې درول کېږي، بلکې يوازې او يوازې به د الله تعالی دين منل کېږي او پر هغو به عمل کېږي.

همدارنګه دا خبره هم واضحه شوه چې يوازې د کلمې په ویلو څوک نه مسلمان کېږي، بلکې له ویلو سره سره یې منل او پر هغې عمل کول هم شرط دي. که چېرې د ایمان لپاره يوازې د کلمې ویلو کفایت کولای د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وخت ټول منافقین به رښتيني مسلمانان ګڼل شوي وای، ځکه چې چې هم یې کلمه ویله، هم یې له مسلمانانو سره په لمنځونو کې ګډون کاوه، او هم له مسلمانانو سره غزاګانو ته تلل، خو بیا هم رسول الله صلی الله علیه وسلم هغوی منافقین بلل، او الله تعالی تر کافرانو د سخت عذاب مستحقین بللي دي او په اړه يې فرمايي: (إِنَّ الْمُنَافِقِينَ فِي الدَّرْكِ الأَسْفَلِ مِنْ النَّارِ وَلَنْ تَجِدَ لَهُمْ نَصِيراً) . سورةالنساء:۱۴۵

ژباړه:  (بې له شکه منافقين د اور په تر ټولو کښته طبقه کې دي، او هېڅکله به هغوئ ته کوم مرستندوی ونه مومې) نور بيا…..

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x